د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوستونکي: د افغان وطن مشرۍ لپاره محمود خان غوره دی

ټول افغان 19.09.2010 11:58

د ټول افغان.کام په هغه ټولپوښتنه کې چې دا دوه اونۍ په ليکه وه لوستونکو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د خان عبدالصمد خان زوی محمود خان اڅکزی د افغانانو د مشرۍ لپاره غوره بللی دی.

په هغه ليست کې چې د اته کسانو نومونه ليکل شوي وو او ۱۲۲۸ کسانو رايه کارولې ده محمود خان ۲۸٪ رايې او ورپسې د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدين حکمتيار چې دا مهال د افغان دولت ضد په وسلواله جګړه بوخت دی ۱۷٪ رايې اخيستي دي.

د دولت مشر حامد کرزي او د دولت مخالفې وسلوالې ډلې (طالبانو) مشر ملا محمد عمر هر یو ۱۲٪ رايې اخيستي دي چې د ټول افغان د لوستونکو په منځ کې د دواړو د محبوبيت په کموالي دلالت کوي.

خو د محبوبيت رښتيني ټيټه کچه د پاکستان د جمعيت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په برخه وه چې په ۱۲۲۸ رايو کې یې يوه رايه هم نه ده اخيستې.

د ټولپوښتنې پايله دلته لوستلی شئ

داسې ښکاري چې په ټولپوښتنه کې د ډېرو لوستونکو د خوښې کانديد نه نو ځکه ۲۱٪ لوستونکو ويلي دي چې په ليست کې د ۸ کانديدانو څخه یې یو کانديد هم د افغان وطن د مشرۍ لپاره خوښ نه دی، په دې لړ کې د تبصرو په برخه کې ځينو د ډاکتر اشرف غني احمدزي او ځينو نورو بيا د افغان سوسيال ديموکرات ګوند د مشر انورالحق احدي نوم ياد کړی دی.

د محمود خان اڅکزي په اړه يو تبصره کونکی په ټول افغان.کام کې ليکي چې ((ترټولو ښه مشرد پښتنو دپاره محمود خان اڅكزى كيداى شي چې هم دپښتونوالئ په مواصفاتو ښكلې دى هم سياسي پوهه لري اوهم يې عملاً ثابته كړيده چې په ټولو افغانانو كه لردي كه بريوشان خوږيږي)).

د محمود خان اڅکزي پېژندنه

ټولې رايې په لاندې ډول دي:

نوم انځور رایې سلنه
محمود خان اڅکزی (د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر) Mahmoud_khan ۳۴۶ ۲۸٪
يو هم نه (د هغه خلکو رايې چې په ليست کې د خوښې کانديد نه و)  Unknown-person ۲۵۵ ۲۱٪
 ګلبدين حکمتيار (د حزب اسلامي مشر) ګ ۲۱۴ ۱۷٪

ملا محمد عمر (د طالبانو مشر)

Al1 ۱۵۳ ۱۲٪

حامد کرزی (د افغانستان ولسمشر)

Karzai ۱۵۲ ۱۲٪

اسفنديار ولي خان (د عوامي ملي ګوند مشر)

Asfandyar_wali220 ۴۴ ۴٪
ډاکتر فاروق اعظم (دا مهال د افغانانو ترمنځ د تفاهم د راوستلو د يوې ټولنې مشر) 20129_npadvhover ۴۱ ۳٪
برهان الدين رباني ( د جمعيت اسلامي مشر) رباني ۲۱ ۲٪
مولانا فضل رحمان (د جمعيت علمای اسلام د ګوند مشر)  425_event ۰ ۰٪