د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ختيځ زون کې د ټاکنو د کميسيون مسوول په درغلۍ تورن شوی

ټول افغان 18.09.2010 17:59

په داسې حال کې چې نن په ټول هيواد کې د ولسي جرګې د دویمې دورې ټاکنې ترسره شوې که څه هم په يوشمېر سیمو کې د لږ ډېرو درغلیو رپوټونه ترلاسه شوي خو د ټاکنوخپلواک کميسيون ويلي چې دوی به په دې اړه پلټنې وکړي او په کومو سیمو کې چې دغه ډول ناوړه عمل ترسره شوی وي مسوولين به يې امنيتي ارګانونو ته ور وپېژني.

يو شمېر کورنيو او بهرنیو رسنيو له شمالی ولایتونو نه په ورکړل شویو رپوټونو کې ويلي چې يو شمېر پخوانيو قوماندانانو چې لا هم په سیمه کې پوره واک و ځواک لري خلک په زوره يوه خاص کاندید ته په رایه ورکولو مجبورول  

ددغو رپوټونو له مخې که له يوې خوا زورواکانو خلک په زوره خاصو کاندیدانو ته په رایې ورکولو مجبورول نو له ځینې سيمو نه داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د انتخاباتو کميسيون يوشمېر سيمه ييز مسوولینو هم د خاصو کاندیدانو په نفع کار کړی او نورو کاندیدانو ته يې ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.

په ننګرهار کې يوې باخبره سرچینې ټول افغان ته وويل په ختيځ زون کې د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون مسوول ښاغلي سلېمانزي د يوشمېر ځانګړيو کاندیدانو لپاره په ښکاره کمپاين کړی او د نورو د ځپلو لپاره يې ډول ډول چارې ترسره کړي.

ددغې سرچینې په وینا نوموړي د ننګرهار په ګډون په ټولو ختيځو ولایتونوکې د خاصو کاندیدانو په نفع او د نورو په مخالفت کې ډېر څه کړي.

سرچینه زیاتوي چې نوموړي په ځانګړي ډول د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې له وخت ډېر وړاندې ټول مرکزونه وتړل او کارکوونکيو ته يې له سیمې نه د وتلو امر ورکړ.

د نوموي په وینا سلېمانزي په دغه سیمه کې د تورن غفار په نوم د يوه کاندید په نفع کمپاین کړی خو چې کله يې وليدل چې په دغه سیمه کې دتورن غفار تله سپکه او د نورو درنه ده نو يې سمدستي د ټاکنو د مرکزو د تړلو امر وکړ.

له ننګرهاره ولسي جرګې ته يوه کاندید ټول افغان ته وويل چې دوی په دې اړه کره شواهد په لاس کې لري او ډېر زر به یې په کابل کې د ټولټاکنو خپلواک کميسيون ته وسپاري.

دی وايي نوموړي په ډیری سيمو کې د خپلې خوښې ډي اسپيان يا ځايي مسوولين ټاکلي ول.