د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آزادي - لنډه کیسه

شیرین اغا جهانګیر 17.09.2010 12:24

په تالار کې ناست خلک ټول د هغه ښاغلي خبرو ته غوږ نیولی وو چې د سټیچ پر سر ولاړ وو او خبرې يې کولې. د هیچا له خولې غږ نه راښته. د لاوډ سپیکر غږ په تالار کې انعکاس کاوه. د تالار دننه هوا ډیره ګرمه وه. ځینو په هغو پاڼو چې دوي ته د غونډې د تنظیموونکو له لوري ورکړل شوې وې، ځان ته پکی وهل.
ناڅاپه د دهلیز دروازه خلاصه شوه. په سټیچ ولاړ ښاغلی غلی شو او مخامخ دروازې ته يې وارخطا وارخطا وکاته. مسکې شو، خپله خوله يې کږه کړه او خپل سر يې وخځوه. په تالار کې ناستو کسانو په یو وار شاته وکتل.
په شنې چادرۍ کې پوخول شوې مېرمنه تالار ته راننه وته. د هغه له لیدو سره ټول هک پک شول. جالبه وه. یویشتم قرن، د ښځو نړېواله ورځ، د ښار مشهور پنج ستاره هوټل او له چادرۍ سره؟
هیڅ مې باور نه کېده. عجیبه وه. خپل څنګ ته ناستو نجونو ته مې وکاته چې چادرۍ والا ښځې پسې يې ملنډې وهلې. یو بل ته به یې وکاته او بیا به سره له خندا نه تکې شنې شوې.
د شنې چادرې والا مېرمنه زما مخې ته په تشې څوکۍ کښېناسته. خپل ماشوم يې له خپلې غېږې ښکته کړه. خپله چادري يې نوره هم له ځانه کلکه تاوه کړه او سټیچ ته متوجه شوه. څنګ ته يې ناسته مېرمنه چادري والا مېرمنې ته نږدې شوه او په ورو غږ يې ورته وويل:
- شرم دی. چادري دې ایسته کړه. خلک در پورې خاندي. دا کلی ندی. دا ښار دی. دا ټول باسواده خلک دي. څوک دې نه خوري. که دومره شرمېدې بیا ولې راتلې؟ ستاسو په شان ښځې د ټولو رنګه بده کړېده.
د چادرۍ والا ورته د چادرۍ له لاندې نه ښه شیبه وکاته. ګمان کوم غوښتل چې څه ووايي، مګر څه يې ونه ویل. بېرته يې خپل مخ د سټیچ لورته واړوله.
ښه شېبه تېره شوه. یو بل ښاغلی د سټیچ سرته راغی. نوموړې مېرمنې بیا د چادرۍ والا مېرمنې ته مخ کړه:
- وه خورې! ګرمې به دې مړه کړي. چادري دې ایسته کړه. که ټوله نه لرې کوې، بس یواځې دې مخ ښکاره کړه. هیڅ خبره نشته. لتانه ډېرې ښکلي پېغلې دلته ناستې دي. ته خو یوځل خپل شاوخوا وګوره!
دا ځل نو لکه چې د میرمنې خبرې په چادرۍ والا ښې ولږېدې. شاوخوا ته يې ناستو پېغلو او مېرمنو ته وکاته. یوه شېبه ټکنۍ شوه او ورو يې خپله چادري له مخه پورته کړه.
د چادري له پورته کولو سره سم يې د خپل څادر څنډه راواخسته او د خپل مخ خولې يې پرې وچې کړې. د چادري د لاندې ډیره زیاته خوله شوې وه. اوس نو لکه چې د دهلیز هوا پرې ښه لږېدلې وه. چادري يې له خپله سره هم لرې کړه. په خپلو اوږو يې واچوله. خپل څادر يې په سر باندې سم کړ. شاوخوا ته يې اوتر اوتر کتلو. پېغلو ته ځیر وه. هلکانو او سړو ته به يې اوتر اوتر وکاته. بیا به سټیچ ته متوجه شوه.
شېبه وروسته ورته نومړې مېرمنه بیا ورنږدې شوه. دا ځل يې ورته یوه ښکلې مسکا وکړه او ويې ويل:
- خورې! چادري دې په څوکۍ کښېږده او د پاسه پرې کښېنه. هوا ګرمه ده. په تکلیف به دې کړي. خدای مکړه ناروغه نشې.
د چادرۍ والا مېرمنه هم ورته مسکۍ شوه. له خپلې څوکې پورته شوه. خپله چادري يې ټوله کړله. په خپلې څوکۍ کې واچوله. څادر يې له سره ایسته کړه. خپل ویښتان يې سم کړ. په خپل کاکل يې لاس وښکه. بېرته يې خپل نری ګاچ څادر په تندي واچوه او مخامخ ولاړ کمره مین ته مسکۍ شوه.