د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان هجري لمريز کليز په ليکه کړ

ټول افغان 17.09.2010 01:45

لوستونکو ته لا ښه خدمت په موخه ټول افغان ټکی کام لمريز هجري کليز هم په ليکه کړ.

لوستونکي اوس کولای شي چې په ليکه د ټول کال او يا هم د يوې مياشتې لمريز هجري کليز وويني او ګټه ترې پورته کړي. موږ هيله لرو چې له هېواده بهر او دننه دا کليز د لوستونکو او په ځانګړې ډول مامورينو او ليکوالانو سره د نېټې په پېژندلو کې مرسته وکړي.

د هجري لمريز کليز پاڼې لپاره دلته ټک ورکړئ.

لمريز هجري کليز د ټول افغان هرې پاڼې په بېخ کې د نيټې اړونې سره څنګ ته ليکل شوی دی چې په ټک ورکولو یې تاسو د کليز پاڼې ته ورځئ. د کليز په پاڼه کې د کليز بېل رنګ هم غوره کولای شئ او د تېرو  يا راتلونکو کلونو کليز هم کتلی شئ.

تر دې مخکې ټول افغان د نېټې اړونې خدمت هم په ليکه کړی دی چې له مخې یې هېوادوال کولای شي لمريز هجري نېټه زيږديز يا Gregorian نېټې ته او زيږديزه نېټه هجري لمريز ته واړوي.