د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپارلماني ټولټاکنوپه نوم دتیرایستونکې پروسې په هکله داسلامي امارت اعلامیه

اماره 16.09.2010 12:32

دپارلماني ټولټاکنوپه نوم دتیرایستونکې پروسې په هکله داسلامي امارت اعلامیه

ماتې خوړلي امریکایان اودهغوۍ لاسپوڅې اداره غواړي دوږي دمیاشتې په (۲۷) نیټه چې د۲۰۱۰ میلادي کال دسپتمبردمیاشتې له (۱۸) سمون خوري دپارلماني ټول ټاکنوپه نوم یوه بله ناکامه اوتیرایستونکې پروسه په کارواچوي.
ددغې امریکايي پروسې ټول مالي لګښت ،دهغې اداري تشكيلات اودهغې وروستۍ پایلې مخکې ترمخکې دامریکايي سفیر کارل ایکنبیري اوپه افغانستان کې دهغوئ دپوځي ځواکونو دمشرجنرال پیټرایوس لخوا ټاکلې شوي ،خوددې لپاره چې امریکایان افغان ولس اونړیوالوته وښیې چې دوئ په افغانستان کې په اصطلاح دافغانانو دخوښې منتخب حکومت اوپارلمان رامنځته کول غواړي نوبیاددغسې تش په نامه انتخاباتي پروسو په لاره اچول پیل کړي.
که حقیقت ته وکتل شي نوپه دغو انتخاباتي پروسو کې نه دافغانانو رأیوته اعتبارورکول کیږي اونه دامریکايي اشغال ترسیوري لاندې د دي امکان شته چې ولس دې دهغه چااستازي ته رأیه ورکړي چې په ناحقه يي ددوئ وینې بهولې او د دوئ خپلواک هیواديي اشغال کړی.
کوم کسان چې په همدغې امریکايي پروسې کې دولسي استازیو په نوم ګډون لري هغوئ دخپل ټاکنیز کمپاین په مهال له امریکايي یرغلګروڅخه دخپل ځان دساتنې وس نه لري او ټولو افغانانوولیدل چې امریکایانو په رڼا ورځ دتخارولایت داستازي په ټاکنیز کمپاین برید وکړ او تر ۱۲ زیات کسان یې تري مړه اوژوبل کړل چې خپله کاندید استازی هم دژوبل شویو په جمله کې وو.
همداشان هغه کسان چې دولسي استازیوپه نوم په اصطلاح ولسي جرګه کې شتون لري په لسګونوځله دامریکايي یرغلګرولخوا هغوئ ډبول شوي،ژوبل شوي اوددوئ په موجودیت کې ددوئ په کورونوبریدونه شوي. نوکله چې ولسي استازي (وکیلان)په خپله دیرغلکرولخوا وژل کیږي ،ډبول کیږي اوپه کورونويي بريدونه کیږي ،هغوئ به څرنګه وکولای شي چې دخپلو موکلینو لپاره دهغوژمنو په پوره کولوکې بریالي شي چې له دوئ سره يي د ټاکنیز کمپاین دترسره کولوپه مهال کړې وې .
دغه وکیلان چې ځانونه دولس استازي بولي اودټول هیواد په کچه هریو خپل انتخاباتي کمپاین له کابل څخه چلوي څرنګه به وتوانیږي چې دکامیابي په صورت کې له کابل څخه دهیواد په لیروپروتو ولایتونوکې دخپلو موکلینو ستونزې ورحل کړي .
له پورتنیو واقعیتونوڅخه دا په ډاګه مالومیږي چې نه امریکایان په واقعي توګه ددي اراده لري چې دبمونو او اورونوپه سیوري کې دي دغه ځوریدلې ولس ته داسې څه وکړي چې ددوئ دارامي اوهوسايي لامل وګرځي اونه هغه تش په نامه وکیلان کولای شي خپل دغه دعجز اوبیوسۍ په حالت کې دي دخپل ولس دهوسايي لپاره څه وکړای شي ؛ بلکې هغوئ غواړي چې ددغې نمایشي ټاکنیزي پروسې له لارې څه مادیات ترلاسه کړي ترڅو دهغې په وسیله یواځې په شخصي لحاظ دځان لپاره دعیش وعشرت ژوند برابراکړي .
تیرکال دهمدغسې یوې تیراستونکې امریکايي پروسې له لاري ولسمشریز انتخابات ترسره شول او دافغانانوپه شمول ټولې نړۍ ولیدل چې په هغه کې په کومه پیمانه درغلي او خیانتونه ترسره شول اوپه پای کې نتیجه هم دامریکايي چارواکو دمخکني ټاکلې شوې پریکړې مطابق پایته ورسیده.
اسلامي امارت تل په دې خبره صراحت کړی چې امریکایانو افغانستان اشغال کړی اوداشغال په صورت کې دداشانې پروسوعملي کول یوازي دیرغلګرو دمصالحولپاره ګټورتماميدای شي ، زموږ دهیواد او ولس لپاره ډیرترخه عواقب له ځانه سره لري اودهیواد دروانې غمیزې دلا اوږدیدولامل ګرځي .
له همدي امله اسلامي امارت خپل ټول توان په کاراچوي چې دلوي خداي په نصرت اوبیاستاسو مسلمانو هیواد والوپه مرسته ددغې تیرایستونکې پروسې په شمول دیرغلګرودټولو استعماري پلانونو دعملي کولو مخه ونسي .
له خپل مسلمان ملت څخه هم ددې غوښتنه کوي چې له دغې امریکايي پروسي سره په خپل قاطعانه پریکون سره دهغوئ ټولې اجنبي پروسې ورناکامه اوله یرغلګرو سره دخپل مقاومت اواسلامي جهاد په جاري ساتلوسره هغوئ له خپل وطن څخه شړلوته اړباسئ.
اسلامي امارت دټول هیوادپه کچه ددغې امریکايي پروسې دناکامولو اوشنډ ولولپاره مخکې ترمخکې خپل تدابیر نیولي اوهغه به ددغې نامشروعې پروسې دعملي کولو په ورځ په عملي توګه پلي کوي ،له‍ذا دهمدغې اعلامیې په وسیله له خپلو ټولوافغانانو وروڼو څخه په درناوي سره هیله کیږي چې له دغې امریکايي دسیسې څخه په ځان ساتلو سره خپل اسلامي او وطني مسؤلیت ترسره کړئ اوپه هغې کې دمشارکت په ځای له مجاهدینوسره دجهاد په مرچلونوکې مشارکت وکړئ اوخپل اشغال شوی هیواد دجهاد په وسیله له کافرانو ازاد اوبیاپه هغه کې داسلامي حاکمیت په نافذولوسره دخپل ولس لپاره مصدردخدمت وګرځئ.
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت