د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په تخار كې د پښتنو د انتخاباتو مركزونه وتړل شول

تخاری 16.09.2010 09:56

په تخار ولايت كې د پښتنو، تاجكو او نورو قومونو په پرتله د اوزبكو شمير زيات دى، په دغه ولايت كې دوي په هر ډول حاكم دي، هغه پښتانه چې دوه كاله وړاندې خپلوسيمو ته راستانه شوي وو اوس هم په همغه شړيدلي زندان كې شپې سبا كوي، د هغوي غږ په پارلمان او نورو دولتي ادارو كې هيچا هم وانه وريده، دغه خړ پړ پښتانه خو يو ځل د ژوند له عظيم سهولت سرپناه او زراعتي ځمكو څخه بې برخې شول او هغه ترې زورورو واخيستې خو داځل يې ترې الله وركړې حق (( رايه )) هم واخيسته.

نن د تخار ولايت كې له يوې جلسې وروسته چې ټولو چارواكو په كې ګډون درلوده، فيصله وكړه چې د تخار په درقد، ينګي قلعه، خواجه بهاوالدين، او خواجه غار كې به د انتخاباتو مركزونه نه پرانستل كيږي، چارواكو په ښكاره سره ددغو مركزونو تړل امنيتي ستونزه وبلله خو په اصل كې پلان بل څه دى.

د تخار اوسيدونكو په تيرو پارلماني ټاكنو كې يوازې يو تن خپل استازى پارلمان ته ليږلې و چې كله ناكله به يې دخپلو خوارو وروڼو غږ پورته كاوه، داځل دغه زورواكي غواړي چې ددغه ځوان خوله هم وتړي، او هيڅوك ونه لري چې ددوي په طرفدارۍ غږ اوچت كړي.
د تخار زورورواو د ټلوالې غړو ي

شمير خرڅو شوو پښتنو ته په زرګونو ډالر وركړل، چې ځانونه كانديد كړي په تخار كې كم شمير پښتانه دي، كه له دوي څخه زيات كسان كانديد شي رايي تقسميږي او په نتيجه كې پارلمان ته هيڅ كانديد نه شي استولى، له يوې خوا يې په زياته اندازه پښتانه د پيسو په زور كانديد كړي او له بله پلوه يې پرې زور اچولې چې كانديد شي او كنه انجام به يې بدوي.

د ولايت د پريكړې سره سم په يادو سيمو كې ديارلس د رايو مركزونه تړل كيږي چې ددغې سيمې غوڅ اكثريت پښتانه دي، چارواكي وايي چې دوي فكر كوي چې د انتخاباتو په ورځ په دغو سيموكې ناامني رامينځ ته شي، تر اوسه خبره د(( فكركوي )) ده يعنې مطمين هم نه دي خو فيصله يې كړې چې ددې غټ علت همدغه دى. په تخار كې كه پنځه تنه د دولت مخالفين پښتانه وي نو سل تنه بيا اوزبك دي دا چې ولې د اوزبك ميشتو سيمو د رايو مركزونه نه تړل كيږي دا پريكړه د تخار څو زورور كوي.

خو د سيمې پښتانه ورته ډاډ وركوي چې دوي په هر صورت چې كيږي خپلې رايي استعمالوي او دوي ته بايد دغه مركزونه پرانيستل شي.

په شمالي او شمال ختيځو ولايتونو كې واقعا دا يو لوبه راوانه ده چې چپيان كوښښ كوي چې له پښتنو څخه زيات كانديدان ودريږي او په نتيجه كې رايي تقسيم شي او پارلمان ته يې هيڅوك او ياهم په كمه اندازه استازي لار پيدا كړي، ددوي ددغه پلان پر مخ وړونكى د تيرو جمهوري رياست ناكام كانديد دى.

زما خو نور وس نه رسيده يوازې په دې مې اكتفا وكړه چې دغه ليك تر تاسو درورسوم، خو يوه يادونه كوم او هغه دا چې ددغه پلان مخكې وړونكې د كرزي لالا دولت دى او دده واليان په دغه منحوس پلان كې ډير ستر لاس لري، په كندوز كې يې په يو شمير پښتنو كانديدانو پسې ناروا تبليغات پيل كړي دي.