د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ازمون ته رايه سمون ته رايه ده!

وليد احسان 15.09.2010 16:47

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دننګرهار پتمن اوغيرتي وسله.درنو فرهنګيانو او دقلم خاوندانو او ټوپو هغو ورونو چې په افغانستان کې دزورواکۍ دپاې هيله لرئ
تاسو پوهيږئ چې دولسي جرګې ټاکنې په پنځو کالو کې يو ځل تر سره کيږي  په تيرو ټاکنو کې چې هرڅه وشو سر به پرې نه خوږوو ځکه په تللو اوبو پسې يوم اخيستل نه دي په کار!
اوس تاسو ته دا چانس يو ځل بيا په لاس درغلى که غواړئ چې دظالمانو له شره خلاص شئ.که غواړۍ چې دڅو کسانو او کورنيو پر ځاې قانون پر ټولنه واکمن شي،که غواړۍ چې دواکمن نظام دمصلحتونو مخه ونيول شي،که غواړئ چې دشمالي ټلوالې دلنډه غرو سره فکري مبارزه وشي،که غواړئ چې دبهرنيو قواو دشتون مسله ديو ميکانيزم لاندې راشي،که غواړۍ چې دفساد او خيانت مخه ونيول شي،که غواړئ چې معارف په ټول هيواد کې په متوازن او برابر ډول پرمختګ وکړي،که غواړۍ چې په هيواد کې زوړ او له باوره وليدلى روغتيايي نظام پر ځاې دنوي دور روغتيايي نظام رامنځته شي،که غواړئ چې دولتي څوکئ دروابطو پر ځاې دضوابطو له مخې وويشل شي نو.
دکابل پوهنتون استاد شاعر،ليکوال،ژورنالستاو دهر چا په درد خوړوونکي پوهنمل لال پاچا ازمون ته رايه ورکړئ ځکه چې
- ازمون ته رايه سمون ته رايه ده.
-ازمون ته رايه بدلون ته رايه ده.
-ازمون ته رايه دپښتو ژبې بډاينې او پرمختګ ته رايه ده.
-ازمون ته رايه دټوپک واکمنۍ ت دپاې ته رسيدو رايه ده.
- ازمون ته رايه دپښتو دسپيڅلي کلتور پرمختګ ته رايه ده.
- ازمون ته رايه پر ټولو دپښتون  اکثريت دمنلو رايه ده.
- ازمون ته رايه دځوانو استعدادنو غوړيدا ته دلارې پرانستو رايه ده.
- او ازمون ته رايه داسلام دسپيڅلي دين پر وړاندې دتوطئو و دسيسو دمخنيوي رايه ده
په ياد مو وي چې دوږي دمياشتې پر اوه ويشتمه دشنبې په ورځ دسولې سمبول سپينې کوترې او (٨٥) شميرې ته رايه ورکړئ هم يې پر دې دونيا او هم پر هغې دواړو اجر شته.