د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عبدالغفار پوپل سره همغږي

خالد لیکوال 15.09.2010 11:37

د بینوا ویب پاڼې پر مخ مې د عبدالغفار پوپل ورور لیکنه ( کامه وال ته مخه ورکړئ چې ولسې جرګې ته ځي ) ولوسته ښه موضوع یې رابرسیره کړې وه او د زړه درد یې له مونږ لوستونکو سره شریک کړی وو خو خفه په دې شوم چی پوپل ورور د مشت نمونه خروار په توګه زمونږ شریف جان مثال ورکړی وو زما د خفګان وجه دا وه چې شریف جان د ځان سره کامه وال لیکلی ، کامه په یوه وخت کی د علمي ، سیاسي ، روحاني او فرهنګي شخصیتونو د نامه سره لیکل کیده خو اوس د احسان الله جان او شریف الله جان د نامه سره لیکل کیږي.

خیر دی دوئ هم کامې ته منسوب دې او اوس دا متل د اعتباره لویدلی چې خلکو به ویلو (یو ځان شرمئ او یو قام شرمئ)

خفګان می ژر ځکه راکم شو چې پوپل صاحب یواځې د شریف جان بیسوادۍ ته اشاره کړې او د نورو نیمګړتیاوو څخه یې ندی خبر، شریف جان ډیرې اجتماعي او تخنیکي نیمګړتیاوې نورې هم لري ښه دی چې هغه رابرسیره نه شوې ګوندې ټول کامه وال خو څه چې ننګرهاریان به هم خفه شوي وائ.

 پوپله وروره ! زه لکه ستا - او - ما او تا لکه د میلونونو نورو ویښو افغانو په څیر له همدې درده ځوریږو، چې څنګه  شریف جان او د هغه په شان تر دوو زرو پورته شمیر کسانو د قانون جوړونکې او قانون څارونکې ادارې غړیتوب ته ځانونه نومولي دي .

خو خبره اصلاً په پوهه او د شخصیت په درنښت کی نه ده شریف جان او حاجي امیرخان دواړه د ننګرهار د ګمرک په پیسو مست دي او د ننګرهار د ګمرک رئیس صاحب کولی شي چې شریف جان او امیر جان ته په شورای کې د چوکۍ د قواله کولو تر څنګ د ځینو لوړپوړو چارواکو د خوشحالۍ لپاره په کابل او ننګرهار کې د څو نورو نوماندانو د انتخاباتي لګښتونو پیټی هم ور سپک کړي .