د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وکالت کوي که د کال موډله ده؟!

ډاکټر محسن هوتک 15.09.2010 11:30

له څو مياشتو راهيسې د پلازمينې او نورو ولايتونو استوګن د ولسې جرګې د نوماندانو او يا کانديدانو له تصويرونو سره آشنا شوي دي، د هر کانديد تصوير هرې خوا ځړول شوی د کورونو پر ديوالونو، ونو، د برق پر ستونو او ځينو خو څانګړې چوکاټونه لګولې خپل عکسونه او شعارونه يې نندارې ته وړاندې کړي، څلور لارې خو څه کوې فرعې کوڅې هم ترې پاتې ندي.... په وضعي قوانينو کې او بيا د ټاکنو په قانون کې د هر کانديد حق ده او د نړی په هر هيواد کې چې کله ټاکنې وي نو کانديدان خپل تصويرونه او شعارونه خپلو خلکو ته وړاندې کوي او خپل ځانونه ورپيژني. هلته هر کانديد کوښښ کوې چې خپلې کړنې او خپلې زده کړې خلکو ته وښيې او تر ډيره حده زيار کاږې چې خپل موکلين قانع کړې او هغو ته داسې وښايې چې زه به ستاسو په چوپړ کې يم او هر هغه څه به کوم چې ستاسو د دين، کلتور او هيواد په ګټه وي.

خو!! دلته بله کانه روانه ده!! هر څه په بله خوا روان دي!! هر نوماند او يا کانديد تر خپله وڅه زيار ايستلی او کوښښ کوي چې خپل هدف تر لاسه کړي!! دلته د ښو کړنو او يا تحصيلاتو وړاندې کولو پر ځای يې داسې تصويرونه ځړولي چې د ليدلو پر وخت د هر ليدونکې سره پوښتنه پيدا کيږي، چې دا وکالت ته ولاړ ده او که غواړې د کال موډله/موډل شي؟؟!! د څو تنو خو داسې عکسونه دي چې د فلمونو له ستورو سره يې ډير کم توپير کيږی... پدې کار سره غواړې د خلکو او په څانګړي توګه د ځوانانو رايه خپله کړي.... خو هر هغه کس چې خپله رايه کاروي بايد تر کانديدانو ډير کوښښ او هڅه وکړي چې خپله رايه په ځای او مناسب کانديد ته ورکړي د خلکو تصويرونو او سپينو مخونو ته ونګوري!! دا خبره مې ځکه وکړه چې د ولايتې شورا د ټاکنو پر مهال مې له يوه ځوان څخه همدغه خبره واوريده چې زه فلانۍ ته رايه ورکوم ځکه ښايسته ده او ښکلي تصويرونه يې ځړولي!! نو اوس د هر موکل مسوليت ده چې خپله رايه څنګه او چاته ورکوي او دا خبره هم بايد له پامه ونه غورځول شي چې دغه شان تصويرونه ولې ځړول کيږي؟! او موخه ترې څه ده؟!

اصلاْ بايد فکر وکړو چې دلته د تصويرونو کوم نندارتون ده او که څنګه؟! پدې کې ډيرې نورې خبرې نغښتې دي هغه هم د بي حجابه تصويرونو رايستل او خلکو ته ذهنيت ورکول چې هر څوک کولای شي خپل تصويرونه که هغه د حجاب سره وي او يا بي حجابه، وځړوي!! د تلويزوني ډرامو څخه رانيولې بيا راډيوي خپرونې چې پيغلې او ځوانان ورته زنګونه وهی او ډيرو کسانو په کښې خپل، خپل ګروپونه جوړ کړي او يو له بل سره رابطې نيسې!! په هر صورت نن سبا خبره د ټاکنو ده کچيرې رايه ورکوی نو خپل مسوليت او رسالت هير نکړی.