د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عبدالغفار پوپل سره همغږي

خالد لیکوال 15.09.2010 00:26

د بینوا ویب پاڼې پر مخ مې د عبدالغفار پوپل ورور لیکنه ( کامه وال ته مخه ورکړئ چې ولسې جرګې ته ځي ) ولوسته ښه موضوع یې رابرسیره کړې وه او د زړه درد یې له مونږ لوستونکو سره شریک کړی وو خو خفه په دې شوم چی پوپل ورور د مشت نمونه خروار په توګه زمونږ شریف جان مثال ورکړی وو زما د خفګان وجه دا وه چې شریف جان د ځان سره کامه وال لیکلی ، کامه په یوه وخت کی د علمي ، سیاسي ، روحاني او فرهنګي شخصیتونو د نامه سره لیکل کیده خو اوس د احسان الله جان او شریف الله جان د نامه سره لیکل کیږي.

خیر دی دوئ هم کامې ته منسوب دې او اوس دا متل د اعتباره لویدلی چې خلکو به ویلو (یو ځان شرمئ او یو قام شرمئ)

خفګان می ژر ځکه راکم شو چې پوپل صاحب یواځې د شریف جان بیسوادۍ ته اشاره کړې او د نورو نیمګړتیاوو څخه یې ندی خبر، شریف جان ډیرې اجتماعي او تخنیکي نیمګړتیاوې نورې هم لري ښه دی چې هغه رابرسیره نه شوې ګوندې ټول کامه وال خو څه چې ننګرهاریان به هم خفه شوي وائ.

 پوپله وروره ! زه لکه ستا - او - ما او تا لکه د میلونونو نورو ویښو افغانو په څیر له همدې درده ځوریږو، چې څنګه  شریف جان او د هغه په شان تر دوو زرو پورته شمیر کسانو د قانون جوړونکې او قانون څارونکې ادارې غړیتوب ته ځانونه نومولي دي .

خو خبره اصلاً په پوهه او د شخصیت په درنښت کی نه ده شریف جان او حاجي امیرخان دواړه د ننګرهار د ګمرک په پیسو مست دي او د ننګرهار د ګمرک رئیس صاحب کولی شي چې شریف جان او امیر جان ته په شورای کې د چوکۍ د قواله کولو تر څنګ د ځینو لوړپوړو چارواکو د خوشحالۍ لپاره په کابل او ننګرهار کې د څو نورو نوماندانو د انتخاباتي لګښتونو پیټی هم ور سپک کړي .د ولسي جرګې اولنۍ دورې وښوده چی هلته پوهې، علمیت ، شخصیت ، او سیاسي اګاهۍ ته ضرورت نه شته فقط او فقط معامله ګرۍ ته اړتیا ده او چا چې په دې مجال کې خپله تجربه زیاته لیده میدان ته یې را دنګلي دې.

د اولنۍ دورې وکیل صاحبانو زاړه کورونه نوي کړه او نوې نمري یې هم تر لاسه کړې ، د موټرو تعداد هم د یوه نه زیات شو ، په جیبونو کې یې کرنسي هم درې قسمه شوه ، هلکان هم د خدای فضل دی کشران د خارجي بورسونو په کانکور کې کامیاب او خارج ته ورسول شول او مشران په ښو ښو وظیفو ( دپیسو په ورخونو کې ) مقرر شول پخپله وکیل صاحب هم د قانوني مصئونیت نه په استفاده هر څه چې غواړي کولی شي، نو دې خوند ته به د چا پلار .......... ټینګه کړي.

د شریف جان او امیر جان په هکله خو زه ددې خبرې عنداللهي شاهدي وایم چي د پیسو محتاج نه دي ځکه چې د دوۍ لالا د ګمرک رئیس صاحب په کابل کی څو وزارت خانې په خپلو (حلالو) پیسو چلوي او ان تر دې چې د لوړ مقام تر ډیرې نژدې کړۍ پورې یی تعلقات حسنه دي، خو کوم شی چې د دوی لپاره مهم دی هغه د رسمي باډي ګارډانو او کش و فش تر څنګ د افغانستان د نیمګړی قانون ، قانوني مصئونیت دی چې سړی او نه سړی ګوري نه خو ورکوي یې.     

بله خبره داده چې که کله خدای مه کړه ددوۍ د حلالی روزۍ منبع ( دننګرهار ګمرک ) د بل چا لاس ته ورځي او یا هم په خوب کی کله  د ګمرک رئیس  صاحب د افغانستان بانک ( ننګرهار څانګه ) د رئیس شهزاده مظلوم یار په شان د قانون منګلو ته لویږي نو بیا باید د وزیرانو د شورا د یو څو غړو تر څنګ په پارلمان کې هم څو کسان وي چې د رئیس صاحب د امانتدارۍ ، وطنپالنې او ورسپارل شوې دنده کې د اخلاص شاهدي ووایې.

او یوه وروستۍ او وړه خبره بله هم ده چې هغه د عصمت قانع صاحب د شعر په استناد په پارلمان کې د حورو سره د غومبر چانس هم میسر دی او ددې غومبر اولنۍ کړۍ د شمشاد تلویزون شریف جان ته برابره کړې وه.