د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوې ټولپوښتنه: لروبر افغان دا مهال يو مشر نه لري، د دې مشرۍ لپاره څوک غوره دی؟

ټول افغان 13.09.2010 11:25

يادونه: دا ټولپوښتنه اوس بنده شوې ده. پايله یې دلته کتلای شئ.

په لروبر افغانستان کې دا مهال افغانان (د لوی افغانستان ټول وګړي) يو مشر نه لري او د شنونکو په باور دا مهال افغانان د مشرۍ د بحران سره مخ دي چې په يو ټغر یې راغونډ کړي. په ازاد افغانستان کې هم ډېر کسان د مشرۍ دعوه ګير دي او دولت او مخالفين په وسلواله جګړه کې ښکېل دي چې ولس یې د وير په ټغر کېنولی، فصل یې ورتباره کړی، کور یې ور وران کړی، او د بهرنيانو په لمن کې يې ورغورځولی. په محکوم افغانستان کې هم ټول افغان د غلامۍ په ټغر ناست دی، په اتفاق نه دی، او په بېلابېلو ملتپالو او غير ملي ګوندونو کې کې ويشل شوی دی.

د ډېرو په باور لروبر افغان ولس دا مهال يو او پياوړي مشرتابه ته اړتيا لري چې له دې سياسي، امني، اقتصادي، او ټولنيز بحران څخه یې وباسي او ټول افغان په يو ټغر راغونډ کړي.

ټول افغان ټکی کام په دې موخه يوه ټولپوښتنه په ليکه کړې ده چې ستاسو درنو لوستونکو نظر واخلي چې دا مهال څوک د دې دروند قام او ولس د مشرۍ لپاره غوره دی. البته يواځې مو په سياست کې د مطرحو کسانو نومونه په ټولپوښتنه کې شامل کړي دي چې په لاندې ډول دي:

حامد کرزی (د افغانستان ولسمشر) Karzai
محمود خان اڅکزی (د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر) Mahmoud_khan
اسفنديار ولي خان (د عوامي ملي ګوند مشر) Asfandyar_wali220
ډاکتر فاروق اعظم (دا مهال د افغانانو ترمنځ د تفاهم د راوستلو د يوې ټولنې مشر) 20129_npadvhover
ملا محمد عمر (د طالبانو مشر) Al1
مولانا فضل رحمان (د جمعيت علمای اسلام د ګوند مشر) 425_event
ګلبدين حکمتيار (د حزب اسلامي مشر) ګ
برهان الدين رباني ( د جمعيت اسلامي مشر) رباني
يو هم نه (که چېرته ستاسو د خوښې کانديد په کې نه وي د تبصرو په کړکۍ کې يې ياد کړئ)  

په دې ټولپوښتنه کې د برخې اخيستلو لپاره د هرې پاڼې کيڼ خوا ته لاندې برخه کې رايه ورکولای شئ او همدا راز د دې ټولپوښتنې په پاڼه خپله رايه کارولای شئ.