د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یتیم او اختر

شیرین اغا جهانګیر 10.09.2010 08:24

د کلي په ټولو کوڅو کې ماشومانو شور ماشور جوړ کړی وو. هرې خواته د پټاقیو غږونه اورېدل کېده. د پټاقیو له سوو باروتو د اختر بوي راښته. په کوڅه کې د هټیو مخې ته ماشومان راټول شوي وو. د هر چا نوې جامې په تن وې. نن له هر وخته زیات د هټیوالو بازار ګرم وو. ژاولې خو بیخي ډېرې ښې خرڅېدې. هرې نجلۍ په مخ ښه ډېر سورخي او سفیده وهلې وې. وړو نجونو به خپلو همزولو ته خپلې شونډې ور وړاندې کړې او خپل لب شیرینونه به يې ورته ور ښودل. د هلکانو ډلې هم جوړې وې. هیچا په خپلو نوو څپلیو ګردونه نه پرېښوده. ځنیو خپل دسمالونه په اوږو اچولي وو او لاسونه يې جبونو ته ننه ایستې وې.
وړه نجلۍ د خپل کوچني ورور لاس نیولی وو. دواړه په کوڅه کې روان ول او نورو ماشومانو ته يې حېران حېران کتل. کله کله به وړې نجلۍ خپلو جامو ته وکاته. بیا به يې د نورو نجونو جامو ته ور وکاته. په څهره کې يې مایوسي له ورایه ښکارېده. خپل پام به يې غلط کړ. خپل کوچني ورور ته به يې غږ وکړ:
- هله زر زر راشه. ناوخته کیږي. خپلې لارې ته ګوره!
هر چا به ددغه دواړو زړو جامو ته کتل. ځني خو به ورنږدې شو، ددوي زړو جامو ته ځیر ځیر ورکتل. له مسخرو ډکه مسکا به يې پرې وکړه. خو دوي دواړو به ورته ښکته پورته وکاته او په خپله مخه تلل.
هره شېبه به يې کوچنی ورور په هټیو سترګې ګنډلې، خور به يې بیا د هغه پام په بله واړولو. دواړه خپل ګاک هټېوال ته ورسېدل. د هټې د جالۍ ترشا ودریدل. داسې ښکارېده چې نوبت ته به انتظار ول. غږ يې له خولې نه راوته. یو ته او بل ته به يې وکاته. د نور ماشومانو جامو ته، څپلیو او څپلکو ته. چا نوبت نه ورکاوه. هر چا به ډیکه ورکړه او ورته به يې ویل چې وروسته شه.
کله کله به يې کوچني ورور د خپلې خور د لاس ګوتو ته زور ورکړ. هغې به ورته وکاته. پوښتنه به يې ځني وکړه:
- څه دي؟
- هغه هلک وګوره! څومره ښکلی واسکټ يې اغوستی! دا واسکټ به په څو روپو ده ته پلار اخستی وي؟
خور به يې بیا پرې په غوصه شوه:
- سل ځله مې درته ویلي چې د چا جامو ته مه ګوره! سړی وږی ښکاري.
مګر د هلک زړه چېرته صبر کاوه. خپلو زړو او شلیدو جامو او څپلکو ته به يې وکاته. په مایوس انداز به يې ګرچاپېره وکاته، او بیا به يې خپلې خور ته وویل:
- ورته ووایه! ناوخته کیږي. زه وږی یم. ځه چې کورته ځو!
نجلۍ به ورو شانتې مخ ته شوه او بیا به ودرېده. غوښتل يې هټیوال ته څه ووايي، مګر خولې ته يې خبره نه راتله. په هټیوال دومره بیروبار وو چې دوي ته يې هیڅ پام نه کېدو. نجلې به غوښتل چې مخ ته شي، مګر ماشومانو به ټیله او ټمبه جوړه کړه. هغه به بېرته شاته شوه. داځل نو نجلۍ سل زړونه یو کړ او ور مخ ته شوه. خپل دواړو غاړو ته ولاړو ماشومانو ته يې وکاته او په هټیوال يې په ورو آواز غږ وکړ:
- ماما! مور مې... مور مې وايي نن هم مونږ ته لږې غټې وریجې په قرض...
نجلۍ لا خپله خبره نه وه خلاصه کړې چې دوکاندار پرې بړچ وواهه:
- یو خو لتاسو نه نه خلاصیږو. دا د اختر ورځ وګوره او ستاسو قرض غوښتل وګوره! پخواني هم درباندې ډېرې پیسې پاتي دي. زه نه پوهیږم چې تاسې به هغه څنګه خلاصې کړې چې اوس لا پسې نور هم غواړئ! پلار مو هم ژوندی ندی چې بیا يې راته راکړي.
د ماشومې مخ له شرمه تک سور شو. اوتر اوتر يې خپل څنګ ته ولاړو خلکو ته وکاته او بېرته د کور په طرف روان شو.

لیکوال: شیرین اغا جهانګیر
۱۹ سنبله ۱۳۸۹
۱۰ سپټمبر ۲۰۱۰ میلادي
2:45 AM
د صفا راډیو اداره، جلال آباد