د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغه په هغه شان مې ډېريادېږي!

انجينيرهمت الله امين زی 08.09.2010 18:51

کله چې داسلام سپېڅلى دين دنړۍ هرګوټ ته ورسېد،داسلام سترناجي حضرت محمد(ص) په رسالت ټول انسانان تريوه بيرغ لاندې ټول شول دنوروباطلوکارونو دمخنيوي په څنګ کې دمجوسيانوجشنونه اواخترونه هم باطل وګڼل شول اودهغوټولو ورځولمانځنه منع اعلان شوه چې داسلام له دين سره يې سمون نه درلود، ددغوجشنونوپه بدل کې پاک رب موږته دوياړډک دوه اخترونه راپه برخه کړل چې يويې دروژې دمبارکې مياشتې په پاى کې کوچينى اختردى چې دروژې داخترپه نامه سره يادېږي.

له اسلام څخه مخکې قومونواودنړۍ دګوټ ګوټ وګړودوديزوجشنونه درلودل،چې په دغوورځوکې به يې خوشحالي کولې،ميله ځايونوته به تلل،په زيارتونوکې به يې شمعې لګولې اوداسې نور.... له دغوجشنونونوڅخه کولاى شودسدې دجشن، دنوروزجشن .دمهرګان دجشن اوداسې نوروجشنونوڅخه يادونه وکړو.

دولس اندونه،دټولنې انځورونه،دمينې رازونه اودژوندرمزونه ټول داخترله خوښيوڅخه په ډګوورځوکې لمانځل کېږي،اخترونوته ځانګړي متلونه اولنډۍ اونورفلکلورروايات شته چې داسې يې يادونه کولاى شو:

متل دى چې وايي:

اخترچې تيرشونکريزي په ديوال دتپه.

اوياهم لنډۍ دي چې يودوه يې دلته راوړو:

پيزوانه خانده هوسېږه

سبااختردى پاس په شونډوبه دې وړينه

ياداچې:

اخترپه ټوکوټوکوراغى

نه کې اوږۍ شته نه دغاړې تاوېزونه

سيميزدودونه داسې دي چې داخترونواودخوښيوپه نوروورځوکې خلک ځينې رواجونه لري،چې په پښتنوسيموکې دکوژدنوکورنيوداسې دود دى چې دزوم کورنۍ دناوې کورنۍ ته داختردجوړې په نامه جامې اونورې ميوې وروړي چې پخوانى اوپلرنى ميراث يې بولي:

اخترپه منډومنډوراغى

ورکړې نجونې دجوړې په تمه وينه

ياداچې:

اخترپه ورځ دې ځان سينګارکړ

څه دې په زړه دي چې ډاډه وهې ټالونه

خوشته ناخوالي ناامنۍ،کورنۍ اوسيميزتاوتريخوالى اونورهغه څيزونه دي چې په اخترکې يې هم له ياده وېستل اسانه کارنه دى.

خلک اخترته ځان سينګارکړي

زه په بڼوويشتلى زړه ټکورومه

اوياداچې:

په بډايانوبه اختروي

موږغريبانوکچالان پخ کړي دينه

اختر

هغه اختراوخوشالي رايادشې
زماخوهغه اخترډېريادېږي
هغه پخوااوهغه ښکلی اختر
 
لاس په نکريځواوجامې موښکلې
هادروژې اوهغه لوي اختر
چې دې اناکورته به ورغللو
چې په سرونوبه يې ښکل کړلوموږ
هوزماهغه اخترډېرياديږي
هادهګيواوچارماغواختر
هغه په هغه شان مې ډيرياديږي

داخترورځ وه چې سهاربه وو لا

کلي کې کورپه کور روان به ووټول

يوه به نازکاوه هګۍ غواړمه

هابل به ويل چې زه دې هم هيرنه شم

نن داخترخوښۍ غمونيولې

زموږيې سيموپښتنونيولې

ډېرتفاوت دى دپرون اودې نن

خو!

هغه په هغه شان مې ډېريادېږي