د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دنوري دوژنې دغندې غونډه

فاروق جان منګل 08.09.2010 13:57

دخوست ژورناليستانواوخبريالانود يوې درنې غونډې په ترڅ کې دافغانستان دملي راډيو تلويزيون دوياند اوليکوال سيد حامد نوري بې رحمانه وژنه په سختو ټکوکې وغندله او له مسوولو امنيتي ارګانونوڅخه يې وغوښتل ،چې دنوموړې پيښې عاملين معلوم اودقانون منګولوته وسپاري.

نوموړې غونډه ،چې دخوست ټولنيزمرکز (ميديوتيک) دميډياهاوس دڅانګې لخوا رابلل شوې وه ،پکې دمحلي ،ملي اونړيوالې ميډيا ګڼو ژورناليستانواودمدني ټولنې يوشمېر فعالينوبرخه اخيستې وه .

غونډه دشفيق الله لخوا دپاک قران دمبارکو اياتونوپه تلاوت سره پيل شوه ، وروسته دميډياهاوس مسوول فاروق جان منګل دناستې موخې اوهدفونه په ډاګه کړل.

نوموړي په خپلو خبروکې پرپيښه دسختې خواشينۍ دڅرګندولوترڅنګ په مسوولو امنيتي ارګانونوغږوکړ ،چې دپيښې عاملين دې ونيسي اودخلکو دعبرت لپاره دې په عامه محضر کې محاکمې ته وسپارل شي .

ورپسې دخوست ټولنيز مرکز مشر نجيب الله الوخېل په خپلو خبروکې دښاغلي نوري وژنه په افغانستان کې پرځوانه ډيموکراسۍ ،دمطبوعاتو اودبيان پرازادۍ او پرنورو مدني اوبشري حقونوباندې يو ناځوانمردانه بريد وباله او يادونه يې وکړه ،چې داډول پيښې دمطبوعاتو فعالين له خپلو دندو ناهيلي کوي اوبلاخره دمطبوعاتو اوبيان دځوانې ازادۍ حلقه راتنګوي ،چې په دې سره افغانان يو لوی بشري ارزښت له لاسه ورکوي .

ده هم په خپلو خبروکې پرافغان دولت غږ وکړ ،چې پيښې ته دې رسيدګي وکړي او دې پيښې عاملين دې دعلني محکمې ميزته راکش شي.

وروسته په وارسره دژورناليستان دخپلواکې اتحاديې مشر امير بهير، سياستوال اود چارو شنونکی عزيزالله ځلاند ، استاد اسدالله تڼي اويوشمېر نوروويناوالودموضوع په تړاو څرګندونې وکړې او نوموړې پيښه يې ټولوژورناليستانواوخبريالانولپاره خواشينونکي وښوده .

دغونډې په پای کې دګډونوالولخوا پنځه ماده ييز پريکړه ليک تصويب شو ،چې پکې دپيښې کلکه غندنه شوې ، دمرحومي کورنۍته دډاډګيرنې اوتسليت مراتب وړاندې شوي اوهم له اړوندو ارګانونوڅخه دقضيې دجدي تحقيق اوپلټنې غوښتنه شوې ده .

داپه داسې حال کې ده ،چې څو ځلې وړاندې هم دجګړې دښکيلوخواوو او ځينو پټو اومرموزو پيښو په پايله کې ژورناليستان وژل شوي اوتهديد شوي دي ،چې دپيښو جدي پلټنه او پيګيري نده شوې .