د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په كليواوبانډوكې اختريز دودونه اورواجونه

انجينيرهمت الله امين زی 08.09.2010 02:41

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

کله چې داسلام سپېڅلى دين دنړۍ ترګوټ،ګوټ ورسېد،داسلام اوبشريت سترناجي حضرت محمد (ص) په رسالت ټول مسلمانان تريوه بيرغ لاندې ټول شول دنوروباطلوکارونو دمخنيوي په څنګ کې دمجوسيانوجشنونه اواخترونه هم باطل وګڼل شول اودهغوټولو ورځولمانځنه منع اعلان شوه چې داسلام له دين سره يې سمون نه درلود.

ددغوجشنونوپه بدل کې پاک رب موږته دوياړډک دوه اخترونه راپه برخه کړل چې يويې دروژې دمبارکې مياشتې په پاى کې کوچينى اختردى چې دروژې داخترپه نامه سره يادېږي.

له اسلام څخه مخکې قومونواودنړۍ دګوټ ګوټ وګړودوديزوجشنونه درلودل،چې په دغوورځوکې به يې خوشحالي کولې،ميله ځايونوته به تلل،په زيارتونوکې به يې شمعې لګولې اوداسې نور... له دغوجشنونونوڅخه کولاى شودسدې دجشن، دنوروزجشن .دمهرګان دجشن اوداسې نوروجشنونوڅخه يادونه وکړو.

په كليوكې داختررواجونه په برخه كې دبېلګې په توكه دميدان وردګوپه ولايت كې په کليوكې داخترونود وداو رواجونه ډير په زړه پورې دى، کلي وال به د اختر په ورځ كې تفريحي پروګرامونه  درلودل، هلکانو ته به يې موراوپلارنوې  جامې رانيولې چې داخترپه سهاربه هرچاخپلې نوې جامې اغوستلې اودکور دمشرانو سره داختردلمانځه لپاره مسجد ته تلل،کله چې به داخترلمونځ وشو،نوداختردمبارکۍ لپاره دخپلوخپلوانو اودوستانوکورنوته تلل اوهلته به يې داخترمباركۍ کولې.

عادتاًكشران به دمشرانوليدلوته ديوه بل كورته ورتلل،او هلته به بيادمشرانوله لوري په كشرانوشفقت او مهرباني كيده ، دهغوي به ناز اخيسته كيده اومشرانوبه بياداختري په نامه څوروپۍ او ډېرى به په كورنيو كې ماشانولپاره چهارمغز (چارماغ) تياروه او دابه يې ورته وركول ، چې په دې كې به هم لږ غوندې نازوليو دهګۍ غوښتنه كوله او دهګيو وركول هم داختري وركول په نامه په كليوكې يوډېرښه دستور له پخوانه پاتې وه چې لااوس هم ژوندى دى او دغه څه اوس هم شته .

له اخترڅخه تل ديوې خوشحاله مېلې په توګه هركلى كيده او په دې ورځوكې به دشخړې او خفګان مسّله اصلامطرح نه وه ، او هڅه به كېده چې حتي يوبل ته دبل ژرمباركي ووايي او ددغې ورځې درناوى وكړي .

په اخترونوكې دميدان وردګوولايت په مختلفوساحوكې لکه،جلريز،نرخ،ميدان ښار،سيدآباد،جغتواو جلګې په ولسواليو كې  په زړه پورې پروګرامونه اوميلې جوړيدلې، چې هلکان به دخپلو مشرانو سره ميلې ته تلل اورنګ شوې هګې به يې سره جنګولې اودکورلپاره به يې ماهي، ځلوبۍ،کجورې،وچې اوتازه ميوې او نورخوندورخوراكي ټوکي داختر دمباركۍ لپاره کورته له ځانه سره  وړل .

داخترپه ورځوكې په كليواليوسيمواوپه ځانكړې توګه په يادوسيموكې به داخترپه مناسبت ډوډۍ ګانې كېدى او په همدې ورځو كې به دويش په ډول يوه غرمه څوكورينودډوډۍ لپاره امادګي نيوله او نور په دهغو په كورونوباندې وېشل كېدل او په همدې توګه بيابه يې بيګاته دنوروڅوكورنيودډوډۍ پار يا(نوبت) ؤ او دغه راز به دغه درې څلور ورځې په همدې ډول غزېدلې او ټول به سره داسې دخوشحاليوپه مجلسونوكې سره ليدل كېدل .

كه څه هم دغه لړۍ اوس هم ژوندۍ پاتې ده، اوس هم دغه درناوى په همدې ګچه دى خوپه هېوادكې وروستيوناخوالو او اوسنيو ځينو نادودودغه خوښۍ لږ څه ډېره په ناورين اړولې ده ، او ډېرې كورنۍ دغم دتغركوړبنې دي خو په هره ماناخوښي او غم دواړه دورزنيز ژوندانه له غوښتنوڅخه دي ، دغم پرمهال غم او دخوښيو او پرمهال بياخوښي او خوشحاله او په ټولنه كې يې ارزښت ددپخواپه څېر له اوسنيو غوښتنوڅخه بللى شو.

په دې هيله چې دولت اوله دولت سره مرور هېوادوال  هم داختر مباركې ورځې له خپلو درنوكورنيو سره په خوښيواوسوله منه فضاكې ونمانځي . اوپه دغومباركو ورځوكې دجنګ اوجګړواو وينوله تويولوڅخه ډډه وكړل شي، اوبيا دغې سوله ايزې لړۍ ته يوه دايمي بڼه وركړل  شي.

په پاى كې له هغو شتمنو هېوادوالو  څخه هيله لرو  چې پدې مباركو ورځوكې دهغوماشومانو په سر د مهربانۍ لاسونه تير كړي  چې دجګړواوتېروناخوالو په موده اوپه دوره كې يې پلرونه اومشران له لاسه وركړي  اوديتيمۍ څپيړووهلي  دي . هغوى ته مينه وركړي اوله خپلواولادونونه پاته اوپرته يې دخوښيو په نكروزو يې لاسونه ورسره كړي . 

په دې هيله چې همداسي وشي