خیرا
07.09.2010 14:53خېرا...............................
اشاره سره شوه
د ګلو ګېډۍ چې له ګل پلورونکي نه يې اخیستې وه، د نجلۍ په لاس کې وه. په تلو تلو کې وړه نجلۍ ناڅاپه څلور لاري ته ورسېده.
مګر بیا هم چا له هغې نه ګلان وانه خستل.
اشاره شنه شوې وه، مګر د ماشومې نجلۍ ورته پام نه وو!!!
یو تور رنګې موټر له لرې نه پېدا شو. د شنې اشارې په لیدو سره بې له دې چې څلور لاري ته ښه وګوري، له څلور لاري نه تېر شو.
په یوه شېبه کې د ماشومې د ګلانو ګېډۍ پاڼې پاڼې شوه!!!
د تور موټر آواز ډېر لوړ وو، په داسې حال کې چې تور موټر ورو ورو پنا کېده، ماشومه حېرانه په څلور لارې کې ولاړه وه او د تور موټر پسې يې چغې وهلې:
- نور به دې د لمر تودوخه نه ګرموي!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۱۵ سنبله ۱۳۸۹
۶ سپټمبر ۲۰۱۰
د صفا راډیو اداره، جلال آباد
________________________________________