د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

احسان....

ژباړه : شیرین اغا جهانګیر 07.09.2010 14:16

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

هغه ایله د لسو کالو و. له ډېرې بې وسۍ نه او ددې لپاره چې د خپلو زدکړو او د ژوند د پرمخ بیولو لپاره پېسې پېدا کړي، کوڅه په کوڅه به ګرځېده او د ماشومانو د لوبو شیان به يې خرڅول. له یوې کوڅې نه بلې ته او له یوه کوره بل ته ددې لپاره تله چې کېدای شي څوک ورنه یو څه وپیري.
یوه ورځ غرمه مهال يې خپل جب ته پام شو چې ایله لس سنټه ورته پاتې شوي، او په همدې وخت کې ماشوم سخت وږی شوی وو. پریکړه يې وکړه چې له یوه کوره لږه خواړه وغواړي. ناببره يې د یو کور دروازه وټکوله. یوې پېغلې ، یوې ښکلې نجلۍ دروازه خلاصه کړه. کوچنی هلک د نجلۍ په لیدو وارخطا شو او د خوړو پرځای يې یواځې یو ګیلاس اوبه وغوښتې.
نجلۍ پوه شوې وه چې دغه ماشوم هلک ډیر زیات وږی دی، نو د اوبو پرځای يې هغه ته یوه ډکه پیاله شېدې راوړلې. ماشوم په ډېر خوند او ورورو شېدې وڅښلې او له نجلۍ نه يې پوښتنه وکړه:
- څو روپۍ شوې؟
نجلۍ ځواب ورکړ:
- هیڅ نه. ما ته مې مور رازده کړي دي چې د نېکۍ بدله باید ونه غوښتل شي.
ماشوم وویل:
- زه له تاسو نه د زړه له کومې مننه کوم
کلونه وروسته همدغه نجلۍ چې نوره هم مشره شوې وه، ناروغه شوه. سیمه ایز ډاکتران د هغې د ناروغۍ له درملنې نه ناتوانه شول او هغه يې د درملنې لپاره ښار ته واستول ترڅو په یو پوره سمبال او مجهز روغتون کې تکړه متخصصین د هغې د ناروغۍ درملنه وکړي.
د روغتون مسئولینو د ناروغ د وضعیت د څیړنې او مشورې لپاره (ډاکتر هوارډ کلي) وغوښتل. کله چې ډاکټر هوارډ پوه شو چې ناروغه  يې له کوم ښاره راغلې ده، په سترګو کې يې یوه عجبیبه برېښنا شوه. بې له ځنډه پورته شو، خپل سپین لباس ېې په تن کړ او د خپل ناروغ د لیدلو لپاره د ناروغ د خونې لور ته روان شو. کله چې ډاکتر د ناروغ خونې ته ننوت، په لومړي نظر يې هغه وپېژنده.
ډاکتر د مشاورې خونې ته لاړ او امر يې وکړ چې د ناروغ د ژغورلو لپاره باید ژر تر ژره اقدام وشي. له هغه وروسته يې نوموړې مېرمنه د خاصو پاملرنو لاندې ونیوله او په پایله کې د زیاتې درملنې او کوښښونو وروسته ډاکتر بریالی شو چې خپله ناروغه وژغوري.
په روغتون کې د ناروغې وروستۍ ورځ وه. د ډاکتر په غوښتنې د ناروغې د درملنې لګښتونه د تائید لپاره نوموړي ته یوړل شول. د لګښت پاڼې یوې څنډې ته یو څه لیکل شوي وو. هغه يې د لیک په پاکټ کې واچوه او ښځې ته يې ولیږه.
کله چې ښځې د لیک پاکټ ولېده، د پاکټ له پرانیستو او په پاکټ کې د لګښتونو د یو بېل له لېدو نه ډارېده. نور نو مطمئینه شوې وه چې باید ټول عمر د دغه بېل د تاديي لپاره ولګوي. بالاخره يې خپله پرېکړه وکړه او د لیک پاکټ يې پرانیست. د لیک په پاکټ کې یو څه د هغې پام ځانته واړو. د لیک په سر کې یو څه لیکل شوي وو. په قراره يې ولوسته:
- ددغه بېل قیمت ډېر پخوا د یو ګیلاس شېدو په واسطه ورکړل شوی دی.