د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژوند

ژباړه : شیرین اغا جهانګیر 07.09.2010 12:03

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د پوهنتون په وروستۍ ورځ استاد په ډېر زحمت سره یوه درنه خلته ټولګي ته راننه ایسته. کله چې ټولګی رسمآ پېل شو، استاد یوه غټه ښیښه يي پیاله له خلتې نه رابهر کړه او د مېز د پاسه يې کېښوده. بیايې له خلتې نه څو دانې غټې تیګې وویستې او په پیاله کې يې واچولې. بیا يې له محصلینو نه چې په ډېرې حېرانتیا سره يې پیالې ته کتل، پوښتنه وکړه:
- آیا پیاله ډکه شوېده؟
ټولو ځواب ورکړ:
- هو، ډکه شوېده!
استاد له خلتې نه یوه اندازه واړه  واړه  کاڼي وایستل او په پیاله کې يې واچول. دغه واړه  واړه  کاڼي د لویو کاڼود منځ تشو ځایونو ته ننوتل او په پیاله کې ورک شول. استاد بیا له محصلینو نه پوښتنه وکړه:
- آیا پیاله ډکه شوېده؟
ټولو په ګډه ځواب ورکړ:
- هو، ډکه شوېده!
استاد بیا خلتې ته لاس که او یو موټی شګې يې ترې وایستې او پیالې ته يې واچولې. بیا يې پیاله وخوځوله. شګې د پیالې تشو ځایونو ته ننوتې او په پیاله کې ورکې شوې. استاد بیا له محصلینو نه پوښتنه وکړه:
- آیا پیاله ډکه شوېده؟
ټولو په ګډه ځواب ورکړ:
- هو، ډکه شوېده!
استاد یو ځل بیا خلتې ته لاس که او د اوبو یو بوتل يې له خلتې نه رابهر کړ. د اوبو د بوتل سر يې خلاص که او پیالې ته يې ورګزار کړ. اوبو د پیالې ټولې تشې ډکې کړې او په پیاله کې ورکې شوې. مګر داځل وړاندې تردې چې استاد پوښتنه وکړي، محصلینو په خندا ځواب ورکړ:
- هو، اوس ډکه شوه!
وروسته تر هغې چې د محصلینو خنداوې پای ته ورسېدې، استاد وویل:
- دغه پیاله ستاسو د ژوند د لوښي په شان دی، او هغه تیګې ستاسو د ژوند مهم توکي لکه روغتیا، کورنۍ، اولادونه او ملګري دي. دا هغه څیزونه دي چې که هر نور څه له لاسه ورکړې او یواځې همدا شیان درسره پاتې وي، بیا هم ستاسو ژوند ډک دی.
استاد محصلینو ته مخ کړ او ويې ویل:
- وړې تیګې هم هغه نور شیان دي چې ستاسو په ژوند کې ارزښت لري لکه، دنده، شتمني او کور..
د شګو ذرې هم د ژوند وړې او بې ارزښته څیزونه دي. که تاسو لومړی د شګو ذرې پیالې ته واچوئ‎، بیا نو غټو او وړو تیګو ته ځای نه پاتې کیږي. دغه حالت ستاسو په ژوند کې هم صدق کوي.
په ژوند کې خپل پام هغو شیانو ته واړوئ چې ارزښت لري. خپله میرمن یو ماښام هوټل ته یوسئ، د خپلو اولادونو سره لوبې وکړئ او د خپلو دوستانو سره هم اړیکې ټېنګې کړئ او څنګ ته يې ورشئ. د کور د پاکوالي او د ورانیو د جوړولو لپاره هر وخت؛ وخت شته. اول د خپل ژوند سترو برخو ته پام وکړئ، نور شیان د شګو مثال لري.