د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څوک شته چې له دغې نوماندې وپوښتي؟

محمد فريد بزګر 06.09.2010 11:00

نن يي د رابعه بلخي ليسې د زده کوونکو په موټر کې د يوې ښځينه کانديدې (ماستر زهره شفيعی حسيب) معلوماتي ليفليټې ويشلې وې. چې يو يي زما لور ته هم رسېدلې و. د دغه ليفليټ په لومړي مخ کې د مندليف جدول، په دوهم مخ کې يي جنتري او د کانديدې ژوندليک، په دريم مخ کې يي اهداف، چې د اهدافو دوهمه ماده يي دلته ليکم:
روند کنونی نتوانسته تبعیض، تعصب قومی و بی اعتمادی را از بین ببرد بلکه تا جای شدید ګردیده و مردم از این ناحیه در زندګی روزمره شان متاثر است.
د دې لیفليټ څلورم مخ په زړه پورې دی، چې نوموړې له څو ماشومانو سره د افغانستان د نقشې مخې ته ولاړه ده چې پاس په ليکل شوي دي «زبانها»


نقشه تقريباً ټوله شنه ده چې د فارسي/دري ژبې ښکارندويي کوي (۸۰٪)، د نقشې جنوبي برخې نسواري رنګه دي چې په افغانستان کې د پښتو ژبه څرګندوي (تقريباً ۱۷٪).
په افغانستان کې د ژبې مساله جدي مساله ده، چې بايد په ډیر احتياط ورسره برخورد وشي. خو نوموړې کانديدې پرته له کوم منطقي دليل څخه عوامو ته د غلطو معلوماتو په ورکولو سره يوه جدي مساله چې د خپل دوهم هدف په خلاف يی هم ده په دې معلوماتي پاڼه کې ځای پر ځای کړې ده. ډيره مهمه دا ده چې دا معلوماتي پاڼه د زده کوونکو لپاره ترتيب شوي ده، د زده کوونکو مغز لکه سپين کاغذ وي، نو که هغوی ته غلط معلومات ورکړل شي کيدای شي د عمر تر پايه دغه غلط معلومات د هغوی په ذهنونو کې پاتې شي. دغه پاڼې په ډيره پيمانه د نورو ښوونځيو زده کوونکو ته هم ورکړل شوې وي.
سوال دا پيدا کيږي چې د دغې محترمې نوماندې له دغي مسالې څخه مقصد څه دی؟ آيا د انتخاباتي کمپاين په بهانه خو د پردې تر شا بل څه هدف نه لري؟
په دي اړه بايد د ټاکنو مستقل کميسيون له هغې څخه پوښتنه وکړي، او يا نه پوهيږم بل څوک شته چې دا مساله له هغې سره روښانه کړي؟