د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شینکۍ کړوخېل تکړه نومانده

ښکلا احمدزۍ 04.09.2010 12:37

که د تېر پارلمان د استازو سمه او په انصاف ولاړه ارزونه وشي، نو د ګوتو په شمېر وړ، بریالي او د ملي دریځ لرونکي وکیلان او وکیلانې به په کې ومومئ. داسې وکیلان چې خپلې ارې دندې (د قوانینو تصویب، څارنه او استازیتوب) یې په سمه توګه ترسره کړی وي. د دولت او مافيايي ډلو د ناوړه پرېكړو، تصميمونو، سياستونو او غوښتنو ښكار شوي نه وي. د خپلو موکلینو رایو ته یې درناوی کړی وي. دمهمو پرېکړو او تصمیمونو پرمهال یې پر مصحلتونو او سپارښتنو د هېواد ملي ګټو ته ارزښت ورکړی وي.

د دغو ګوتو په شمېر برياليو استازو له ډلې څخه يوه هم اغلې شینکۍ کړوخېل ده. اغلې شینکۍ د احمدزيو د قوم د مخور مشر ارواښاد غلام حسن خان كړوخېل لور ده. د نوموړې پلار په١٣٤٣ لمريز کال د کابل ولايت څخه د اساسي قانون د لويې جرګې منتخب وکيل وو.

اغلې كړوخيل د خاكجبار ولسوالي اړوند د پلازمېنې كابل جنوب ختيځ ته په پراته ملاعمر نومي كلي كې زېږېدلې ده. نوموړې په ١٣٦٣ لمريزکال د کابل طب پوهنځي څخه تر فراغت وروسته پاکستان ته كډواله شوه. له ١٣٧٠ لمريز کال وروسته يې د افغاني ښځو تعليمي مرکز کې په رضا کارانه ډول د ټولنيزې کارکونکي په توګه لس کاله د بيوزلو ښځو او ماشومانو خدمت وکړ او وروسته بیا د همدغه مرکز مشره هم شوه.

دغه ۴۶كلنه وكيله د وکالت په تېره پنځه کلنه دوره کې نه د دولتي بانډ تر اغېز لاندې راغله، نه د زر او زور خاوندانو له خپل ملي دریځ څخه واړوله، نه یې د خپلو موکلینو پر مخ د کور ور وتاړه او نه یې په یوه ا وبله پلمه له هغوی څخه ځان پټ کړ. نه یې د ځینو وکیلانو په څېر متعصبو، بې سواده او د ګوندي اړیکو له مخې پر ولسمشر تحمیل شو او پارلمان ته ور پېژندلو شو وزیرانو ته د یو او بل صیب د خوشالولو په موخه کمپاینونه او مېلمستیاوې وکړې. خپله رايه يې هم د هغوى په ګټه ونه كاروله او نه هم د یو شمېر وکیلانو په څېر د ولسي جرګې په مجلسونو کې داسې بې خولې او بې ژبې پاتې شوه چې خلک پرې د ګونګۍ او یا یې هم مخې ته پر ایښي مایک د خرابوالي ګومان وکړي.

اغلې كړوخېل په تېره پنځه كلنه دوره كې د ملي ګټو او ارزښتونو د پاللو تر څنګ خپل ډېر وخت د افغاني او اسلامي ارزښتونوپه رڼا کې د ښځوحقونو او د هغوى په ژوند كې د مثبت بدلون راوړلو ته ځانګړى كړ، خو په پارلمان کې د یو شمېر جنګسالارانو، متعصبو او افغان ضد څېرو د ناوړه او ملي ضد کړنو او څرګندونو پر وړاندې هم غلې پاتې نه شوه.
ځکه د متعصب او جنګسالار محقق په ټینګار او غوښتنه ولسي جرګې ته د اطلاعاتو او كلتور د پخواني وزير ښاغلي عبدالكريم خرم د استجواب پرمهال اغلې كړوخېل د ښاغلي خرم د ملي دریځ او قانوني کړنې ننګه او ملاتړ وكړ.

محقق ا ونورو ایراني پالو ښاغلی خرم له دې امله ولسي جرګې ته ور وغوښت چې ولې یې په بلخ ولایت کې د بابي په نامه د ملي راډیو تلویزیون یو ايران پالى کارکوونکی د “دانشګاه” ایرانۍ کلیمې دکارولو له امله له دندې ګوښه كړى دى؟
ولسي جرګې ته د ښاغلي خرم د ورتلواو له ښاغلي خرم څخه تر پوښتنو ګروېږنو دمخه پښتنو ښځینه وکیلانو (حميرا اكاخېل، ارين يون، ملالۍ شينوارې، ساهره شريف، زرمتۍ) او په ځانګړې توګه شینکۍ کړوخېل د كلتور پياوړي وزیر ته ډاډ ورکړ او په ډاګه يې ورته وویل زموږ ټولو ملاتړ درسره دی. د ټولو ښځينه وكيلانو په سر كې د شينكۍ كړوخېل غږ رسا اورېدل كېده. په داسې حال کې چې اغلې شكريه باركزۍ، حاجي فريد، سلطانزوى او يو شمېر نور نارينه پښتانه وكيلان په غونډه كې چوپه خوله ناست و.

اغلې شينكۍ كړوخېل دا ځل بيا له كابل څخه ولسي جرګې ته ځان نومولى دى. له کابل څخه د ولسي جرګې د نوماندانو نوملړ کافي اوږد دی، دومره اوږد چې ګومان کوم خلکو ته به په کې د اغلې شیکنۍ کړوخېل په څېر د وړ او تکړه نوماندانو پیدا کول واقعاًسخت وي.

بله ستونزه داده چې له کابل څخه یو شمېر داسې کسانوهم ځانونه نومولي دي چې يا سندرغاړې دي، يا نڅاګرې دي، يا د بهرنيو څارګرو ادارو، غیر قانوني وسله والو او مافيايي ډلو سره تړاو لري او ځینې خو ان پر افغان ګڼلو هم شرمېږي لکه حافظ منصور او د یو شمېر پر سواد ا وژمنتیا هم شک کېږي.

له بده مرغه دغه نوماندان د ټاكنيزو هلو ځلو پرمهال له هيڅ روا او ناروا لارو او كړنو مخ نه اړوي، كوښښ كوي په هېواد كې د ولسواكۍ تاند بهير د خپلو ناسمو كړنو له امله ټكنى او بدنام كړي. دغه نوماندان هڅه كوي چې افغان ولس د خپلو ناوړه غرضونو او د رايو د ترلاسه كولو په موخه په خېلونو، كورنيو، خېښيو، پرګنو، ژبو او ان سيمو ووېشي.

همدارنګه د دې ټولو ناوړو هڅو ترڅنګ د بډو د وركولو او د رايو د كارتونو له پېرېدلو څخه هم مخ نه اړوي، دوی كوښښ كوي چې د ولس د پوهاوي له ټيټې كچې څخه ناسمه ګټه پورته كړي. د خلكو د تېراېستلو كوښښ كوي. د دروغو ژمنې وركوي او د خلكو تر منځ بدبيني، تفرقه او بېلوالى هڅوي.

دغو خودغرضه او بدغرضه نوماندانو د اغلې شيكنۍ كړوخېل په څېر د ولس د نورو رښتينو او ملي نوماندانو سرخوږى، كړاو او ټاكنيزې هلې ځلې دوه برابره زياتې او ستونزمنې كړې دي.

په دې مانا چې رښتيني استازي او نوماندان د ځان په ګټه د كمپاين پرمهال د يو شمېر ناوړه كانديدانو ملي او د ټاكنو د قانون ضد ټولې ناسمې ټاكنيزې هلې ځلې نه يواځې ردوي ، بلكې په كلكو ټكو كې يې غندي او د هغوى د دغو كړنو ناوړه راتلونكې پايلې ولس ته په ډاګه كوي.

تراوسه مې چې په څو ټاكنيزو غونډو كې له اغلې شيكنۍ كړوخېل سره ګډون كړى دى، نو د نوموړې ډېر وخت پر همدې لګېږي چې د يو شمېر نامراده نوماندانو ناسمي كړنې، څرګندونې او دروغجنې ژمنې خپلو ګډونوالو او موكلينو ته په هر اړخېزه توګه روښانوي او د خطرناكو پايلو په هكله يې خلكو ته معلومات وركوي، څو د رايو وركولو پرمهال خلك د دغو كانديدانو د ناسمو كړنو، څرګندونو، ژمنو او بډو ښكار نه شي، بلكې د خپلو هيلو او ارمانونو له مخې هغه چاته رايه وركړي چې د يو رښتيني او ژمن استازي په توګه پرې باور كولى شي.

همدارنګه نوموړې د خپلې وينا په پاى كې د ولسي جرګې د استازو د دندو او ارزښت په هكله ګډونوالو ته معلومات وركوي او په وروستۍ برخه كې په ډېره نرمه ژبه او لهجه البته هر ډول ټينګار او شلګي پرته ورته وايي چې: “ كه پر ما د خپلې استازې باور كوئ او فكر كوئ چې ستاسو سمه استازولي كولى شم، نو خپله رايه ماته راكړئ. له تاسو سره به زما ژمنه همدا وي چې ستاسو په سر به هيڅ ډول غير قانوني معامله ونه كړم. ستاسو دحقونو لپاره به هڅه او مبارزه كوم. دا له تاسو سره زما ژمنه ده او پر خپلې همدې ژمنې به ترپايه ولاړه اوسم.”

د اغلې كړوخېل د ټاكنيزو هلو ځلو بله ښېګڼه او ځانګړنه داده چې د پوسټرونو، نمايشي عكسونو د چاپولو، د پيسو په بدل كې د خلكو ګومارلو، د پيسو وركولو او بې ځايه لګښتونو پرځاى په خپله كور په كور او كلي په كلي ګرځي. له خلكو سره په لويو او وړو غونډو كې ګډون كوي، خپل دريځ او پلان ورته بيانوي او له قانوني لارو يې دېته هڅوي چې خپلې رايې د دې په ګټه وكاروي.

د كابل ولايت له درنو ښاريانو، دولسواليو او كليو له ټولو درنو اوسېدونكو څخه مې هيله دا ده چې اغلې شينكۍ كړوخېل او د دې په څېر د ملي دريځ لرونكو نورو رښتينو او ژمنو نوماندانو ته د ولسي جرګې په راتلونكو ټاكنو كې خپلې رايې وركړي، ځكه اغلې شينكۍ او د دې په څېر نورې نوماندانې او نوماندان ستاسو باور او رايو ته درناوى لري او د همدغه درناوي له مخې نه ځانونه او نه هم ستاسو رايې او باور پلوري.

ځکه اغلې شيكنۍ كړوخېل او یو شمېر نورو نوماندانو په تېره پنځه کلنه دوره کې وښودله چې چې د تورو پیسو او غیر ملي هڅو ښکار نه شوې، ځكه سره له دې چې اغلې کړوخېل د افغانستان د يوې ډېرې شتمنې كورنۍ لور ده، له نړيوالو موسساتو سره په ډېرو مهمو پوسټونو او دندو د كار كولو اوږده تجربه او مخينه لري، خو دغې نوميالې نوماندې تر دې مهاله نه بډې اخيستي، نه يې اختلاس كړى دى او نه يې شخصي ګټو ته پام كړى دى.

ځکه دغه تكړه نومانده لا تر دې مهاله په پلازمېنه كابل كې د ګڼو نورو هېوادوالو په څېر د بې كورۍ له ستونزې څخه ځورېږي كله په يوه او كله په بل ارزانه بيه كرايي كور كې ګوزاره كوي. په داسې حال كې چې یو شمېر وكيلانو چې تر وكالت دمخه يې هيڅ نه لرل، خو د وكالت په تېرو پنځو كالو كې يې له غير قانوني لارو دومره شتمني، جايدادونه، لوړ پوړې ودانۍ، ماركېټونه، اپارتمانونه، كورونه، موټر، د تېلو پمپونه او نور شته پيدا كړل چې حساب يې نه كېږي.

خو د اغلې كړوخېل په ژوند كې تر دې مهاله كوم داسې جوت اقتصادي بدلون نه دى راغلى چې د تورو پيسو شك پرې وشي، ځكه په همدې پنځه کلنه دوره کې نه د كور څښتنه شوه او نه هم د موټر او جايدادونو.داځكه چې اغلې كړوخېل نه غواړي خپل ځان، وجدان، خلك او دهغوى باور د پيسو او مادياتو په بدل كې وپلوري. نوموړې پارلمان ته د پيسو د ګټلو او د خپلو شخصي ګټو د پاللو لپاره نه ده ورغلې، هغې ته تر هر څه د خپل هېواد، هېوادوالو او خلكو ګټې ارزښت لري او له همدې امله يې ټول پام همدې ته دى.

نو که غواړﺉ چې خپله رایه سمه وکاروﺉ، د خپلې رايې له امله د نورو په ګناهونو پړه او ملامت ونه ګڼل شئ، په خپل انتخاب پښېمانه نه شئ، نو د رايو د كارولوپر ورځ اغلې كړوخېل او د هغې په څېر نورو ژمنو، باوري او رښتينو استازو ته خپله رايه وركړئ. داسې چاته چې نن، سبا او ان ټول عمر پرې ووياړئ.