د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له زوړوالی سره څنګه مبارزه کولای شو

ډاكټر سيد بهير پاڅون 04.09.2010 12:50

 مقدمه :

د انسان ژوند څو مرحلی لري چی هره مرحله کې ځانته غوښتنی او تقاضاوی لري که دا تقاضاوی په نظر کې و نیول شی نو انسان به د هری مرحلی نه خاص خوند واخلي او هیڅکله به په ځوانی کې د ماشومتوب او زوړوالی کې د ځوانۍ ارمان ونه کړي. دا د ژوند مرحلې د بیولوژي پوهانو په دری دورو ويشلي دي :

1. د ودې دوره : د زیږیدو نه تر 24 کلنۍ پورې.

2. د پوخوالی دوره: پدې دوره کی د اوږدوالي پر ځای په پلنوالي کې زیاتوالی راځي.

3. د کهولت دوره : چی دا د زوړوالی دوره ده.

پدې درې واړو دوروکې د انسان په مورفولوژي او فزیولوژي کې ښکاره تغیرات را منځ ته کیږي چې د دې تغیراتو په اساس مونږ کولای شوچې یو ځوان کس د یوه زوړ نه بیل کړو مګر د هغه اصلی عمر ټاکلی نشو . زوړوالی او زړیدل دانسان په طبیعت، وراثت، صحت او سلامتی، دژوند ‌ډول، اقتصاد، چاپېریال، روحي او روانی حالاتو پورې تړلی وي.

انسان په یو وار نه زړیږي چی مونږ ووایو چی 60 کلن دی نو زوړ دی بلکه انسان به تدریجي ډول او د هغه مختلفی برخی یو په بل پسې زړیږی. دبدن هر غړی او برخه ځانته مخصوص زوړوالی لری. نو ویلای شو چی اصلي زوړوالی د بدن د ټولو غړو په تدریجي زوړوالي پورې تړلی وی. مګر داهم په ټولو خلکو کې یوشان ندی نو ځکه د زوړوالي لپاره یو ټاکلی عمر نشته. سقراط د زوړوالي عمر 64 کلني تعینه کړی ده. دوه پیړۍ مښکې 50 کلن زوړ بلل کیده مګر نن ورځ 80 کلن کس ته زوړ وايي. خلکو د ډیرو پخوا زمانو راهیسی دزوړوالی به ضد مبارزه پیل کړیده چې څنګه ځان ځوان وساتی . چی تر یوی اندازې پوری پدی کار باندی بریالي شوی هم دی. نو ویلای شو چی د زوړ والي پیژندنی علم (Geronlonlologie) یو نوی علم ندی بلکه نوی طبی انکشافاتو هغی ته د قدر وړ خدمتونه کړیدي.

په تاسف سره چی زمونږ په ټولنه کې د زوړوالی حکم ډیر زر استعمالیږی 50 کلن کس زوړ شمیرل کیږی او خلک د هغه کړو وړو ته متوجه کیږی او نیوکی پری کوی چی که هغه زوړ هم نوی نو روحأ تر تاثیر لاندی راځی او ژر د زوړوالی خواته ځی او مایوسه کیږی. ددی معضلی د حل لپاره د زوړوالی پوهنی علم د متخصصینو ځنی دستورونه دلته بیانیږی چی په عملی کیدوسره يي کیدای شی خپله ځوانی تر ډیره وخته پوری وساتو.

زوړوالی څه شی دی؟

د انسان بدن حجری لرونکی د کروموزومونو دی چی د هر کروموزوم دپاسه جنونه ځای لری دا جنونه د انسان د ټولو خواصو لیږدونکی دی پدی برخه کی د جنتیک پوهانو وکړای شو چی دا جنونه مشخص او توضیح کړی چی د کوم کروموزوم جنونه کوم خواص انتقالوی. پدی جمله کی دامشخص شویدي چی په ژوندیو موجوداتو کی دودی او تخریب جنونه شته چی یوبل به ضد عمل کوي پدی معنی چې که د بدن وده ودریږي او د جنسي غدو فعالیتونه ختم شی نو تخریبونکي جنونه فعاله کیږی. پوهانو دا تجربه په موږکانو وکړه داسی چی موږک تخریبونکي جنونه یي و ایستل او دی موږک عمر دوه چنده یعنی که 10 کاله یی عمر و نو 20 کاله شو. علما پدی کوښښ کې دي چی دا په انسانانو هم تطبیق کړي خو کومه نتیجه یي نده ورکړی.

څنګه چی په انسانانو کی دودی مرحله محدوده ده او انسان همیشه وده نشی کولای او د ټاکلی مودی وروسته حیاتی فعالیتونه ورو ورو د تخریب خواته ځی چی دبدن د جذب او اسملیشن (Assimelation) کمزوروي او د حجرو په حجم کي کموالی راځي. دوجود تخریب مخ په زیاتیدو وي غړي او سیستمونه کمزوري کیږي خپلی دندی لکه څنګه چې لازمه ده نه اجرا کیږي. د میتابولیزم تعمیري او ترمیمي جنبه مخ په زوال خو تخریبی اړخ یی مخ په زیاتیدو وي. چې په نتیجه کې د بدن وزن کمیږي او په جسامت کې کموالی راځی. که په انسان کې دا حالت را منځ ته شی نو وايو چی انسان زوړ شوی دی.

دبیولوژی له نظره یو کس هغه وخت زوړدی چی د هغه انساج او غړی نور تجدید نشی او هم د جنسی غدو د فعالیت دریدل د زوړوالي بل دلیل دی. نو دا سوال هرچاته پیداکیږي چې په خپله زوړوالی څه شی دی؟ که ووایو چی د انساجو تغیرات او به حجراتو کې د کافي اندازې انرژي نه تولیدیدل او همدارنګه د غړو دودې توقف شرط دی؟ نه هیڅکه نه، ځکه که دا شرط وي نو بیا انسان د 25 کلنی نه وروسته زوړ دی.

ایا د زوړوالي د نوي علم (New Geronlongogie) په اساس زوړوالی د مفصلونو په وضع او د داخلی غدو په ترشحاتو پوری تړلی دی؟ که څه هم دا موضوع به زوړوالي کې ډیر دخیل دی مګر قطعي ندی. ځنی پوهان د یوشخص د زوړوالي اندازه د هغه د ستړي کیدو د اندازی له مخې سنجوي. لکه چی دفیجی (Fidji) په جزیره کی دا رواج دی چی زاړه د ونی دپاسه خیژوی او ونه په زوره خوځوی چی کوم یو کس ځان نشی ټینګولی را پریوځي او مري. خو دوی د زوړوالي مسئله په ډیره ظالمانه ډول حل کړیده.

نن ورځ دا ثابته شویده چی د ژوند دوره په تدریجي ډول زیاتیږي. درومیانو به وخت کې منځنی عمر 25 کاله و خو اوس 63 کاله دی د هغه حساب له مخی چې شویدی دحیواناتو عمر ددوی دودی ددوری اووه برابره دی چې پدې اساس د انسان عمر باید 140 کاله وي داسی چې که تر 20 کلنی پورې انسان وده کوي نو اووه چنده یي 140 کیږي. همدا رنګه نوي طبابت او پوهه د عمر د زیاتوالي سره مرسته کوي. خو دا بیا نوې ستونزې په ټولنه کې را پیدا کوي چې به هر کور کې به زاړه او ماشومان دواړه موجود وي چې ورسره د بیمی او د تقاعد مسئله هم را منځ ته کیږی او باید چی د تقاعد عمر شاته ولویږی.

سقراط په 100 کلنی کی د اتوم په باره کی نظریه ورکړه او میکل انژ ( ایطالیای مشهور نقاش ) په نوی کلنی کی د کلیسا نقشه په روم کی ایجاد کړه. مشهور کیمیاپوه (Chevreul) په سل کلنی کې وفات شو هغه د خپل عمر د زیاتوالی علت داسی بیانوي: په ټول عمر کې منظم 8 ساعته خوب د خپل سن مطابق غذاخوړل زما د ځوان پاتی کیدو او د عمر د زیاتوالی دلیل دی. ګلادستون (Gladistone) ویلی چې د ځوان پاتی کیدو او تندرستی علت ورو خوراک او د ډوډی ښه ژوول دی چی هره مړی می د تیرولو نه مښکی 30 واری شمیرله.

د زوړوالی د پیژندنی نوی علم  (New Geronlonlolgie) پدی برخه کی ډیر مطالعات او څیړنې کړیدي چې مونږ ته ډیر فعالیتونه، دستورونه او نصیحتونه راکوکي دا عمر ددی لپاره ندی چې مونږ په زوړوالي کې ډیر عمر وکړو بلکه ددی لپاره دی چې په ډیر عمر کې ځوان پاتی شو. د ژوند نه خوند واخلو او د مایوسی نه وژغورل شو.

شاید تاسو ته دا سوال پیدا شی چی د ژوند ډول او غذا په مختلفو عمرونوکې څنګه دي چی دلته ځنی دستورونه د عمر په اساس بیانیږي.

 په پنځوس کلنۍ کې:

ددی لپاره چی دستورونه په منظم ډول وړاندی شی نو د 50 کلنی نه چی وروسته خیالی زوړوالی هم وائي پیل کوو.

50 کلن کس لا د زوړوالي عمر ته ندی رسیدلی مګر پدې عمر کې ځني تغیرات په بدن کې را منځ ته کیږي که چېرته ورته توجه وشی نو اثرات به یی ونه لیدل شی.

پدی عمر کې دداخلي غدو (Endocrine Gland) په ترشحاتو کې څه بدلون رامنځ ته کیږی. دابدلونونه په ښځو کې نظر نارینو ته زرلیدل کیږي او په مختلفو شکلونو څرګندیږي: د تخمی Ovum نه تولیدیدل چی د میاشتنی عادت د قطع کیدو سبب ګرځی د فولیکل (Follicle) په ترشحاتو کې بدلون راځي چې لومړی ډیریږي او بیا کمیږي. پدی عمر کې د هیپوفیز (Hypohysis) غده هم ډیر فعالیت کوي او هم د تائیراید (Thyroid) د غدې ترشحات زیاتیږي. دا بدلونونه د خارجي غړو د تغیراتو سره مل وي لکه: چاقي، کمزوري، په مخ او د بدن په نورو برخو کې د ویښتانو زرغونیدل او داسی نور. مګر په نارینو کې دا تغیرات لږ وروسته پیل کیږي چې په 55 کلنی کې وي خو دسپرم (Sperm) تولید تر 90 کلنی پوری دوام کوي حتی چی په 90 کلنۍ کې دا امکان لري چې د اولاد خاوند شی.

په ښځو او نارینو کی د داخلي غذو تغیرات د رواني او عصبي حالاتو د بدلون سبب ګرځي. چی مهمی عارضی خفګان پیداکیدل، بدبینی، داعتماد کموالی حسارت او نور دی چی له نیکه مرغه دا حالات ثابت ندی بلکه یو دوه کاله وروسته په خپله له منځه ځی. زړه پدی عمر کې خپل طبي حالت لري مګر د ماهیچو د کشیدو قدرت کمیږي او فشار 2-1 درجی د مخښکې نه ډیریږی. پدی وخت کی د هاضمی سیستم خصوصأ کولمو ته ډیره توجه پکار ده ځکه لږلږ قبضیت پیداکیږي او دهغی سره دوینی فشار تغیر خوري. د غذا د نوعیت بدلول ندی ضرور خو ډیرخوراک ښه ندی مګر د قبضیت درفع کولو لپاره د میوو لکه امروت مڼه، انګورواوبه، او د لیمو شربت ګټور وی. همدارنګه د کینوجوس هم ډیر ښه وی. الکولي مشروبات مه څکئ او درانه سپورتونه مه کوئ خو ورزش او بدنی حرکات ډیر ګټور دی. د ورځی یوساعت پیاده تګ کول ډیر ضرور او ګتور دی. د چاقی نه ځان وساتئ، د 7 – 8  ساعتو پورې خوب کول خو که بی خوبي درته پیداشی نو ډ‌اکتر سره مشوره وکړئ. پدې عمر هیڅکله داسی فکر ونګړئ چی د زوړوالي خواته روان یاست. بلکه نورمال ژوند ته دوام ورکوئ او د تفریح او چکر نه لاس مه اخلی.

 په شپیته کلنی کی:

پدی عمر کی ځنی اختلافات په وجود کی پیداکیږي. ځنی کسان ډیر ماتیږی او د جسم ددروندوالی له کبله په ښه توګه په لاره نشی تلای نوورته نفس تنګي پیداکیږي. څنګه چی تنفسی سیستم یی ښه کار نه کوي نو ستړی ستومانه ښکاري مګر برعکس ځنی نور کسان بیا ښه چالاکه وی هاضمه یی ډیره ښه وی هیڅ ډول تنفسی ستونزی نلری بلکل ځوان ښکاری.

پدی عمر کی ددوه ناروغیو د ظاهریدو امکان شته چی یو يي د شریانوتصلب او بل یی سرطان دی.

په 60 کلنی کی دداخلی غدو بحرانونه ختم شویدي او دبدن حجرې د مثل د تولید لپاره اماده ندي اما نشو ویلای چی په کلي ډول له منځه تللی دي. څنګه چی د جنسي عدو فعالیتونه کم شویدي نو نورو غدو د هغه ځای نیولی دی چی خپل ترشحات بدن ته ورکوي. پدی عمرکی شعریه عروق خپل دکشش قدرت له لاسه ورکوی نو ځکه چندان پاسته او د انقباض او انبساط وړ نه وي. برسیره پر دی د شریانو د تصلب خطر هم پیدا کیږی د رګونو جدار پنډیږی او د کولسترول جمع کیدل پیل کیږي. د عروقو مجرا تنګیږي او وینه په کافي اندازه انساجواو غړو ته نه رسیږی. نو ښه داده چی دی مسئلی ته متوجه و اوسو که د سر درد، دلیدو او اوریدو ستونځی نلرئ خو دزړه د معاینی لپاره ډاکتر ته مراجعه وکړئ او خپل د وینی فشار تعین کړئ.

پدی عمر کی بله ستونزه د سرطان د پیدا کیدو ده که څه هم په 70 کلنی کی سرطان ډیر وی مګر دا ناروغی په تدریج سره توسعه پیدا کوي نو باید په 40 کلنۍ کی ورته توجه وشی . خصوصأ ښځې باید په منظم ډول د ډاکتر تر معاینی لاندی راشي که خدای مکړه ولیدل شی ژر تشخیص د نن ورځی دوسایلو سره دتداوی وړ دی. همدارنګه د پروستات ورم هم پدی عمر کی لیدل کیږی. د پروفیسور ماربون په نظر هغه نارینه چی د 55 – 65 عمر ته ورسیږی 45 په سلو کی پرې اخته کیږي نو د ادرار سره د درد احساس چی چاته پیدا شی باید د ډاګتر سره مشوره وکړی.

پدی عمر کسان باید خپل کار او روزګارته دوام ورګړی خو که تقاعد شوی وی نو بیا بل مشغل ځانته پیدا کړي او که وزګار وګرځی نو لس کاله به د وخت نه مښکی زوړ شی. بر عکس که روزګارته دوام ورکړی ځوان پاتی کیږی. د ټولنی او خلکو سره اړیکی مه پریکوئ د مسافرت او تفریح نه لاس مه اخلئ، معتدل ژوند اختیار کړئ، خپل اعصاب ډیر کنترول کړئ، په کارونو کی بیړه مه کوئ، د روحی تشویشونو نه ځان لری وساتئ، دډیر خوراک نه ځان وساتئ، ډیره قهوه مه څکئ او د الکولي مشروباتو نه ځان وساتئ، سابه او میوی په خپل خوراک کې شریک کړئ.

په 70 کلنی کی :

په 70 کلنی کی د بدن غړی په طبعی ډول د زوړوالي خواته ځي مګر دا هم د مطلق زوړوالی نښه نده ځکه ډیر خلک پدی عمر کی ډیر تکړه وي او خپل ټول ورځني کارونه په خپله سرته رسوي. پنځم سوئدلوست و په 70 کلنی کی د تینس به لوبه کی لومړی مقام وګاټه. ډیر خلک پدی عمر کی خپلو اموراتو ته ښه رسیدګي کولی شي او لوی کارونه سرته رسوي. حتی هنرمندان، نقاشان، داستان لیکونکي په ښه ډول خپل هنر ښودلای شي. پدی عمر کی د طهال (توری) ، عضلاتو، ځګر، لمفاوي غوټو اوصفرا کڅوړی حجم او وزن کمیږي مګر زړه لویږي. په 70 کلنی کی د مفصلونو بیماری هم پیدا کیږی چې د یوی خوانه د زهری موادو لکه: کولسترول یوریک اسید او نورو جمع کیدل دی په مفصلونو کی او د بلی خوا د بدن د عمومی انساجو سفت کیدل او اهکی کیدل دی. همدارنګه د پاراتائیراید پر غدی کی د شحم د ټولیدو په اثر تغیرات راځی چی خپل فعالیت چی د کلسیم د میتابولیسم د تعادل ساتل دی په ښه توګه نشی اجرا کولی نو ځکه په شریانونو او غضروفونو کی اهک ټولیږی چی به عملی اصطلاح کی ورته (کالس فیکاسیون) وایي نو ځکه به وینه کی د کلسیم د کموالی په اثر په هډوکو کی کلسیم کمیږی او هډوکی بی دوامه کیږی او ژر ماتیږی. د کولسترول جمع کیدل وینی جریان خصوصأ شعریه عروقو ته تاوان رسوي چی د شعریه عروقو د تنګیدو سبب ګرځي نوځکه باید په خوراک کی تغیرات راوستل شی یعنی غوښه او غوړ مواد ډیر لږ وخوړل شی او په ځای ئي د قندی موادو نه چی ډیره انرژي لري استفاده وشي. د قندی موادو هضم اسانه دی.

ډیر کم کسان دی چی په 70 کلنی کی په روماتیسم نه وي اخته. اغلبأ بدن به عمومی روماتیسم اخته وي او مفصلونه يي درد پیدا کوي چې دردونه د یخنۍ، حرکت، رطوبت، باد او باران سره ډیریږي. اوس نو د هغه دردونه یوه اندازه کمیدای شي خو مطلق اعلاج باید د ځوانۍ نه پیل شی.

پدی عمر کی شخص استراحت ته ضرورت لري خو مطلق استراحت باید و نکړي. خپلو کارونو ته دوام ورکړی که تجارت مو کاوه نو خپل تجارت ته دوام ورکړی، لیکولان خپلو لیکنو ته دوام ورکړی او هر څوک چی پدی عمر کی په کار او شغل باندی اخته وی ډیر عمر به ولری نظر بیکاره شخص ته. کار کول ښه اعلاج د روماتیسم دی مګر په بدنی او فکری کارونو، ورزش ، فعالیت تفریح او نورو کارونو کی د اعتدال نه کارواخلی، خپل روانی حالت ته باید توجه وکړی. د مایوسی نه ځان وساتی، دزوړوالی به باره کی فکر مه کوی بلکه کوښښ کوی د ځان نه ځوانو کسانو سره اړیکی ولری. د ماشومانو په تعلیم او تربیه کی برخه واخلی او ځان تلقین کړی چی لازاړه شوی نه یاست.

 په 80 کلنی کی:

څوک چی دی عمر ته روغ جوړ را ورسیږی فاتح دی پدی عمر کی ممکن دی شخص دا قبول کړی چی زوړ شوی دی. مګر لازمه نده دا قبول کړی چی دهغه د ژوند دوره ختمه شویده ځکه همداسی چی 80 کلنی ته رسیدلی دی دا امکان لری نور هم عمر ئي اوږد شی.

په 80 کلنی کی د بدن ټول غړی د انخطاط په حالت کی وی. د غړو عملیات بطی کیږی مګر دا حالت هم په اشخاصو کی کاملأ متفاوت دی. شخص د عمر په زیاتیدو سره نریمیږی نو ځکه وائي څوک چی 80 کلن شی نور نه زړیږی.

پدی عمر کی سږی ډیر حساس وی او د پښتورګو عمل کمیږی، د صفرا به ترشحاتو کی کله کله اختلال پیداکیږی، د حسی او حرکی اعصابو عکس العملونه کمیږی او د بدن په دوو برخو کی ډیر بدلون راځی: ۱- دهډوکو د مقاومت کموالی ۲- د تنفسی دستګاه اختلال.

دهډوکو دمقاومت د کموالی علت د کلسیم د میتابولیسم اختلال دی چی هغه هم د پاراتائیراید( Parathyroid )غدی د نقص له کبله وی. اما د تنفسی دستګاه اختلال زیاتره د سینی د قفس د متصلب کیدو په اثر او وروسته د تنفسی دستګاه د سفت کیدو له کبله وی. دمخاطی ( Mucusa )غدو او لمفاتیک غدو د ترشحاتو له کبله مخاط ( Mucus ) کمیږی او سږی مستع کیږی او پړسوب پیداکوی. دا حالت شخص په عذابوی. د تنفس مقدار چی په 50 کلنی کی 18 واری وی په 80 کلنی کی 17 واری شی، نو ځکه د کار په وخت کی نفس تنګی ورته پیداکیږی. بله مسئله پدی عمر کی د هډوکو د ماتیدو ده چی یو جز ئي غورځیدل چی د خوانانو لپاره بی تفاوته دی ددوی د هډوکو د ماتیدو سبب شی او په بستر کی پریوتل او دهغه جوړیدل لویه معضله ده. لکه چی وویل شو د سږو عارضه هم مهمه ده ځکه یو ساده ټوخلی یا ګریپ دوی په یو لوی مشکل اخته کولی شی. د جراحی عملیات هم پدی عمر کی د خطر نه خالی ندی. نو ځکه د ځان سره احتیاط کول ډیر ضرور دی.

د 80 کلنی نه وروسته:

پدی عمر کی شخص نشی کولی په دوا مداره ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی نو ځکه خپلو غړو ته ډیره توجه پکار ده. د ستړیا، ګرمی او یخنی نه ځان وساتی دا په دی معنی ندی چی بالکل د کوټی په کنج کی کینی بلکه په کور او د کور نه دباندی باید چکر ووهی خو احتیاط به کوی چی چیرته و نه غورزیږی او یا کوم شی سره ټکر نشی ځکه د هډوکو ماتیدل پدی عمر کی ډیر خطرناک دی. همدا رنګه خپل ځان د یخنی څخه وساتی ځکه په زړو کسانو کی د ذات الریه تولیدیدل ډیر خطرناک دی. ډیر وخت په بستر کی مه تیروی، ټینګ چای، قهوی او دوخانیاتونه ځان وساتی. ددوی غذا باید سپکه او زیاتره لبنیات او قندی مواد وی. نو په همدی اساس زمونږ په خلکو کی متل دی چی زاړه په خواړو دی نو باید ددوی خوراک ته ډیره توجه وشی. هرڅومره چی دوی دماغی کارونوته ادامه ورکړی ددوی صحت ته ګتور دی ښه خبره داده چی دوی مشغول وساتی. پدی عمر کی چی د ژوند ډیری سړی او تودی لیدلی وی نو ډیر سخت او بردباره وی.

لنډیز:

مونږ یو ځوان له یوه زاړه کس څخه بیلولی شو مګر د هغوی اصلی عمر نشو تعینولی ځکه دا ډیر ګران دی چی د چا مطلق عمر تعین ګړو. اما مونږیو کس هغه وخت زوړ بولو چی د هغه انساج او غړی نور تجدید نشی او د جنسی غدو فعالیت ودریږی خو دا هم مطلق ندی ځکه وده د غړو او انساجو په 25 کلنی کی توقف کوی نو باید د 25 کلنی نه وروسته یو شخص زوړ وی. نه داسی نده ځکه انسان یو ځل نه زړیږی بلکه ټوټه، ټوټه زړیږی او دا ټوټه، ټوټه زړیدل هم په ټولو کسانوکی یوشان ندی نو ویلای شو چی زوړوالی او زړیدل د انسان په طبیعت، وراثت، صحت او سلامتی، د ژوند ډول، اقتصاد، محیط، روحی او روانی حالاتو پوری تړلی وی.

پخوابه 50 کلن سړی زوړ بلل کیده مګر نن ورځ 80 کلن سړی زوړ دی دا ځکه چی د زوړ والی په ضد مبارزه د پخوانه تر اوسه پوری روانه ده او د زوړوالی پیژندنی علم د متخصصینو د ستورونه، فعالیتونه او نصیحتونه پدی برخه که ډیر ګټور دی چی هر شخص باید په هغه باندی ځان پوه ګړی او عملی یی کړی. ددی علم مقصد داندی چی یوشخص دی په زوړوالی کی ډیر عمر وکړی بلکه مقصد ئي دادی چی به ډیر عمر کی ځوان پاتی شی. خپل ورځنی فعالیتونه په ښه ډول اجرا کړی، د نورو داوږو بار نشئ، دمایوسی نه وساتل شئ او په ژوند چی دالله نعمت دی شکر وکړی او د خپل ژوند نه په هر عمر کی خوند واخلی.

 ماخذونه :

1- خواص میوه ها و خوراکیها – مهه دادمهرین – چاپ امین – انتشارات خشایار- تهران 1381 ص ص  300 – 291

2- E. F. W. Powell, Health secrets of all ages, United States of America 1992 PP 102 – 106.

3- Liugi Carnaro, How to live one Hundred years, India 1995 PP 215 -225.