د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ځوانانو ټولنې لوبډله د رمضان سيالۍ پايلوبې ته بريالۍ شوه

کرکټ څانګه 03.09.2010 01:55

نن د پاکستان په رمضان کپ کې د افغانستان د ځوانانو د ټولنې لوبډلې (چې د افغانستان په استازيتوب په دې سيالۍ کې برخه اخلي) د پاکستان پاک کورنګي لوبډلې ته ماته ورکړه او د دې سيالۍ پايلوبې ته بريالۍ شوه.

افغان لوبډلې په ۶ ويکټو وګټله او لا یې ۳ توپونه په لاس کې لري.

نن پچه پاک کورنګي وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه. پاک کورنګي په لومړي دوه اورونو کې دوه ويکټې له لاسه ورکړې او ټولې يې ۴ منډې کړې وې چې پرې د ډېر فشار لامل وګرځېد. خو وروسته یې توپ وهونکو حوصله پر ځای کړه او منډې یې پورته کړې. پاک کورنګي په ننۍ لوبه کې ۱۱۹ منډې وکړې. د افغانستان توپ وهنه او توپ ټولونه ډېره اغېزمنه وه.

نن د افغانستان لپاره حميد حسن دوه، سميع الله، شاه پور، او عبدالله مزاري يوه يوه ويکټه واخيسته.

د افغان لوبډلې روزونکی اسدالله وايي چې د ۱۲۰ هدف ورته ستر نه ښکارېده ځکه افغان لوبډلې په دې سيالۍ کې ځان په زبات رسولی دی او ټول پوهېدل چې افغان لوبډله کولی شي دا هدف پوره کړي. اسدالله چې په افغانستان کې یو له ښه روزونکو څخه دی او د ډېرو افغان لوبډلو سره يې بهرني سفرونه هم کړي دي وايي چې نن پيچ يا ځغاستځای منډو جوړولو ته جوړ و او په خپله لوبډله باوري و. نوموړی وايي چې نن یې پيل په محمد شهزاد او شفيق الله شفق وکړ او پلان دا و چې دواړه به په پيل کې تېزه لوبه کوي. شهزاد په لومړي اور کې درې سر په سر څلوريزې ووهلې چې د کرکټ په اصطلاح کې ورته هيټرک وايي.

د افغان لوبډلې روزونکی زياتوي چې سره د دې چې دوه لومړۍ ويکټې یې نسبتا زر له لاسه ورکړې خو اصغر ستانکزي او محمد نبي لوبه راټينګه کړه او افغانستان یې د بري تر پولې ورساوه. په ننۍ لوبه کې اصغر ستانکزي تر ټولو ډېرې ۴۱ او محمد نبي ۳۵ منډې وکړې. دواړه ډېره ښه ملګرتيا وکړه تر دې چې اصغر په پای کې وسوځېد او سميع الله شينواری توپ وهنې ته ووت چې د محمد نبي سره ملګرتوب یې په بري تمام شو. سميع الله او محمد نبي تر پايه ونه سوځېدل.

افغان روزونکی وايي چې په دې لوبو کې محمد نبي بېرته Form ته راغی او ښه لوبه یې وکړه. د ټولو افغان د دې پوښتنې په ځواب کې چې د عبدالله مزاري د لوبې په اړه څه فکر کوي اسدالله وويل چې عبدالله مزاري پخوا هم د ملي لوبډلې سره وو خو دا چې يو بل کيڼ لاس لوبغاړی (احمدشاه) د ملي لوبډلې سره و نو ځکه دی اوس د هغه له تګ څخه وروسته ډګر ته راووت.

د يادونې ده چې عبدالله مزاري په دې لوبو کې بريالی ثابت شوی دی. نن د لوبې په لومړي توپ لومړۍ ويکټه هم واخيسته.

په ننۍ لوبه کې شهزاد محمدي ۱۳ منډې، جاويد احمدي ۱۳، شفيق الله ۸ او سميع الله ۵ منډې وکړې.

افغان ژورناليست ابراهيم مومند چې دا مهال په کراچۍ کې دی او د رمضان سيالۍ کې د افغان لوبډلې لوبې د سلام وطندار راديو لپاره په ژوندۍ بڼه له لوبغالي پوښښ کوي وايي چې په ننۍ لوبه کې افغان لوبغاړي په توپ اچونه، توپ ټولونه، او توپ وهنه کې وځلېدل او همدا لامل و چې نن یې نسبتان لوړ هدف په اسانۍ پوره کړ.

مومند وايي چې افغان لوبغاړي خوښ دي چې په دې لوبو کې یې د پاکستان د ملي لوبډلې سره لوبېدلي مشهور لوبغاړي ولوبول.د مومند په وينا په دې لوبغاړو کې خالد لطيف، محمد سميع، رانا، عمران نذير، او سهيل خان شامل وو. نوموړی زياتوي چې افغان لوبغاړي په نړيواله کچه ښه لوبغاړي دي او ځکه د نورو ښه لوبغاړو د لوبولو جوګه او سيال دي.

ننۍ لوبې ته له لسو زرو ډېر افغانان د افغان لوبډلې ملاتړ ته ورغلي وو چې نيم یې په لوبغالي کې او نيم یې له لوبغالي بېرون ناست وو. سيل کونکو افغانستان جنډې له ځانه سره لوبغالي ته وړې او نن خو ځينو د افغانستان او پاکستان جنډې سره يو ځای هم نښلولې وې.


د افغان ملاتړ يو برخه. دې ځای ته شاهد افريد او معين خان سټينډونه وايي چې پنځه زره کسان په کې ځايېږي.

د افغانستان دا ملاتړ بيا له لوبغالي بېرون د کورونو په بامونو د لوبې سيل ته ناست دی.

نن افغان سيل کونکو ستر اخلاق وښودل، په ډېره منظمه توګه یې د خپلې لوبډلې ملاتړ وکړ او د افغان لوبډلې په غوښتنه د لوبې په پای کې لوبغالي ته کوز نه شول. له لوبې وروسته یې د ناستې له ځايه خوښي وکړه او افغان لوبډله ورغله او مننه یې ترې وکړه.

د تېرې لوبې په رپوټ کې ټول افغان دې ټکې ته په اشاره د افغان روزونکي اسدلله هغه وينا خپره کړې وه چې په راتلونکې لوبه کې به له افغان ملاتړو هيله وکړي چې له خپلو ځايونو لوبډله تشويق کړي.

د يادونې ده چې افغانان د کرکټ سره اوږده آشنايي نه لري خو ډېر زر يې يادوي او ورسره تړلي سلوکيات هم ډېر په مينه خپلوي چې د تېرې لوبې او ننۍ لوبې په اړه د افغان سيل کونکو چلند یې روښانه دليل دی او کريډيټ یې افغان سيل کونکو ته ځي.

د پاک کورنګي په منځلوبه کې کورنګي الفتح ته ماته ورکړې وه او نيمه پايلوبې يا سيمي فاينل ته بريالۍ شوې وه. افغانستان په منځلوبه کې د پاکستان کرکټ کلب لوبډلې ته ماته ورکړې وه.

سبا به دويمه نيمه پايلوبه ترسره کېږي او ګټونکی به یې د افغانستان سره پايلوه کوي. پايلوبه به د سپتمبر په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د شپې په يوولسو بجو ترسره کېږي.

د افغان لوبډلې کپتان خالقداد نوري د ټيلي فون په ليکه ټول افغان ته وويل چې لوبډله یې پايلوبې ته چمتو ده او د يو ځانګړي پلان له مخې به په پايلوبه کې لوبه کوي.

 د ننۍ لوبې شمېرپاڼه:

AYCA Afghanistan vs Pak Korangi Cricket Club (Today September 3, 2010) (Semi Final)

Pak Korangi C.C won the toss and elected to bat first.

Pak Korangi C.C:

119

/

7

 

(

20

.0

ov)

     

Extras:12

AYCA Afghanistan:

122

/

4

 

(

19

.3

ov)

 

 

 

Extras:2

AYCA won by 6 wickets & qualified for Final of Dr. M.A Shah Lephone Night Trophy 2010

AYCA Batting

Runs

Balls

4s

6s

 

Mohammad Shahzad:

13

9

3 (hat-trick)

0

catch out

Shafiquallah Shafaq:

8

5

0

0

catch out

Asghar Stanikzai:

41

46

3

0

Run out

Javed Ahmadi:

13

16

0

0

Catch out

Mohammad Nabi :

35

33

3

0

Not out

Samiullah Shinwari :

5

4

0

0

Not out

AYCA Bowling

Balls

Runs

Wickets

 

 

Abdullah Mazari:

24

17

1

 

Shapoor Zadran :

24

16

1

 

Samiullah Shinwari :

24

25

1

 

Mohammad Nabi :

24

28

0

 

Hamid Hassan:

24

22

2

   

د افغان لوبډلې جوړښت  لپاره دې تړاو ته ټک ورکړئ