د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پنجاب لاهور تاریخی لاهور ندی

مولانا ذاکر الله ذاکري 02.09.2010 18:32

رښتیا خبره داده چه د پنجاب لاهور تاریخی لاهور ندی بلکه اصلی او تاریخی لاهور هغه دی چه په زوړ لاهور یا په افسوس سره اوس ورته چهوټا لاهور وایی او په مردان ولسوالی او صوابۍ کښې پروت دی چه اصلا ((لا))دمعبود په معنی ده او ((هور)) د شمالی پښتونخوا د پیښور د افغانانو په ګړدود اور ته ویلی شي چه دزردشتی دین لورته ګوته نیسی چه په زرګونو کاله زاړه اثار نن هم په هغه سیمه کښې ،چونکه دراجه رنجیت سنګه او هری سنګه باباګان پنج آب چه داحمدشاه ابدالي دافغانو اولادو نو سره بغض خفی او عداوت جلی ،او کلتوري یرغل لري نو هغه ښهر چه دقطب الدین ایبک لخوا جوړ شوې او اصل نوم یی ((لهور ))یا ((لهانور)).

دلته نون نه ویل دهندی ادب دقواعدو لامله لکه کنواري او کنول چه نون یوازی غنه لری او خپل تلفظ له لاسه ورکوي چه دا ددو ورونو خواته نسبت دې یو ((لهورسنګه))اوبل ((کسورسنګه))چه یو ته په لنډیز سره لاهور اوبل ښهر ته کسور وایی چه که دا خبره روغه وي چه سکهمت مذهب دپنځه سوه کالو څخه زیات تاریخ نلري نوبیا خو نوم ته په لیدلو سره بریښې چې چه دلاهور ښهر هم دومره تاریخ نلري لکه څومره چه پنج آبیان دعوی لري ترڅو دوي له ځانه دسکهانو دنامه څخه ځان خلاص کړي ،لاهور لپاره دلهنور تورې دامام سید علی هجویری چه دزابل دهجویرستان یا هجیرستان اوسیدونکې چه په داتا ګنج بخش نامه هم شهرت لري.

په کتاب کشف المحجوب مخطوطه نسخه چه په دری ژبه ده او د پنج آب پوهنتون په کتابتون کښې د محمد شفیع مدیر په ملکیت قید ده په کار اچول شوې ،چه ما په خپله کتلې دې بله خبره دحیرانتیا ده چه هغه پنج آبیانو داجنبیانو تورې هم په کار اچولې ،بل دلیل دادې چه دپیښور قلعه چه په بیلابیلو دروازو مشتمله وه چه دکابل لور دروازه یی دکابلی دروازه یا کابلی ګیټ او دصوابۍ پّه لور لاهوری ګیټ ددی دلیل دې دوهم دلیل دادی چه دلاهور قلعه هم دصوابۍ په لور جوړه دروازه دلاهورۍ ګیټ چه اوس یی بدل کړې او دلاهوري پرځای ورته لوهاري ګیټ وایی.

،دزیات تفصیل لپاره دمحترم ورور حقیقی افغان او ددیوبند دمشهور عالم رحمت الله ژوبوال غورغوښت ځوی علامه عبد العلی محقق مندوخیل په خپلو لیکنو په ځانګړی توګه هغه لیکنه چه په کوهستان مجله کښې هم خپره شویده دیادول وړ ده چه محترم مندوخیل غورغوښت ډیر دقدر وړ لیکوال دی په کار ده چه ډیر اهمیت ورکړ شې او افغان پانګوان دهغه لیکنی ولیکی او ملت ته یی وړاندی کړي.