ارشاد حج اوقافو رياست درئېس دمړيني له كبله د ولايت مقام د خواشينى پيغام!!
01.09.2010 21:08له ډير غم او خفګان سره مو نن سهار لس بجې خبر تر لاسه کړ چي د هيواد د سولي او ثبات دښمنانود كندهار ولايت د ارشاد حج اوقافو رئېس محمد حسن تيموري د خپل دفتر مخ ته د يو ناځوانمردانه حملې په ترڅ كي په شهادت ورسوى.
انالاالله انا اله راجعون
دكندهار ولايت مقام د شهيد محمد حسن تيموري په مړينه ژوره خواشني څرګندوي او نوموړي ته د فردوس جنت او كورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه كوي.
د هيواد د سولي اوثبات غليمانو يوځل بيا وښودل چي دوى نه غواړي چي په سيمه كي دي بانفوذه شخصيتونه كار وكړي ، دوى همېشه دا هڅه كوي چي د هغوى د له منځه وړلو لپاره هر راز دسيسه په كار واچوي خو د دوى دا اعمال دكندهار ولايت د ادارې مورال نه سي كمزورى كولاى او دكندهار ولايت ټوله اداره به د سولي اوثبات د ښمنانو پر ضد مبارزه كوي او د دوى ددې شومو اهدافو مخه به نيسي.
په پاى كي يوځل بيا دكندهار ولايت مقام شهيد ته د فردوس جنت او كورنۍ ته يې د جميل صبر د لوى الله ج د دربار څخه غواړي.
روح دي ښاد وي
پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا
كندهار والي

