فطرت د کابل بانک په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل
01.09.2010 15:00د افغانستان دمرکزي بانک مشر ډاکتر عبدالقدير فطرت نن په يوه بيړنۍ خبري ناسته کې د کابل بانک په اړه تيره شپه په رسنيو کې خپاره شوي ټول خبرونه ناسم وبلل.
ډاکتر قدير فطرت وويل دوه مياشتې وړاندې دافغانستان بانک عالي شورا پريکړه کړې وه چې د شخصي بانکونو په چارو کې به د شفافيت د راوستو په موخه پلټنې پيلوي. ده وويل اوس چې د کابل بانک لپاره ددغه پانک دسهم لروونکو به وړاندیږدافغانستان بانک له لورې دموسې غازي په نوم کوم تن ګومارل شوې دا يوازې دکابل بانک د چارو دسمون په موخه دى ځکه چې هغه يو مسلکي او په کار پوه شخصيت دى.
ده د کابل بانک ټولو مشتريانو ته ډاډ ورکړ چې دکابل بانک په اړه هيڅ ډول انديښنه ونکړي او په عادي ډول خپلو چارو ته دوام ورکړي.
ډاکتر قدير وويل چې افغان دولت او د افغانستان بانک په خپل ټول قوت سره د کابل بانک تر شاه ولاړ دي او نه پريږدي چې کابل بانک چې دده په وينا د هيواد په کچه په خصوصي بانکونو کې لومړى ځاى لري زيانمن شي.
ډاکتر فطرت له خبري رسنيو هم وغوښتل چې په راتلونکي کې د خبرونو د خپراوي پرمهال له دقت نه کار واخلي او داسې خبرونه خپاره نه کړي چې د ټولنې داکثريت خلکو دانديښنې سبب وګرځي.

