له دندې څخه په امريكه كښې د افغانستان د سفير لرې كيدل
01.09.2010 13:25د ټول افغان په سايټ كښې مى ولوستل چې د جمهور رئيس د ځانګړ ي فرمان له مخې په امريكه كښې د افغانستان سفير سيد طيب جواد له دندې لر كړاى شو.
زه د جمهور رئيس ددې اقدام قدر داني كوم او هيله لرم چې د يو شمير نور و بدنامه سفيرانو په اړه هم ورته اقدامات وكړي.
سفير د هيواد او جمهور رئيس نمايندګي كوي كه چيرې يو سفير په خارجي هيواد كښې غير اخلاقي ، غير ديني ، غير افغاني اعمال سرته رسوي نو له دې سره د هيواد نوم او عزت ته سخت تاوان رسيږي.
سيد طيب جواد د پوهاند مير حسين شاه زوى دى. پوهاند مير حسين شاه د ادبياتو د پوهنځي استاد ؤ . په يو وخت كښې مير حسين شاه د وخت دپښتو ټولنې له رئيس سره شوروي اتحاد ته په سمينار كښې د ګډون د پاره تللى ؤ . د پښتو ټولنې رئيس د هيئت مشر ؤ . د پښتو ټولنې رئيس خپله مقاله د سمينار ګډون كوونكو ته په خپله ملي ژبه پښتو اوروله ، مير حسين شاه ورته وويل چې رئيس صاحب خبرې دې په فارسي ژبه وكړه ، دلته څوك په پښتو نه پوهيږي ، د پښتو ټولنې مقتدر رئيس ورته وويل چې دا زمونږ ملي ژبه ده او زه په ملي ژبه خبرې كوم ، بيا دې څوك په فارسي هم ترجمه كړي . مير حسين شاه كه څه هم د پښتو ژبې سره مينه نه درلوده خو بيا هم په سړيتوب وهيده او دروند سړی ؤ ، داسې بد اخلاقيانې يې نه كولى خو دا زوى يې د پلار په لار روان نه دى
زه سيد طيب جواد ته وايم چې خداى دې خوا ر كړه ، ولى داسې كارونه كوې ؟ دا نام بد ي درته ښه ښكاري ؟ . تا نه يوازې ځان بدنام كړ بلكې خپل هيواد دې بد نام كړ . څه ووايم جمهور رئيس درباندې اعتماد وكړ او تاته يې لويه څوكۍ دركړه خو تا ورڅخه ناوړه استفاده وكړه. په بيلبيلو سايټونو كښې او همداشان د امريكې په اخبارونو كښې ستاپه باره كښې خبرې او عكسونه نشر شول . كه د ځان د عزت او آبرو خيال درسره نه ؤ اقلا د وطن د عزت او آبرو خيال خو به دې ستلى ؤ . دا هيواد د سل هاو زرو او مليونو افغانانو په وينو آزاد شوى دى ، دا وينې ډيرې قيمتي دي ، په دې قيمتي وينو دا وطن آزاد شوى او ته يې څومره ارزانه خرڅوې . ته هيڅ لايق ددې وظيفې نه وې ، جمهور رئيس تير وتلى ؤ او هغه نه پوهيدو چې ته به داسې بې عزتي كوې .
بيا هم له جمهور رئيس څخه غواړم چې په داخل او خارج كښې ناوړه ، بيكاره ، مفسد عناصر له خپل حكومت څخه لر كړي او په ځاى يې پوه ، لائق ، وطن پرست ، با اخلاقه ، شريف عناصر ځاى په ځاى كړي .
ما علينا إلا البلاغ

