د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټیلیفون پرکرښه

شیرین اغا جهانګیر 01.09.2010 12:00

کله چې ماشوم وم، زمونږ په چم کې اول چې چا ټېلېفون واخست، مونږ وو. تر اوسه مې د ټېلېفون پخوانۍ زړه دستګا، د هغه توره غوږۍ او مزی چې د دیوال پورې نښلول شوي وو، په ډېر ښه توګه په ذهن کې پاتې دي.
زما قد ټیټ وو او لاس مې ټېلېفون ته نه رسېده. هرکله چې به مې مور په ټېلېفون کې خبرې کولې، څنګ ته به يې ودرېدم. غوږ به مې ورته نیولو او د هغه له خبرو نه چې له ټېلېفون سره يې کولې، خوند اخسته.
موده وروسته پوه شوم چې د ټېلېفون په دستګا کې یو عجیب مخلوق ژوند کوي چې په هرڅه پوهیږي. د دغه مخلوق نوم ( لطفآ معلومات ) وو. هغه هرې پوښتنې ته ځواب ورکاوه. مناسب وخت يې پېژانده او د هرچا د ټېلېفون شمېره يې په چټکۍ سره موندله. په لومړي ځل مې ددغه عجیب مخلوق سره هغه وخت اړېکې ټېنګې کړې چې مور مې د ګاونډیانو لیدنې ته لاړه وه.
ځمک تلي ( زیرزمینۍ ) ته ښکته شوی وم او د خپل پلار د ترکاڼۍ له وسایلو سره مې لوبې کولې. ناګهانه مې خپله ګوته په څټک ووهه.
لاس مې ډېر زیات درد کاوه، مګر هغه وخت ژړل کومه ګټه نکوله، ځکه چې په کور کې هیڅوک هم نه وو چې تسلي راکړي.
خپله ګوته مې په خپله خوله کې نیولې وه او په کور کې تاوېدم راتاویدم. تردې چې زینو ته ورسېدم او سترګې مې په ټېلېفون پرېوتې. زر لاړم. یوه چوکې مې پېداکړه او پرې ودرېدم.
ټېلېفون مې پورته کړه او د تېلېفون په غوږۍ کې مې وویل:
- لطفآ اطلاعات
د اړیکې د ټېنګېدو غږ مې تر غوږ شو او بیا یو چا په آرامه او څرګنده زما په غوږ کې وویل:
- اطلاعات
بې له ځنډه مې وویل:
- ګوته مې درد کوي...
اوس نو یو څوک وو چې زما خبرې واوري، اوښکې مې په بهېدو شوې. پوښتنه يې وکړه:
- مور دې په کور کې نشته؟
ورته مې وویل چې هیڅوک هم په کور کې نشته
پوښتنه يې رانه وکړه:
- وینې شوی خو نه يې؟
ځواب مې ورکړ:
- نه، خپله ګوته مې په څټک وواهه. اوس ډېر زیات درد کوي.
پوښته يې وکړه:
- لاس دې یخچال ته رسي؟
ورته مې وویل:
- هو، کولای شم چې دروازه يې پرانیزم.
همغه غږ بیا راته وویل:
- لاړ شه! یوه ټوټه واوره واخله او په خپله ګوته يې ګښېږده.
بله ورځ مې بیا ( لطفا اطلاعاتو ته) زنګ وواهه. نور نو هغه غږ راته پردی نه وو. راته يې وویل:
- اطلاعات
پوښتنه مې وکړه:
- ماڼې څنګه لیکل کیږي؟
هغې راته ځواب راکړه.
له هغه وروسته د خپلو ټولو پوښتنو د ځوابولو لپاره د لطفا اطلاعاتو سره مې اړیکې نیولې. د جغرافيي پوښتنې به مې له هغې کولې او همغه وه چې راته به يې ویل چې امازون چېرته موقیت لري.
هغې کولای شوه چې د ریاضي او علومو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي. هغې راته وویل چې خپل طوطي ته چې اوس اوس مې له پارکه اخیستی وو، دانه ورکړم.
کله چې مې طوطي مړ شو، له اطلاعات سره مې اړیکې ونیولې او د طوطي له غمه ډکه کیسه مې ورته وکړه.
هغه غلې شوه او غوږ يې راته ونیوه او بیا يې هغه خبرې وکړې چې اکثرا يې مشران د ماشومانو د تسلي لپاره کوي.
مګر زه راضي نشوم. پوښتنه مې ځني وکړه:
- ولې هغه مارغان چې ښکلي سندرې وايي او کورونو ته خوښۍ ورکوي، په پایله کې د قفس په یو کنج کې په یو موټی بڼکو بدلیږي؟
ګمان کوم چې زما په درد او احساس باندې پوهه شوه، ځکه چې ويې ویل:
- ګرانه! په یاد ولره چې یوه بله دنیا هم شته چې کېدای شي په هغه کې سندرې ووایو.
ما ګمان کاوه چې نور نو زما حال له وړاندې نه د هغه په خبرو ښه شوی وو.
کله چې د نهو کالو شوم، له هغه ښاره لاړو. زما زړه زما د ملګري پسې ډېره تنګه شوې وه. د لطفا اطلاعات یواځې د هغې زړې داستګا پورې اړه لرله چې پر دیوال نښلول شوې وه. حتی زما په فکر کې هم نه راته چې د خپل نوي کور نوی ټیلیفون وازمایم.
کله چې ورو ورو غټېدم، همېشه د خپل ماشوموالی خاطرې به مې یادولې. د ژوند په هغو شیبو کې چې په شک او ډار کې به پرېوتلم، په یاد به مې شو چې په کوچنیوالي کې مې څومره د امن احساس کاوه.
پوهېدم چې د (لطفا اطلاعات) څومره مهربانه او صابره وه او خپل ټول ځواک يې د یو ماشو لپاره په کار اچوله.
کلونه وروسته چې کله له خپله ښاره د پوهنتون لپاره وتلم، زمونږ ملي بس د لارې په نیمايي کې زمونږ پخواني کلي سره نږدې تم شو. ناببره مې ټېلېفون پورته کړ او خپل کوچني او زوړ کلي ته مې زنګ ووهه. ومې ویل:
- لطفا اطلاعات!
هغه څرګند او آرام غږ چې ما ډېر ښه پېژنده، ځواب يې راکړ:
- اطلاعات یم.
ناببره مې ورته وویل:
- کیدای شي راته ووایاست چې ماڼۍ څنګه لیکل کیږي؟
یوه اوږده خاموشي حاکمه شوه او بیا مې د هغې آرامه غږ واورېده چې ویل يې:
- ګمان کوم اوس به دې ګوته ښه شوې وي.
په خندا شوم او ورته مې وویل:
پس ته په خپله يې؟ پوهېږې چې هغه وخت راته څومره ارزښتمنه وې؟
ويې ویل:
- ته هم پوهېږې چې ستا اړیکې ماته څومره ارزښتمنې وې؟ ما اولاد نلرلو او همیشه به ستا د اړیکو په انتظار وم.
هغې ته مې وویل چې په دغه تېر ټول وخت کې زه څومره د هغې په فکر کې وم. پوښتنه مې ترې وکړه چې آیا کولای شم هر کله چې دلته راځم، اړیکې در سره ونیسم؟
ويې ویل:
- لطفا دا کار وکړه، ووایه چې غواړم له ماري سره خبرې وکړم.
درې میاشتې وروسته زه یو ځل بیا هغه ښار ته لاړم . یو نا آشنا غږ راته ځواب راکړه:
- اطلاعات
ورته مې وویل:
- غواړم له ماري سره خبرې وکړم...
پوښتنه يې وکړه:
- د هغې ملګری يې؟
ورته مې وویل:
- هو، یو ډېر پخوانی ملګری.
ويې ویل:
- بخښنه غواړم، ماري به نیم وخت کار کاوه، ډېره ناروغه وه، یوه میاشت وړاندی مړه شوه.
مخکې لدېنه چې وکړای شم کومه خبره وکړم، راته یې وویل:
- صبر وکړئ! ماري غوښته تاسو لپاره یو پېغام پرېږدي، ویلي وو چې که تاسو زنګ ووهئ، ستاسو لپاره يې ولولم. صبر چې درته يې ولولم...
د کاغذ د خش خش غږ شو او په نا آشنا غږ یو چا ولوسته:
- هغه ته ووایه چې یوه بله نړۍ هم شته چې کېدای شي په هغه کې سندرې ووایو...

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۰۸ سنبله ۱۳۸۹
۳۰ اګست۲۰۱۰
د صفا راډیو اداره، جلال آباد