د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کینیا سره د لوبو لپاره لوبډله اعلان شوه

کرکټ څانګه 31.08.2010 20:08

نن د افغانستا کرکټ بورډ د کینیا سره د انټر کانټینټل د سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۱۴ اساسي او ۴ احتیاطي لوبغاړي اعلان کړل، د افغانستان ملي لوبډله به د دې سیالیو لپاره د تمرینونو کمپ د متحده عربي اماراتو د شارجې په ولایت کې ترسره کوي.

د لوبډلې اساسي او مرستوندویه لوبغاړي به د سپمتمبر د ۱۸ نېټې څخه تر ۲۶ نېټې پورې په خپل کورني لوبغالي شارجه کې خپل تمرینونه کوي، ملي لوبډله به د سپتمبر په ۲۷ نېټه د کینیا د هیواد پلازمېنې ته له متحده عربي اماراتو سفر کوي.

ملي لوبډله په کینیا کې لومړی د انټرکانټینټل د سیالیو خپله شپږمه څلور وررځینۍ سیالي د کینیا د هیواد د ملي لوبډلې سره د اکتوبر د ۲ نېټې څخه تر ۵ نیټې پورې کوي.

د افغانستان ملي لوبډله به په کینیا کې د همدې هیواد سره درې یو ورځینۍ نورې لوبې کوي چې هغه به د اکتوبر په ۷، ۹ او ۱۱ نېټه تر سره کیږي.

لوبډله په لاندې ډول ده:

۱. نوروز منګل

۲. محمد نبي عیسی خېل

۳. ميرويس اشرف

۴. کريم خان صادق

۵. محمد شهزاد محمدي

۶. حميد حسن

۷. نور علي ځدراڼ

۸. سميع الله شينواری

۹. اصغر ستانکزی

۱۰. شاهپور ځدراڼ

۱۱. خالقداد نوري

۱۲. نور الحق ملکزی

۱۳. عبدالله مزاري

۱۴. محمد جاوید احمدي

 احتياطي لوبغاړي په لاندې ډول دي: 

۱۵. عزت الله خان
۱۶. افتاب عالم
۱۷. حشمت شهيدي
۱۸. افسر ځاځی

 په دې سفر کې به د ملي لوبډلې سره تخنیکي مسؤلین هم وي چې په لاندې ډول دي:

د ملي لوبدلې مدیر: نظیم جار عبدالرحیمزی

د ملي لوبدلې روزونکی: راشد لطیف

د ملي لوبډلې فیزیو: عظیم ملک

د ملي لوبډلې ویډیو څیړونکی: داود بابر

د ملي لوبډلې د لوبغاړو د غوراوۍ د کمیټې مشر غوره کوونکو حاجي احمدشاه احمدي.

ښاغلی احمدي او مرستندویه لوبغاړي به د اساسي لوبغاړو سره تر متحده عربي اماراتو مله وي او د تمریني کمپ څخه وروسته به خپل هیواد ته راستنیږي.