د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغاستان د ملي لوبډلې روزونکی راشد لطیف خپلې دندې ته دوام ورکوي

کرکټ څانګه 31.08.2010 12:17

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکې راشد لطیف خپله پرېکړه بدله کړه او وایي چې د افغانستان د کرکټ د پرمختګ او ودې د خدمت لپاره چمتو دی خپلې دندې ته د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزونکې په صفت دوام ورکړي.

کرکټ بورډ وايي چې راشد لطیف د څو ورځو راهیسې د افغانستان کرکټ بور د چارواکو سره د بیا راتللو لپاره خبرې اترې پېل کړي وي، کرکټ بورډ او ښاغلی راشد لطیف دې پایلو ته رسیدلی چې  په همغه پخواني قرارداد د افغانستان کرکت بورډ سره د روزونکې په صفت دنده مخکې بوځي.

 راشد لطیف وایي چې ما پخوا ځکه د افغانستان کرکټ بورډ څخه هغه غوښتنې کړي وي چې په نوره نړي کې د روزونکو لپاره هیوادونه همدا ډول امتيازات ورکوي، په دې اړه ما فکر وکړ چې څه وکړم خو اخري پریکړه مې دا وکړه چې باید زه  بیرته د افغانستان کرکټ بورډ سره خپلې دندې ته د روزونکې په صفت دوام ورکړم او د کرکټ په ډګر کې د افغانستان خدمت وکړم، نو همدا لامل دی چې زه د خپلو روستنۍ غوښتنو څخه تیریږم او ډیر زر به خپلې دندې ته راوګرځم.

راشد لطیف اوس مهال په انګلستان کې دی او د ملي لوبډلې د کینیا سره د سیالیو په تمریني کمپ کې برخه اخلي. ملي لوبډله به د کينيا د لوبو لپاره تمرين د سپمتبر له ۱۸ څخه تر ۲۶ پورې په شارجه کې کوي.

د راشد لطيف بېرته راتګ به په افغانستان کې د کرکټ يو شمېر مينه وال خوښ کړي خو دا پوښتنه راولاړوي چې ولې یې ناڅاپه د دندې د پرېښودو پرېکړه وکړه او بېرته یې ولې ناڅاپه پرېکړه وکړه چې بېرته خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د کرکټ بورډ اجرايوي مشر حامد شينواری وايي چې راشد لطيف ځکه پرېکړه بدله کړه چې افغان کرکټ بورډ یې د لوړو غوښتنو د منلو توان نه لري نو ځکه راضي شو چې د پخواني قراداد له مخې ((د افغانستان د کرکټ خدمت وکړي)). شينواری وايي چې د راشد لطيف د دې پرېکړې هرکلی کوي او هيله مند دی چې له تجربو یې ملي لوبډله پوره ګټه پورته کړي.

شينواری زياتوي چې افغان لوبډله په مخ کې څو مهم سفرونه لري چې د يو ښه روزونکي ملتيا ورسره اړينه ده.

د يادونې ده چې د اکتوبر په سر کې د کينيا له سفر څخه وروسته افغان لوبډله په نومبر کې چين ته په آسيايي لوبو کې ګډون په موخه سفر کوي. که افغانستان د انټرکانټننټل سياليو پايلوبې ته بريالی شي نو په ډيسمبر کې به په اماراتو کې په دې پايلوبه کې د ګډون لپاره سفر کوي. مخکې پتيل شوې وه چې دا پايلوبه به د نومبر په ۲۵ نېټه پيل کېږي، خو دا چې دې نيټې د چين د لوبو د نېټې سره ټکر کاوه نو د افغان کرکټ بورډ په غوښتنه د کرکټ نړيواله شورا غواړي دا نېټه د ډيسمبر لومړۍ او يا هم پنځمې نېټې ته واړوي.