د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولايتي شل اوريزه لوبو مهال ويش اعلان شو

کرکټ څانګه 31.08.2010 10:35

د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد د ۲۴ ولايتونو ترمنځ د راتلونکې شل اوريزې سيالۍ مهال ويش اعلان کړ.

دا سيالي د سپتمبر په ۲۵ نېټه د کابل په لوبغالي کې د ۲۴ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ  ترسره کېږي چې په ۸ ګروپونو ويشل شوي دي. کرکټ بورډ پتيلي چې د پخوانیو سیالیو په نسبت به دا سيالي لا معياري وي نو په همدې موخه یې ورته قوانين ټاکلي او لوبډلې ته یې لېږدلي دي. همدا راز کرکټ بورډ د کابل په لوبغالي کې د لوبغالي د سمونې او نورو اسانتياو په رامنځ ته کولو کار روان کړی دی.

 هره ورځ به دوه لوبې تر سره کیږي، لومړۍ لوبه به د سهار په ۹ بجو او دویم لوبه به د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه پېل کیږي.

کرکټ بورډ وايي چې د سيمه ييز پرمختګ مدير دولت احمدزي لوبډلو ته د قوانينو یو اوږد ليست ورلېږلی چې بايد د لوبو په مهال یې پلي کړي. په دې قوانينو کې دا هم شامل دي چې که چېرته د لوبډلو نمرې مساوي وي نو د منډو د اوسط له مخې به بل پړاو ته بريالۍ لوبډله معلومېږي. که د سيالۍ کميسيون ته ګيلې ورورسېږي او يا سرغړونې وويني نو دا کميسيون پوره واک لري چې پلټه وکړي او تاديبي اقدامات پلي کړي.

کرکټ بورډ وايي چې د دې سیالیو لپاره یې د کابل په لوبغالي  کې دوه زره سيل کونکو ته د ناستې ځایونه جوړیدونکي دي، د لومړي ځل لپاره به د کابل په لوبغالي کې  د لوبې حال د معلوماتو  په تخته ( سکور بورډ) لیکل کیږي، د چمن په شینوالي هم ډیر کار شوی چې د پخوا په نسبت به پکې لوبه خوندوره ښکاري او که لوبغاړی د توپ پسې وغورزي نو د ټپي کیدو امکان به یې کم وي. د رسنیو د خبریالانو لپاره هم ځای یا د رسنیو بکس ځانګړی شوی دی.

د لومړي ځل لپاره د کابل په لوبغالي کې د لوبغاړو لپاره د ناستې ځایونه( پیولین) ځانګړي شوي، د لوبې په وخت کې د دواړو لوبډلو احتیاطي لوبغاړي او اداري مسؤولین پکې ناست وي.

ګروپونه:

ګروپ لوبډلې
الف ګروپ پکتیا، پروان او زابل
ب ګروپ کندوز، پنجشیر او کاپیسا
ج ګروپ لوګر،غزنی او بلخ
د ګروپ خوست، بغلان او هلمند
ه ګروپ ننګرهار، بدخشان او نورستان
و ګروپ کونړ، پکتیکا او هرات
ز ګروپ کندهار، لغمان او جوزجان
ح ګروپ کابل، وردګ او دریم لوبډله

 یادونه: ( د ح ګروپ د درېمې لوبډلې لپاره غور، دایکندي، بامیان او د کوچيانو لوبډلې به په خپل منځ کې لوبې کوي. هرې یوې چې په خپلو کې ډېرې لوبې وګټلې هغه به په راروانو شل اوریزو ولایتي سیالیو کې د ګډون چانس تر لاسه کوي).

د لوبو مهال ويش:

لوبډله

نېټه

وخت

ګروپ

  • Parwan vs Paktia

25th Sep 2010

09:00am

A Group

  • Zabul vs Parwan

25th Sep 2010

01:00pm

  • Paktia vs Zabul

26th Sep 2010

09:00am

  • Panjshir vs Kunduz

26th Sep 2010

01:00pm

B Group

  • Kapisa vs Panjshir

27th Sep 2010

09:00am

  • Kapisa vs Kunduz

27th Sep 2010

01:00pm

  • Ghazni vs Logar

28th Sep 2010

09:00am

C Group

  • Logar vs Balkh

28th Sep 2010

01:00pm

  • Balkh vs Ghazni

29th Sep 2010

09:00am

  • Baghlan vs Khost

29th Sep 2010

01:00pm

D Group

  • Khost vs Hilmand

30th Sep 2010

09:00am

  • Hilmand vs Baghlan

30th Sep 2010

01:00pm

  • Badakhshan vs Nangarhar

31st Sep 2010

09:00am

E Group

  • Nangarhar vs Noristan

31st Sep 2010

01:00pm

  • Noristan vs Badakhshan

01st Oct 2010

09:00am

  • Heart vs Kunar

01st Oct 2010

01:00pm

F Group

  • Kunar vs Paktika

02nd Oct 2010

09:00am

  • Paktika vs Herat

02nd Oct 2010

01:00pm

  • Laghman  vs Kandahar

03rd Oct 2010

09:00am

G Group

  • Jozjan vs Laghman

03rd Oct 2010

01:00pm

  • Kandahar vs Jozjan

04th Oct 2010

09:00am

  • Wardag vs Kabul

04th Oct 2010

09:00am

H Group

  • TBC vs Wardag

05th Oct 2010

01:00pm

  • Kabul  vs TBC

05th Oct 2010

09:00am

د منځلوبې، نيمه پايلوبې او پايلوبې مهال ويش:

Group

vs

Group

Date

A Group

  C Group

06th Oct 2010

B Group

  D Group

06th Oct 2010

E Group

  G  Group

07th Oct 2010

F Group

  H Group

07th Oct 2010

   

First Semi Final

08th Oct 2010

   

Second Semi Final

08th Oct 2010

   

Final

09th Oct 2010

لوبڅاران:

احمدشاه پکتين
عزت الله کونړی
حامد آغا
زراب شاه ظهير