د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حزب او طالبان دواړه پاکستان ته وفاداره دي

خالد عمر 30.08.2010 10:58

حزب او طالبان دواره پاکستان ته وفاداره دي. دواره یې په افغانستان کې د هند پر ضد جورې سوي او د پنجاب د گټو لپاره په جگړه بوخت دي.

زه د گرانو افغان غیرتي لیکوالانو نه په درناوي هیله کوم چې لیکنې د افغانستان د ملي گټو لپاره وکړي او خپل ولس ته د دوی د غلیمانو مخونه بربنډ او رسوا کړي.

یو کس چې عبد الودود نومیږي په دی ورستیو کې په ډېره سپین سترگۍ د طالبانو د ظلمونو لپاره ایت او حدیث استعمالوي، حال دا چې هره شیبه دوی او پاکستان په شریکه د مسلمانانو وینې تویوي. دوی د قران او اسلام له روحه بې خبره دي.
مسلمانان تکفیروي او پر دوی د جاسوسۍ ټاپې لگوي. د افغانانو د پرمختگ، هوساینې او علم مخه نیسي. دوی دخپلو اعمالو نه انکار کوي او هغه اسلام او جهاد توجیه کوي ، خو په عمل کې وژنه، د جهالت اسباب برابرول ، گاونډیانو ته افغانان محتاجول او په شک او د پاکستان په امر د افغانانو قتلول کوي.

دا څه موده مخکې خپله پاکستان جاسوسې اداري چارواکو اعتراف وکړ چې د طالبانو مشران ددوی په خدمت کې دي او ددوی له ارادې پرته کوم اقدام نشي کولای.

دا هم ثابته شوه چې پاکستان ملا عمرته د افغان قومي مشرانو، مخورو علماو او د علم زدکړیالانو لست ورکوي چې باید ترور شي.

هغه طالبان چې امریکایان وژني او ځوانان د عمله نه منع کوي یا مثلا د افغان عسکرو سره په ډیرقساوت او بی رحمۍ سره چلند نه کوي د پاکستان د اجنتانو له خوا ختمیږي. مگر هغه کسان چې په ښارونو کې وحشت اچوی د علم او تحصیل مخه نیسي؛قومي مشران په قتل رسوي د افغانستان عامه ودانۍ او شتمنۍ خرابوي او افغانستان دایمي فقر او احتیاج ته بیایي هغوی ته وده ورکوي او د ای اس ای استخبارات ورته موظفوي چه ساتنه یې وکړي.

دغه کسان چې مبارک ایات بیمورده د قتل ، رعب او ورانی لپاره کاروي او پوهیږي چه افغانان ددوی لدې کارونه نه نفرت لري ، وایي ځکه عامه شتمني ورانوي چه د امریکایانو په لاس جور سوي دي ، مگر بیا انترنت کاروي چې هغه هم د کفارو په لاس جور سوی دی.

خلص دا چې د دوی په لیکنو باور مه کوۍ ځکه چې هغه د دوی د بیرحمۍ او افعالو سره توپیر لري ، او افغانان گاونډیانو ته محتاجوي او نه یې پریږدي چه د علم او ساینس په گاڼو سمبال شي.