دطالبانو په هکله دیو څو پوښتنو او اندېښنو ځوابونه ( پنځمه برخه )
30.08.2010 09:05راغله دښځو دزده کړې خبره، لومړی باید ووایو چې اسلام لکه څه رنګه چې نر ته دزده کړې حق ورکړی همداسې یې ښځې ته هم ورکړی،اوله دې نه مخکې یې پر نر او ښځه دواړو باندې ددین او عقیدې زده کړه کومه چې ضروري ده فرض عین کړې ده، په ابن ماجه کې انس بن مالک رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه داسې روایت کړی دی: (طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ... )د علم زده کړه په هر مسلمان باندې فرض ده، هغه مسلمان که نر وي که ښځه، په ځینو کتابونو کې دمسلمة لفظ هم ورسره راځي، یاني طلب العلم فریضة علی کل مسلم ومسلمة، محدثین کرام فرمايي چې دحدیث شریف په لفظ کې دمسلمة ټکی نشته، دا هسې چا له ځانه ورزیات کړی دی، او دا ددې مانا نه ورکوي چې په ښځه باندې علم نه دی فرض، ځکه داسلام دزیاترو احکامو امر نرانو ته کېږي، خو په هغه کې ښځې هم ورسره راځي، لکه لمونځ، لکه زکات، لکه روژه، نو دلته هم چې علم په نر باندې فرض شو په ښځه باندې هم فرض دی، خو هغه فرض علم ددین او عقېدي علم دی کوم څه چې زمونږ په ټولنه کې يې ښځې خو پرېږده چې ډېر نران یې هم نه زده کوي، دوی یوازې علم دانګریزي ژبې، ریاضي، بیولوژي، فزیک، تاریخ اوجغرافیې زده کړې ته وايي، دا هم ضروري دي، ځکه ددنیا ژوند پرته له دې له خورا کړاوونو سره مخ کېږي، مګر له دغه ټولو نه مخکې دعقېدې، لمانځه روژې او دالله جل جلاله دوحدانیت پېژندل په هر بالغ نر او ښځه باندې فرض عین دي، که يې زده نه کړي ګنهګار دي، آن چې که څوک په عقیده کې دځينو څيزونو په هکله ټکنی وي او په زده کولو کې یې هڅه ونه کړي، نو ایمان یې له لوی ګواښ سره مخ دی ، راغله خبره د نور لوست او لیک هغه نر ته هم روا دی او ښځې ته هم مګر پرې فرض نه دی، هو په هغه وخت کې فرض دی چې پرته له لیک او لوست نه هغه علم نه زده کېږي، لکه طب، لکه انجینري، لکه قضا او څارنوالي ، دا هغه کسبونه یا علمونه دي چې په یوه اسلامي ټولنه کې باید دځينو خلکو زده وي، یاني فرض کفايي دي فرض عین نه دي، په دې مانا چې هر مسلمان په دې نه دی مکلف چې ډاکتر دې شي، یا دې انجینر شي، یا دې پیلوټ شي، یا دې ټانکست شي، یا دې هر مسلمان ملا شي، خو دا بیا ضروري ده چې باید په هر ټولنه کې ځینې کسان ډاکتران وي، ځینې انجینران وي، ځینې دزراعت او کرهڼې او مالدارۍ په هکله وړ او ښه معلومات ولري، ځینې ددین عالمان وي، لنډه دا چې هر هغه څه چې داسلامي ټولنې ضرورت ورته پېښېږي دهغه لپاره پوه او وړ کسان شتون ولري، او هغوی باید دمسلمانانو ستونزې داسلام دبنسټونو او غوښتنو سره سمې هوارې کړي، که یې هېڅوک هم زده نه کړي بیا نو دټولو غاړه بنده ده، پاتې دې نه وي چې ځيني علما دښځې دلیک او لوست مخالفت کوي مګر دهغوی نظر کمزوری او سم دلیل نه لري، سمه خبره دا ده چې ښځه هم لوست او لیک کولای شي،خو یو څه چې اسلام دښځو دزده کړې لپاره اړين بولي هغه دا دي چې ښځې به په پرده کې وي، او له نارینوو نه به ځانته وي، که داسې امکانات نه وو بیا نو ښځې ته دزده کړې کول روا نه دي، ځکه چې داسلام دمبارک دین له اصولو او بنسټونو څخه یو دادی چې کله په یو کار کې ګټه هم وي اوتاوان هم، نو اسلام تر دغه ګټه تېرېږي تر څو له هغه تاوان سره مخ نه شي، او دا داصولو قاعده ده چې ( دفع المفسدة مقدم على جلب المنفعة) يانې له تاوان نه ځان ساتل په ګټه کولو باندې لومړيتوب لري، لکه یو څوک خپل کور ته نېټ را ولې او په دې پوهېږي چې دغه نېټ زما په کور کې ناسم کارول کېږي، او اولادونه مې بې لارې کوې، نو ده ته دا کار نه دی روا، که څه هم چې په نېټ کې خو ګټې شته خو هلته بل خو ا ته تاوان دی پکې ، هو که ګټه له تاوان نه زیاته وه بیا ګټې ته ترجیح ورکول كېږي، دلته په اسلام کې دښځې زده کړه چې فرض کفايي ده دومره ضرور نه ده لکه د ښځې حیا، دښځې پاک لمني، ځکه دټولنې، دکور او کلي دصلاح او فساد واګې دښځې په لاس کې دي، که ښځه سمه وي نو ټولنه به هم سمه وي او که ښځه کږه وي بیا به ټوله ټولنه کږه وي، یوه بې لارې ښځه چې په یوه ټولنه کې څومره بې لاریتوب او فساد خورولای شي هېڅوک یې هم نشي خورولای، ځکه خو اسلام دښځې سمې روزنې ته خورا زیاته پاملرنه کړې ده، او دمسلمانانو پام ېې دېته را اړولی دی چې په دې هکله له خورا غور څخه کار واخلي، اسامه بن زید رضی الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي چې ويې فرمایل: (مَا تَرَكْتُ بَعْدِى فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ ) له ما نه وروسته ما دنارینه وو لپاره تر ټولو ضرر ناکه فتنه پرته له ښځو بل څه نه دي پرېښي ، یانې ښځې دنارینه وو دبې لارې کولو لپاره تر ټولو خطرناکه وسیله ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره ددې لپار ه کړېده تر څو مسلمانان پاملرنه ورته وکړي او په دې هکله وړ ګامونه پورته کړي، له همدې کبله کفار نن تش په نامه دښځو دحقوقو ډنډورې په هر ځای کې غږوي، ځکه دوی پوهېږي چې مسلمانان له همدغې لارې څخه بې لارې کولای شي، ددې مانا دا نه ده چې ښځه ټوله فساد ده، نه کله هم نه داسې نه ده، ښځه داسې ده لکه برېښنا، چې ټول کور ، ښار او هېواد پرې روښانه او آباد وي، مګر که یې شارتې وکوله بیا نو ټول کور او ښار ته اور اچوي، ښځه په یوه ټولنه کې مور ده، خور ده، لور ده، میرمن ده، پرته له ښځې ټولنه منځ ته نشي راتلای ، بلکې پرته له ښځې ژوند نشي کېدای، او زیاتره ښځې بیا په تېره زمونږ او ستاسو دمسلمانې ټولنې ښځې پاک لمنې ښځې دي، په دین مینې ښځې دي، مجاهدې ښځې دي، غیرتي ښځې دي، زمونږ ټولنه چې نن له ډېرو نورو ټولنو نه غوره او پاکه ټولنه ده لامل یې دا دی چې زمونږ او ستاسو دټولنې ښځې پاکې دي، غیرت لري، ننګ لري، له بې حیایۍ او بې شرمۍ نه یې کرکه کېږي، نه ېې غواړي، مګر کفار غواړي چې زمونږ ټولنه هم ددوی دټولنو په څېر شي، دوی دښځو حقوق دا بولې چې ښځه بربنډه له نارینه وو سره یو ځای ناسته پاسته ولري، په هر دفتر کې ځوانه او پېغله ښځه دنر سکرتره وي، او په هر برخه کې ښځې دنارینه وو تر څنګ ددوی دغوښتنو دپوره کولو لپاره ناستې وي، تر څو نارینه دخپلو نفسي غوښتنو دپوره کولو لپاره ښځه په هغه ډول وکاروي چې زړه یې وي، مونږ ګورو چې کفار او غربیان خپل دخرڅلاو په خورا ډېرو څېزونو باندې دښځو بربنډ انځورونه کاږي او هغه بیا خپروي، او په دې ډول خپل بازار ګرموي، دوی دښځې په حیا او دښځې په عزت او پاک نامه باندې تجارت کوي، بیا وايي دادښځې حق دی، ګورۍ تاسو به کله هم نه وي لیدلي چې دوی دخپل خرڅلاو په څېزونو باندې دنارینه وو لوڅ او بربنډ انځورونه کښلي وي، دا ولې؟ که مساوات وي، او عدل وي لکه دوی چې وايي نو بیا خو باید لکه څنګه چې دښځينه وو بربنډ انځورونه خپروي همداسې دنرانو هم خپاره کړي؟ مګر دوی حتی په دغه خپل کفر کې ، په دغه خپله چټله دیموکراسۍ کې درواغزن دي، ټګماران دي، دالله جل جلاله او درسول صلی الله علیه وسلم او داسلام دمبارک دین دښمنان دي، دانساني فطر ت دښمنان دي، دوی ښځه بیچاره یوازې دخپلو شهواتو لپاره نه کاروي، بلکې خپل تجارت هم دښځو په نامه دښځو په عزت او دښځو په حیا پر مخ وړي، اوبیا دادښځو حقوق بولي، او له خپل دین نه ناخبره مسلمانان، له خپل عقل نه کار نه اخیستونکي کسان بیاورته خوشاله وي او وایي چې هو دا خودښځې حقوق دي، نو هر کله چې ښځې ته دداسې څه ور پېښېدو اندېښنه وي چې ددې حیا او پاک لمني له ګواښ سره مخ کېږي، نو دلته باید ښځه زده کړه پرېږدي، هه که زده کړه فرض عین وه بیا به تر خپل وس پورې هڅه کوي چې په یو ډول نه په یو ډول یې زده کړي، مونږ ګورو چې ښځې له کور نه بهر ته دزده کړې په نامه یا دکار په نامه راوزي مګر بیا داسې څه پېښېږي چې ټولې ټولنې ته يې تاوان رسېږي، لکه اوس چې مونږ په غرب کې ګورو، هغوی نر او ښځې یو مخ یو ځای لکه څاروي سره خوشي کړي دي، دادی چې ایډز یې پایله شو، دا خوپرېږده چې په ایډز باندې څومره کلنۍ بودیجه لګي، دا چې څومره کسان په کا ل کې دایډز له کبله مري هغه خو ځانله خبره ده، دغه کفار دومره بې عقل خلک دي چې په دې اوس نه پوهېږي چې ددې پر ځای چې دایډز دناروغۍ دمخنیوي لپاره په ملیاردونو ډالره لګښتونه کوۍ خو لنډ دغه دایډز لامل او سر چېنه بنده کړۍ، دغه لګښتونه چې په دې لاره کې کوۍ دا په یوه بله داسې لار کې وکوۍ چې هم یې ولسونو ته او هم تاسو ته ګټه وي، نو کله چې دانسان ژوند دهغه له زده کړې نه غوره دی، نو که یې زده کړه ددې لامل ګرځي چې په ایډز یې اخته کوي بیانو زده کړه نه ده ورته روا، که نر وي که ښځه، اسلام ښځې ته په ډېر درانه نظر ګوري، احترام یې کوي، دښځې ټول لګښتونه او اړتیاوې يې په خاوند باندې یا په پلار او یا په ورور که واده شوې نه وي ور اچولي دي، ځکه چې دښځې بدن کمزوری دی دکار کولوتوان نه لري،او نه دا شونې ده چې ښځه دې دنر په څېر هر کار وکړي، نر تکړه دی او دهر رنګه کار کولو توان لري، دلته الله جل جلاله که له یوې خوا ښځه کمزورې پیدا کړې ده له بلې خوا یې بیا دهغې دژوند لګښت ټول دنر پر غاړه ور اچولی دی، مګر دیموکراسي بیا وایي چې نه ښځه هم باید دنر په څېر کا ر وکړي، باید مفته یې ونه خوري، او دې ته نه ګوري چې ښځه کمزورې ده، له داسې رنګا رنګ ناروغیو او ستونزو سره مخ کېږي چې نارینه نه ورسره مخ کېږي، کفار چې دښځې تش په نامه دزده کړې نارې سورې وهي ددې لپاره چې ښځه هم دنر په څېر په هره برخه کې کار وکړي په تیاره يې ونه خوري، یو ملګري کیسه راته کوله هغه همدغه پرمختللو هېوادونو ته تلی و، هغه ویل وايي هلته دا خبره کول چې ښځه دې کار نه کوي او ډوډۍ دې وخوري، جامه دې واغوندي او نور ژوند دې پرمخ بوزي، چا هم نه منله، او داسې یې انګیرله چې په نړۍ کې دا سې ځای نشته چې هلته دې ښځه بې له کار کولو نه ډوډۍ وخوري،داسلام مبارک دین دښځې دناتوانۍ له کبله له ښځې نه ځينې نور حکمونه هم پورته کړي دي، په نر باندې یې جهاد فرض کړی، په ښځه باندې یې نه دی فرض کړی، په نر باندې دجومې لمونځ فرض دی مګر په ښځه نه دی فرض، په خپل کور کې یې هم کولای شي، او نر که پرته له کوم عذر نه په کور کې وکولو نو ګنهګار دی، دجمې لمونځ باید هر نر په جمه سره وکوي که یې ونه کوي نو مسولیت یې پر غاړه پاتې کېږي مګر دښځې بیا خپله خوښه ده په جمه یې کوي که شرایط برابر او سم وو، او که په خپل کور کې ، او ښه دا ده چې په کور کې یې وکړي، له دې خبرو نه مې موخه دا ده چې ښځې ته داسلام نظر له کفر سره توپېر لري، مونږ باید دکفارو په نظر ښځې ته ونه ګورو مونږ باید داسلام له نظره ورته وګورو دقرآن له نظره ورته وګورو، زمونږ ستونزه په دې کې ده چې کفار وینو اوبیا ځان ته چې وګورو نو دهغوی په څېر نه وو، بس نو ځان بد را ته ښکاره شي، که مونږ دا سې فکر وکوو چې باید کفار مسلمانان شي اسلام ومني بیا هېڅ کله هم له دې ستونزې سره نه لاس او ګرېوان کېږو.
نوامارت دښځې دزده کړې سره مخالف نه دی، مګر دښځې دبې حیايۍ، دښځې په آبرو او عزت باندې له ملنډو وهلو سره مخالف دی، مونږ دښځې زده کړه په هغه ډول غواړو په کوم ډول يې چې اسلام غواړي نه په هغه ډول چې کفار یې غواړي، کفار خو دښځو سندرو ویلو، نڅا او ګډيدا ته هم دښځې زده کړه وايي مګر اسلام کله هم دې کار ته اجازه نه ورکوي، بلکې زمونږ افغانانو په منځ کې هم هغه ښځه چې دخلکو په مخ کې سندرې وايي، نڅېږي څوک هم دښځې په سترګه نه ورته ګوري، نه یې څوک دکور مېرمن کوي او نه یې دخپلو اولادونو مور، هو ددې په څېر که کوم ډم را پیدا شي هغه خو بیا هسې هم ډم دی، نو مونږ باید دزده کړې او ډمتوب تر منځ توپير وکوو، مونږ مسلمانان یو ، افغانان یو ځانته دین لرو، ځانته رسم ورواج لرو، مونږ باید دامریکې او نورو کفارو رسم او رواج دلته په خپل هېواد کې پلی نه کړو، لکه څه رنګه چې دوی زمونږرسم او رواج په خپلو هېوادونو کې نه پلی کوي.
اوبل دا چې وګورو چې زمونږ ټولنه په کومو برخو کې ښځينه کار کوونکو ته اړتیا لري، په همغو برخو کې هڅه وکړو چې ښځينه مو زده کړې وکړي، مونږ اوس په خپل هېواد کې دطب په برخه کې ښځو ته اړتیا لرو، ددعوت په برخه کې یې لرو، دښوونې په برخه کې یې لرو، دقضا، څارنوالۍ او پولیسو په برخه کې یې لرو، نومونږ باید په همدغو برخو کې ښځې تیارې کړو، اوس مونږ په خپل هېواد کې دانجینرۍ په برخه کې ښځوته اړتیا نه لرو، دموټروانۍ په برخه کې يې نه ورته لرو، چې ښخې ښاري بسونه وچلوي، دپیلوټۍ په برخه کې یې نه ورته لرو،هره ټولنه باید دخپلو اړتیاوو سره سم کار وکړي ، دا خو ګورۍ سخته لویه تېروتنه ده چې مونږ خپلې ټولنې ته هغسې ښځې وروزو کومې چې غربي ټولنې ته روزل کېږي، ځکه دهرې ټولنې اړتیاوې او ضرورتونه، توپیر سره لري، کله هم داسې نشي کېدای چې ټولې ټولنې دې یو رنګه او یو شانته وي او یادې شي.
او دا چې امارت ولې ښځو ته داسې شرایط نه برابرول؟ باید ووایو چې امارت دا کار کولو مګر دځينو ستونزو له کبله ونه توانېدل، ځکه دو ی چا ديته پرېنښودل او نه ورته وزګار شول چې دهېواد په بیا روغاونه پیل وکړي، هغه څه یې چې په وس پوره وو هغه یې وکول، دکابل قندهار لویه لار یې له ټولو ستونزو سره سره بیا هم تر یو بریده جوړه کړه، ځکه چې هغه ډېره مهمه وه، دوی ته هېواد په داسې وخت کې په لاس ورغی چې په مادي او معنوي ډول ړنګ وبنګ و، دټوټې ټوټې کېدو په حال کې و، ولس تر پزې راغلی و، امنیت نه و، ډېرو خلکو به هغه وخت ویل چې هېڅ دې نه وي خو چې آبرو او عزت مو په ځای وي، سر او مال مو خوندي وي، او او س هم ډېر خلک همدا وایي، چې که دطالبانو په وخت کې هرڅو غریبي وه، هر څو لوږه او تنده وه، دخلکو سر او مال، دین او آبرو خو پر ځای و، اوس خو هېڅ هم نه دي په امن، کېدای شي له ځينو سره دا پوښتنه پیدا شي چې نو طالبانو ولې دښځو په کار کولو او دښځو په زده کړه باندې بندیز ولګولو؟ دا کار په همغه وخت کې بالکل یو سم او معقول کار و، ځکه چې په هغه وخت کې داسې حالات وو چې بې بنده وباره ښځو بې لاریتوب ته مخه کړې وه، ډېر خلک یې له لارې ایستلي وو، ښه بیلګه یې دکمونیستانو له حکومت نه وروسته کله چې مجاهدین کابل ته ننوتل دبې پردو ښځو له چټلیو سره مخامخ شول، همغه وو چې ځينې کسان په نارواوو کې ولویدل، جهاد او دجهاد موخې ترېنه هېرې شوې، له یو لوی اخلاقي ناورین سره لاس او ګرېوان شول، که امارت دغه ګام نه وای پورته کړی بیا به هم مسلمانان په عام ډول او ددوی کسان په ځانګړي ډول له دغه ستونزې سره لاس او ګریوان شوی وای، او بل دا چې دغه اوس چې دښځو دحقوقو چېغې وهي، دغو ټولو ته په همغه وخت کې ویل شوي وو چې راشۍ په دغه برخه کې مرسته وکوۍ مګر دوی دې ته نه حاضرېدل، او مرستې یې نه کولې، او اوس بیا وایي چې طالبانو ښځې زده کړې ته نه پرېښودې، دوی غوښتل چې پاک لمنې او غیرتي افغانانې دزده کړې په نامه بربنډتوب او ډمتوب ته ور وبلي، لکه نن يې چې په کابل اونورو ښارونو کې تر یو ځایه دغه آرمان پوره شوی دی، دوی کله هم نه غواړي چې مسلمانانې دې ددوی په لګښتونو باندې دخپل دین او دود په رڼا کې زده کړه وکړي، دوی وايي باید داسې زده کړه وکړي په کومه توګه يې چې غرب غواړي، دوی وايي دا څنګه کېدای شي چې پیسې زه ولګوم او موخه دستا تر لاسه شي، نه باید موخه هم زما تر لاسه شي، ځکه چې زه پیسې لګوم.
په هغه وخت کې هم دښځو زده کړه بالکل نه وه بنده شوې ، زما ښه یاد دي چې په همغه وخت کې هم زمونږ دکلي جینکو په جومات کې زده کړه کوله، عصري زده کړه يې کوله، ریاضي، تاریخ، جغرافیه، پښتو او دري يې زده کول، هېچا هم څه نه ورته ویل، دسویډن دموسسې له خوا یې چارې پر مخ بیول کېدي، یوازې زمونږ کلی نه زمونږ په شاو خوا کلیو کې هم دجینکو مدرسې وي، هو دومره يې کړي وو چې یو خو یې ښوونکي ځوانان نه وو ورته نیولي، او بل دا چې پېغلو ته اجازه نه وه، او هغه هم دکلي خلکو دا کار وکړ، ځکه چې دلویو جینکو له راتګ سره داسې یو څه پېښ شول چې خپله دکلي سپین ږیري یې دې ته وهڅول چې دلویو جینکو راتګ بند کړي، په همدغه کابل کې خپله ما دسر په سترګو لیدل چې جینکو زده کړې کولې ، هو ځانګړي ښوونځي یي نه لرل په جوماتونو کې يې کولې، زه څو جوماتونو ته په میکرویانو کې، په کارته نو کې، په خیر خانه کې، په کلوله پوشته کې او نورو ګڼو ځایو نو کې ورغلم، په ځینو جوماتونو کې خو مې لويې لويې پیغلې ولیدي چې زده کړې یې کولې، او دجومات ملاامامان یې هم زیاتره د حکومت رییسان و، چا هم څه نه ورته ویل، بلکې خپله دحج او اوقافو په وزارت کې داسلامي زده کړو په نامه فکر کوم که کوم بل همدې ته ورته نوم باندې کو م ریاست و، هغه رییس صیب یې دلغمان و، هغه خپله دغه ټولې چارې څارلې، ده خپله په میکرویانو کې جومات درلود، یوه ورځ یې زه جومات ته ورغلم، خپله دده په جومات کې مې دومره جینکۍ ولیدي چې نېږدې له هلکانو نه زیاتې وي او زده کړه یې کوله، ځینې نور بیا وايي چې په نړۍ کې نور اسلامي هېوادونه هم شته دي، هغوی ولې ښځو ته دزده کړې لپاره هر څه برابر کړي دي؟ دا خبره سمه ده او مخکې مو وویل چې امارت دښځو دزده کړې مخالف نه دی، خو مونږ باید داسې ونکړو چې داسې یو هېواد چې یوازې ورانولو يې دېرش کاله نیولي وي، خلک یې دسر او مال سره په تنګ وي، سر او مال يې په امن نه وي، او مونږ په یوه ورځ کې هر څه په تیاره دنورې نړۍ په څېر ترېنه غواړو، نور هېوادونه چې دغو پړاوونو ته رسېدلي دي، په یوه ورځ او دوه ورځو کې نه دي رسېدلي، بلکې په لسګونو کلونو کې ورته رسېدلي دي، دا خو هېڅ عقل نه مني چې یو څوک یو کار ته په شلو کلونو کې رسېدلي وي او نور بیا په یو کال کې ځان ور رسوي، او بل دا چې هره ټولنه له بلې ټولنې سره دځینو عاداتو له کبله توپير لري، دبیلګې په توګه زمونږ د ځینو بې بنده وباره افغانانو یو بیکاره خوی دا دی چې له کور نه بهر ښځې وویني بیا نو دعامو خلکو په مخ کې هم هغه انساني او اسلامي اخلاق ترېنه لاړ شي، ښځې به ځوروي، په یو ډول او په بل ډول، دادي اوس يې مونږ او تاسو دخپلو سر په سترګو په دغه کابل کې ګورو، تر دې چې خبره رسنیو ته هم را ووته او څو څو ځله د لیسو له خوا نه حکومت ته شکایتونه شوي دي چې ښځينه زده کوونکې دځینو نارینه زده کوونکو له خوا ځورول کېږي، مګر حکومت هم په دې هکله هېڅ کوم ګام نه دی پورته کړی، نه یې دغه کسان بندیان کړي نه یې له ښوونځيو نه ایستلي دي، نو په دې سره ډېر داسې غیرتي افغانان شته چې خپلې خویندې او لورګانې زده کړې ته نه لېږي، ځکه دوی ته دښځې عزت او آبرو له زده کړې نه زیات ارزښت لري، په یو ځای کې چې دښځې آبرو خوندي نشي، او ددې امکانات نه وي نو باید تر هغه پورې وځنډول شي تر څو چې وړ اومناسب امکانات ورته برابر شي.
خو په ځینو نورو هېوادونو کې بیا خلک دا رنګه نه دي، دغه لنډ پاکستان چې زیاتره افغانانو لیدلی دی، چا به هم تر اوسه پورې نه وي لیدلي چې په لارو یا کوڅو یا په سرکونو کې نارینه زده کوونکو ښځينه زده کوونکې ځورولې وي، که وي هم ډېر کم به وي، ما خو نه دي لیدلي که بل چا لیدلي وي څه ووایم، هو پټ به څه کېږي یا به نه کېږي له هغه خو زه نه یم خبر ، کېدای شي کېږي به ولې به نه کېږي، مګر خلک یې په دې هکله دومره نه دي زړور لکه افغانان، نو ځکه خو ددې ډېره ویره نه وي چې ښځې ته به څه ستونزه جوړه شي، هو هغه ښځې چې خپله یې جوړوي یا یې غواړي هغه خو ځانله خبره ده، او په هر ځای کې شته، نو دېته مو فکر وي چې هر ځای یو په یو دبل ځای په څېر نشي کېدای.
ګورۍ زمونږ او ستاسو په ټولنه کې یو ډېر عجیب عادت دی په تېره بیا په کلو او بانډو کې یوه ښځه یا جینۍ له کور نه بهر را وزي، فصل ته ځي، پټو ته ځي، واښه راوړي، آن ځينې خو يې بوټي راوړي، مګر خلکو ته دا کومه بده خبره نه ښکاري، ځکه چې په عام ډول داسې څه نه پېښېږي چې دښځې په هکله دې دکومې ستونزې دراولاړېدو لامل شي، دښځې مخ تل پټ وي، نر نشي کولای چې له پردۍ ښځې سره په فصل کې یو ځای شي، یا په کلي کې ورسره یو ځای شي، ځکه یو خو له خلکو نه یرېږي، او بل داچې کیلوالې ښځې درنې، غیرتي او پاک لمنې ورته ښکاري، نو ځکه دبل په آبرو تیری نشي کولای، او که یې کله دکولو څه هوډ وکړي نو هر څوک یې مخې ته ودرېدلای شي، او هر څو ک یې رانیسي، مګر په ښارونو کې بیا کیسه داسې نه ده، هلته خو چې چا هر څه وکول، که یې نر کوي که ښځه تر ډېره پورې یې څوک مخه نه نیسي، ددې مانا دا نه ده چې په ښارونو کې ټول بیکاره خلک اوسي، په ښارونو کې ډېر پاک پاک خلک اوسي، داسې نیک نیک خلک چې په ډېرو کلیو او بانډو کې نه وي، مګر دښځو دبیلاریتوب لاملونه دکلو په پرتله په ښارونو کې زیات وي، بیا په تېره چې حکومت هم داسې حکومت وي چې نه داسلام پروا لري او نه دقرآن، په تلوېزیونونو کې یې داسې څه خپرېږي چې انسانیت ترینه شرمېږي، کوم څه چې ټول یې وینو.
او بله ستونزه دا ده چې که په کلیوالو سیمو کې ښځو ته دزده کړې بیا په تېره دعصري زده کړي لپاره لار پرانیستل شي، او مناسب اوړ امکانات نه وي، نو بیا داسې ځینې ټولنیزي او اخلاقي ستونزې ترېنه راولاړېږي چې کله کله ددوه کورنیو په همېشنۍ دښمنۍ باندې بدلېږي، آن چې خبره تر وژلو پورې رسېږي، او مرګونه پرې کېږي، ځکه خلک له دغه رنګه کار سره نه دي بلد، نو یو په یو پرته له دې چې دښځو لپاره ځانګړې چارې په کار واچول شي په کلو او بانډو کې ښځې دزده کړې په نامه بهر ته را ایستل نورې ستونزې پنځوي، دلته به زه یو دوه داسې پېښې چې په همدغه څه وخت کې دهمدغه زده کړې له کبله پېښې شوې دي درنو لوستونکو ته وړاندې کړم، په یو کلي کې دنجونو لپاره دښوونځي په نامه څه هڅې پیل شوې، دکلي نجونې ورته راتلې، له یو بل کلي نه هم ځینې ځينې ورته راتلې، خو په دغو نجونو کې ځینې لويې وي، ځینو کلیوالو او دوستانو به دهغه یوې انجلۍ پلارته ویل چې ګوره دغه لور دې لویه ده، ښوونځي ته یې مه لېږه، ځکه دوی یو څه ليدلی وو، پلار یې چې یو معلم صیب و دا خبره ځکه سمه نه ورته برېښېده چې خو لور یې ده زده کړه کوي دا چا يې پرې څه؟ یوه ورځ کوم دوست معلم صیب ته خبر ورکوي چې لور یې سهار وختي له کوم ډریور سره تښتېدلې ده، دی هم بیړه کوي سمدستي په موټر کې ورپسې سپرېږي، لنډه دا چې په کابل کې یې را ګیروي، دوستان خپلوان را غونډېږي، ډریور او انجلۍ دواړه بیرته کلي ته راولي، دسیمې سپین ږیري او مشران سره را غونډېږي چې اوس دغه ستونزه هواره کړي، دانجلۍ پلار او خپلوان وایي دغه کس زمونږ ښځه تښتولې ده، مونږ یې وژنو، انجلۍ وايي زه په خپله خوښه ورسره تلې یم، لنډه دا چې پرېکړه داسې کېږي چې دغه ډریور به فکر کوم څلور لکه روپۍ جرمانه ګالي، یو څه به ولور شي، یو څه به دکلي بد او یو څه به دسیمي بد، ډریور نور څه نه لري هغه خپل موټر خرڅوي او له پرېکړې سره سم جرمانه ګالي، پاتې دې نه وي چې دا ډریور بل واده هم لري بچیان هم لري، مګر تر اوسه پورې داکیسه په سیمه کې یو متل دی، نه دهغه انجلۍ پلار ، نه یې خپلوان او نه هم دسړي په سیمه کې په هسکو سترګو ګرځېدای شي، له دې وروسته د سیمې خلک خپله دښوونځي دله منځه وړلو په اړه ګام پورته کولو ته اړکېږي او هغه بندوي.
بله پېښه داسې را منځ ته کېږي چې یو مخور سړی دخپلې لور لپاره چې ډېره پرې ګرانه وه په کور کې دزده کړې لپاره چارې ورته سمبالوي، معلم ورته نیسي هغه ته دمیاشتې تنخوا ورکوي، وخت تېرېږي بله ورځ پلار ګوري چې لور یې په کور کې نشته، که ګوري له معلم صیب سره تلې ده، معلم صیب هم چې تر یو ځایه زور لري ورته وايي چې هو لور دې له ماسره تلې ده، او زما میرمن ده، پلار له همدغه ورځې دخپلې لور او زوم سره داسې دښمني پیلوي چې په مرګ یې هم هیله نه کوي، مګر وس یې نه رسي، او تر ننه پورې لور نشي کولای چې دپلار کره ور شي، څو څو ځله یې له یوې او بلې لارې پلار ته حال لیږلی چې مور مې یادېږي، وروڼه ، خویندې او دوستان مې یادېږي یو ځل به درشم یا دې دوی راشي، مګر پلار وايي ته یو ځل راشه چې زه دې له ټولو نه بېغمه کړم، زما خو دې په کور او کلي کې ږیره را و خرییله، اوس لګیا ده شپه او ورځ ژاړي چې دا مې څه وکول، او پلار هم په سیمه کې ښکته ګوري، ټول خلک وايي خوار مه شي چې دلور دسمبالولو نه وي نو معلم دې ولې کورته پرېښود.
نورې هم دا رنګه ډېرې پېښې شته، له دې نه مې موخه دا وه چې زمونږ او ستاسو دټولنې جوړښت او عادات له نورو سره توپیر لري، باید په خورا احتیاط او کرارۍ او حکمت سره دښځو دزده کړې په هکله ټینګ او وړ ګامونه پورته شي.
که خلک په دې ډاډه شي چې ښځو ته یې څه ستونزه نشته، د بې شرمیو او بې حیایییو ښکار کېږي نه، بلکې د کلو او بانډو په څېر هر څوک خپل برید پېژني ، نو بیا به کله هم څوک دښځو دزده کړې مخالفت ونه کړي، نه به یې ملا وکړي نه به یې طالب او نه هم نور خلک، او که داسې ګډه وډه بازي وي بیا خو به یې نو هر څوک کوي، پاتې دې نه وي چې اوس ددغه چټلې دیموکراسۍ له کبله په ځینو کلو او بانډو کې هم تر ډېره پورې حالات سره بدل را بدل شوي دي، الله جل جلاله دې رحم وکړي.
ښه دغه ښوونځي ولې سوځول کېږي؟ دغه ښځينه زده کوونکې ولې مسمومېږي؟ په دې هکله به په راتلونکې برخه کې سره وغږیږو...

