د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوب او ډار - لنډه کيسه

شیرین اغا جهانګیر 30.08.2010 10:38

د یوه سپین فرش دپاسه يې څنګ ته کښېناستم. راته يې وکاته. ما هم ورته وکاته، یوه شپږ کلنه نجلۍ، ویښتان يې خرمايي او د جامو رنګ يې قهوه يي وو.
غلی ورنږدې شوم او په ورو غږ مې ورته وويل:


سلام وړې!
مخ ېې را واړوه، مسکۍ شوه او راته يې وویل:
- سلام
سترګې يې روښانه قهوه يې رنګه وې، په سترګو کې يې خندل.
پوښتنه مې ترې وکړه:
- ښه يې؟
سر يې ښکته او پورته کړه. او په نرې غږ يې راته ځواب راکړ:
- هو، ښه یم.
- پارک ته یواځې راغلې يې؟
بیا په خندا شوه. د خندا غږ يې زما په غوږونو لکه د رباب د یوې نغمې لږېده. ځواب يې راکړ:
- نه نه... هغوي راسره دي... ملګري مې...
په خپلو ګوتو سره يې د پارک منځ ته اشاره وکړه. ومې کاته. یو هلک او یوه نجلۍ، ټال ته ختلي وو او لوبې يې کولې. په ډېر سکون او کراره مې ورته وکاته او پوښتنه مې ترې وکړه:
- ته نو ولې یواځې ناسته يې؟ نه غواړې تال وخورې؟
خپل سر يې ښي او کیڼ لور ته وخوځاوه او ځواب يې راکړ:
- نه، زه له هغوي نه مشره یم.
دا ځل ما ونه خندل. دومره جدي غږېده چې ماته د خپلې خندا په واک کې راوستل ګرانه وه. په برګو سترګو يې راته وکاته او ويې ویل:
- تاسې لوبې نه کوئ؟
دا ځل مې ښه ډېر وخندل. ډېرې خوږې خبرې يې کولې. ورته مې وویل:
- زه؟ زه لوبه وکړم؟ زه خو لتانه هم مشر یم. زما څنګ ته نږدې شوه، خپل کوچنی لاس يې زما په اوږه کېښوده او ډېر جدي يې راته وکاته. ويې ویل:
- نه، تاسو زمونږ درې واړو نه هم کوچني یاست...
ومې نشو کړای په خندا شم، د هغې کاته زه هک پک کړم، سوړ لاس يې زما په مخ کلک ایښی وو، نمې شو کولای چې د خبرې ځواب يې ورته ورکړم. راته يې بیا وویل:
- غواړې زما له ملګرو سره ملګري شئ؟
بیرته يې لاس پورته کړه او په خندا شوه. ويې ویل:
- لکه چې تاسې مې تنګ کړئ؟
د خپلې خولې لیاړې مې تیرې کړې او ومې ویل:
- نه... نه نه... اصلا نه... غږ ورته وکړه!
د فرش نه پورته شوه او په کراره يې غږ کړ:
- هلکانو! راشئ!
ماشومانو همغلته دده غږ واورید. له ټاله ښکته شول او په منډه راغلل.
ورنه مې پوښتنه وکړه:
- رښتیا کوچنۍ مېرمنې، ستاسې نوم څه دی؟
بېرته راوګرځېده، جدي يې زما سترګو ته وکاته او ويې ویل:
- زه نوم نه لرم. مګر زما ملګري ماته هوسۍ وايي...
هک پک پاتې وم. نوم نلري؟ ومې غوښت یوه بله پوښتنه ورځني وکړم، مګر ماشومان راورسېدل. هغوي غږ کړل:
- سلام سلام.
ما هم هغوي ته ځواب ورکړ:
- سلام
هلک سرې شونډې او مشکي وریځي لرلې او ورسره نجلۍ اوږده ویښتان او عجیبه شنې خرمايي سترګې يې لرلې. دواړو هوسۍ ته وکاته او ورنه يې پوښتنه وکړه:
- هوسۍ! دا ښاغلی دې ملګری دی؟
هوسۍ خپل سر وخوځوه او په داسې حال کې چې کوچنۍ ماشومه يې راته ښوده، وویل:
- دده نوم ماني دی، څلور کلنه ده. دوه کاله کیږي چې په یو ټکر کې مړه شوېده. دا نسیم دی. پنځه کلن. درې ورځې کیږي چې مړ شوی دی...پلاريي... پلاريي... نسیم خپل کوچني لاسونه خپلو سترګو ته ونیوه او په زوره زوره وژړیده.
ساکت وم، وچ شوی وم، د خپل زړه درزا مې آورېده او یوه بوګنوونکي خاموشي په پارک خوره وه.
هوسۍ نسیم غېږه کې ونیوه، سترګې یې سرې شوې وې. ويې ویل:
- د خپل پلار نه خوښېده. زندۍ يې کړ. تر هغه يې ستونی ټینګ ونیوه چې مړ شو. وګوره!
په خپلو ګوتو يې راته د نسیم لاس وښوده. د نسیم په ستوني کې یوه سره لیکه وه، د لاس په شان یو چاپ تر سترګو کېده. حال مې ورو ورو خرابېده. هیڅ نه پوهېدم. یواځې مې تنفس کوه. په ډېرې ستونزې مې وکړای شو چې ووایم:
- او ته..؟
هوسۍ مسکۍ شوه. ويې ویل:
- زه اوه کلنه یمه. له لوږې او تندې نه په یوه ځمک تلي کې مړه شوم. میاره مې زه ورګزاره کړم او ور يې راپسې وتاړه. هلته ډېره تیاره وه. شپې شپې به ډارېدمه. درې ورځې مې همداسې تیرې کړې. یوه شپه مې سترګې پټې کړې، له خدایه مې وغوښته چې خپل څنګ ته مې بوځي. هغه هم زه خپل څنګ ته بوتلم.
باور مې نه راته، هر څه یو وحشتناک فلم ته ورته وو، د دریو معصومو کوچنیانو کیسه... یعنې دوي...دوي مړه وو؟
نسیم نور نه ژړیده. ماني د هوسۍ لاس نیولی وو، کش کولو يې او ویل يې:
- لاړ شو هوسۍ؟
- مونږ باید لاړ شو.
ټکان مې وخوړ. په هوش راغلم. ومې ویل:
- چېرته؟
ماني په خپلې ګوتې د آسمان یوې څنډې ته اشاره وکړه او ويې ویل:
- هلته
هوسۍ په خندا شوه او ويې ویل:
- مونږ دلته ډیر کم راځو، هلته بره ډېره ښه ده. هلته لوبې کوو. هلته چې خدای دی.
ماشومان په خندا شول. په ډېرې ستونزې سره مې وکولای شو چې وپوښتم:
- خدای، خدای څنګه دی؟
بیا درې واړه په خندا شول. هوسۍ وویل: داسې، خپل دواړه لاسونه يې خپل دواړو خواووته خلاص کړل او په نڅېدو شوه. نڅېده او سندرې يې ویلې. نسیم او ماني هم له هغې سره په نڅا او سندرو شول. په داسې حال کې چې د ګرمو اوښکو څاڅکې مې په سترغلو او آننګو راټول شوي وو، د هغو د آرامې نڅا او خیالونو ننداره مې کوله. کومې سندرې چې هوسۍ ویلې، زه د خدای په یاد کې اچلوم. هغه خدای چې ماشومان خوښ ساتي. د هغوي غږ مې د یو موسیقۍ په ډول په غوږ کې تکرارېده. له څو شېبو وروسته هیڅ پوه نشوم.
کله چې مې سترګې پرانیستې، شپه وه. ګرچاپېره مې وکاته. پارک خاموشه او تیاره وو. د ماشومانو هیڅ درک نه وو. پوه شوم چې کله په فرش باندې خوب وړی وم. نه مې شو کولای په هغه څه باور وکړم چې په خوب کې مې لیدلي وو. ناګهانه او په غېر ارادي توګه مې سترګې د آسمان په هغې څنډې پرېوتې چې ماني راته ښودلې وه. د آسمان په همغه څنډه کې درې ستوري وو. یو بل ته نږدې، په درېو کې یو له دوو نورو نه روښانه و. د هوسۍ غوږ مې تر غوږ شو:
- ته له مونږ دریو نه ډېر کوچنی يې. ډېر کوچنی