د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پارلمانې ټاکنې او کندهار

پاچا خان 30.08.2010 08:12

احمدشاه ملګری (پاچا خان)

د ګران هیواد افغانستان ولسي جرګې یا پارلماني ټاکنو لپاره په ډیر چټکې سره کار روان دي۰ د پلازمینې کابل په ګډون د دوه ډیرشو ولایاتو څخه هیوادوال د ولسي جرګي ټاکنو ته ولا‌ړ دي۰ دا چې دا تاکني به په منصفانه او پوره شفافیت سره سرته ورسیږي او که يا، زه پر هغه خبره اوس له بحث کولو ډډه کوم۰ را به شم خپلي اصلي موضوع ته:

تیره ورځ مي د ولسي جرګي د ټاکنو په پاڼو کې له کندهار څخه د ښاغلي حاجي ابراهیم خان مسلم نوم تر سترګو شوو۰ چې رښتیا درته ووایم د نوم په لیدو يې ډیر زیات خوشاله سوم۰ هغه ځکه چې ښاغلي حاجي ابراهیم خان مسلم د دي غیرتمندي خاورې ريښتني بچې دي۰ او خپلي خاوره او هیوادوالو ته د صادقانه خدمت کلک هوډ لري۰

ولسي جرګه او یا پارلمان د یو هیواد د وګړو یا د ملت د کور حیثیت لري۰ په بډایو او پرمختللو هیوادونو کې ګڼ خلک دا هڅه کوي تر څو کارپوه ،هیواد او خلکو ته صادقه وګړي د ملت دي کور ته وټاکي۰ تر څو هیوادوالو ته د چوپاړ وړ وګرزي۰

همدارنګه د ملت کور ته د ټاکل شویو کسانو په نښه، ذهن او فکر کې د هغو لارو چارو لټول وي تر څو ګران هیواد د اوسنيو ناخوالیو او کړکیچونو څخه د پرمختګ، عدالت، او سوکالي لور ته روان کړي۰سوله او عدالت راوستل هر څوک هم نشي کولي۰ دا ځانته غوره او ځانګړې سیاسي پوهي او خصوصیاتو باندي سمبال خلک غواړي۰عدالت او سوله راوستل کلک هوډ او قرباني غواړي۰ دا چې په ګران هیواد کې هرڅه سرچپه روان دي، د هغي دلیل د وطندوسته او با ایمانه وګړو قحط الرجال دي۰ غوره جوګه يې دا تیرو نهو کلونو ترخه تجربه د یادولو وړ ګنړم۰

د کندهار غیرتمندو او ځوریدلو وروڼو او خویندو: که تاسي غواړي چې ستاسو ږغ د ملت په کور کې پورته سي او ستاسو له حقوقو څخه دفاع سوي وي، نو خپله رایه هغه چاته ورکړي، چې د شخصي ګټو پر ځاي د ټول خوار او دربدره ملت ګټي په پام کې ولري۰ دا باید هیر نکړو چې نن ورځ د ګران کندهاراو پښتون ځوریدلي ملت د مرګ په پولي ولاړ او د ژوند وروستي سلګي وهي۰ حاجي ابراهیم خان مسلم ته رایه د نیکمرغه سباوون زیري له ځانه سره لري۰

والله ولی التوفیق
آټاوا- کاناډا