د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا یو مسلمان رهبر داسې وي؟!

شهاب مشرقیوال 29.08.2010 12:41

په ټول افغان کې مې تر دې سرلیک (له ځینو طالبانو څو پوښتنې او ځینو ته څو مشورې) لاندې د امام په نامه لیکوال لیکنه ولوسته، کله چې د لیکنې پای ته رسیدم دا ګومان مې په یقین بدل شوی وه چې یاده شوې لیکنه د حکمتیار د ګوتو پیداوار دی.

که څه هم حکمتیار په دې لیکنه کې خپل ځان ـچې د غایب په صیغه یې یادوي- یو مدبر، مجاهد، باتجربه او پوه سیاسي مشر بلي، خو که لیکنه یې ولوستل شي ډیر داسې صفات به ترې په ډاګه شي چې د یو اسلامي ګوند له رهبر سره هیڅکله نه ښايي، او همدارنګه ډیرې ضد او نقیض خبرې پکې تر سترګو کیدای شي.

ښاغلي حکمتیار لکه د تل په څیر لومړی یې د دې خبرې ثبوت ته د رسولو هڅه کړې چې حزب په پخواني جهاد کې ۸۰ سلنه کارنده ونډه درلوده، د پخواني جهاد ۸۰ سلنه مجاهدین د حزب سره تړلي وه او پاتې ۲۰ سلنه د نورو شپږو ګوندونو مربوط او ورته منسوب مجاهدین وه.

د خپل ګوند د ډیرو بې ځایه او لږو پرځای ستاینو څخه وروسته ښاغلي حکمتیار په لیکنو کې د خپل معمول له مخې کوښښ کړی لوستونکيو ته د طالبانو د تحریک له نشئت څخه نیولې بیا په کابل باندې ددوی د واکمنۍ او بالآخره تر سقوط او نن ورځې پورې ددې تحریک د بهیر ناسم او دروغژن انځور وړاندې کړي، په دوی یې بې بنسټه تورونه پورې کړي، او د طالبانو پرضد یې په داسې دروغژن پروپاګند لاس پوری کړی چې د اسلامي ویښتابه له یو دعوه کوونکي سره هیڅکله نه ښايي.

په دې لیکنه کې حکمتیار زیار ویستی چې له یوې خوا د حزب او طالبانو ترمینځ د اختلافاتو موضوع ته لمن ووهي، لا یې پسې ګرمه کړي، او په نتیجه کې خپل ځان او ګوند د خلکو په وړاندې او د مطبوعاتو پرمخ مطرح کړي، او له بلې خوا خپله د طالبانو په لیکو کې نوي اختلافات راوټوکوي، مشران او کشران سره په خپلو کې بې اعتماده کړي.

حکمتیار د ځینو هغو منحرفو طالبانو نوملړ وړاندې کوي کوم چې له امریکايي اشغال څخه وروسته د کرزي ادارې ته تسلیم شوي او له طالبانو سره هیڅ ډول اړيکي نه لري، خو د حزب په هغو قومندانانو او مخورو کسانو سترګې پټې کړي کوم چې دده په لارښوونه د کرزې له ادارې سره یو ځای شوي، او همدا تسلیم شوي حزبي مشران په خپلو شخصي او عامه مجالسو او غونډو کې په ډاګه اعلانوي چې د خپل مشر په خوښه او اجازه د کابل حکومت سره پخلا شوي، په داسې حال کې چې هیڅ کوم طالب چې اوس د کابل په حکومت کې کار کوي ځان د طالبانو د تحریک غړی نه بولي او طالبانو هم په وار وار له هغوی سره هر ډول تړاو رد کړی دی.

د روان اوړي په سر کې مې یو له هغو حزبي مشرانو چې د حکمتیار په لارښوونه د کابل حکومت ته تسلیم شوي، سره په همدې موضوع خبرې کولې، نوموړي په پوره اطمنان سره وویل چې مونږ د حکمتیار په مشوره کابل ته راغلو، حکمتیار مونږ ته وظیفه راکړې چې د کابل په حکومت کې لوړو پوړیو، پارلماني او د ولایتي شوراګانو څوکیو ته ځان ورسوو، د نوموړي په وینا په دوی پسې تبلیغات له حکمتیار سره د یوې موافقې په نتیجه کې ترسره کیږي، نوموړی حزبي وايي د حزب د اوسنۍ پالیسي له مخې له حکمتیار پرته هر حزبي کولای شي د څوکۍ د موندنې په صورت کې د کابل له حکومت سره یو ځای شي.

په دې لیکنه کې حکمتیار لکه د تل په څیر د ځان صفت خپله کړی، او ددې لپاره د خپل ځان ستاینه په دلیل سره وړاندې کړي د شهید عبد الله عزام رحمه الله دا خبره ذکر کوي چې: حکمتیار د افغان ولس لپاره د الله تعالی رحمت دی. زه وایم که چیرته شهید عبد الله عزام رحمه الله نن ورځ ژوندی وی او افغاني مشران په اوسني حالت لیدلي وی له خپلو ډیرو دریځونو به په شا شوی وه، هغه به هیڅکله د تنظیمي جګړو پرمهال د حکمتیار د دریځ ستاینه نه وه کړې او نه به یې د کابل په بې ګناه ښاریانو باندې د حکمتیار راکټونه د ولس لپاره رحمت بللي وای.

خلک وايي چې فلانی له جامو سره د چا په سترګو کې ننوځي، خو حکمتیار له خپل ټول تنظیم، قومندانانو، او ددوی د کړیو ظلمونو سره د ولس په سترګو کې ننوځي، د ځینو طالب قومندانانو شخصي نظریات را اقتباسوي چې د جناب حکمتیار سپکاوی یې کړی، خو د خپلو سترو قومندانانو لکه زرداد، قلم، او نورو هغه ناکردې او نارواوې یې هیرې کړي چې د ولس به په قبر کې هم له یاده ونه ووځي، کومو چې خپلې شخصي کړنې نه، بلکې د حزب پالیسي تمثیلوله.

حکمتیار صیب یوه ډیره ښکلې خبرې کړې، نوموړی وايي: هر انسان غلطي کوي او که توبه وباسي الله تعالی یې غلطي بښي، خو د یو تحریک غلطي بیا خطرناکه وي. که دهمدې قاعدې په تله کې طالبان او حزب وتلل شي باید حکمتیار صیب دې ته متوجه شي چې د طالبانو په تحریک کې چې کومې غلطیانې ترسترګو شوي د یو انسان غلطي ورته ویلای شو او الله تعالی ته امید دی چې ویې بښي، خو هغه غلطیانې چې حزب پکې ښکیل شوی د ګوند غلطي بلل کیږي ځکه چې سرچینه یې د حزب اهداف او منهج دي، نو د جبران یوازینۍ لار یې دا ده چې حکمتیار د ګوند په سطحه له ملت څخه بښنه وغواړي.

امام حکمتیار تر خپلې وسې هڅه کړې چې طالبان په هره ممکنه وسیله بدنام کړي، خو څرنګه چې له نوموړي سره کره دلایل او ثبوت نشته او ټولې خبرې یې په محض تعصب، او حسد بناء دي، نو وینئ چې په ډير کمزوري منطق ته لاس اچوي، د نوموړي ټوله لیکنه سرترپایه په وهمیاتو ډکه ده تاسو وینئ چې ټولې خبرې یې عام شکل لري او مشخصه بڼه نه لري نوموړی وايي: د طالبانو په يوه مجلس كي يو ځل په دې خبري بحث پيل شو چي.... يو ځلي په يوه مجلس كي د طالبانو د تحريك څو پخوانيو وزيرانو دا خبره كوله چي.... د ايران بلوڅانو هم دا خبره كړې ده چي.... يوځل يوه مهم امريكايي چارواكي د حزب اسلامي يوه مسئول ته ويلي وو چي.... هغه مهال د طالبانو يوه مشر او تش په نامه مولوي د آلمان غږ له راډيو سره په خپلي مصاحبې كي ويلي وو چي... ځيني طالبان وايي:.... اوس د طالبانو كشران هم دا خبره كوي چي.... په كابل كي د طالبانو د حكومت په دوران كي د طالبانو يوه سرگروپ نورو ته وويل...

او قضاوت تاسو ته پریږدم چې داسې بې سنده او بې دلیله خبرې به څومره د منلو وړ وي؟.

زه د یو مسلمان په توګه امام (حکمتیار) ته په ډیره درناوۍ بلنه ورکوم چې راشه له دې بې ځایه پروپاګند څخه شه، دا نه د یو اسلامي تنظیم له رهبر سره زېب کوي او نه یې اسلام د کولو اجازه ورکوي، د یو اسلامي ګوند د رهبر په توګه ستا مسئولیت دا دی چې د دې ولس په مینځ کې د حزبي او طالب په نامه اختلافاتو زیږولو پرځای د هوارولو کوښښ یې وکړې، زه په دې هکله د طالبانو د اسلامي تحریک ددې تګلارې ډیر منندوی یم چې تر ننه پورې ددوی په هیڅ کومه مجله، اخبار، ویبسایټ، او اعلامیه کې داسې توريو ځای نه دی پیدا کړی چې د حزب او طالبانو ترمینځ د شخړو زیږولو ته لاره هواره کړي، تاسو خو ځان یو پوه، مدبر، او هوښیار رهبر راپیژنئ، خو ما چې په دې رابطه ستا او د طالبانو د امیر دریځونه مطالعه کړي دې نتیجې ته رسیدلی یم چې د یو غوره مسلمان رهبر ټول صفات الله جل جلاله په ملا محمد عمر مجاهد کې ایښي دي، نوموړی په رښتیا چې د خپل ولس خیرخواه، او پوه، مدبر، او هوښیار امیر دی، خو ستاسو په لیکنو کې مې هیڅکله ددې صفاتو عملي اړخ ترسترګو نه شو، په همدې بناء زما درته د ورورۍ توصیه ده چې خپل ځان د یو رهبر په توګه په دې ولس باندې مه تحمیلوه ځکه چې تاسو د یو رهبر د صفاتو له سخت افتقار سره مخامخ یاست، خو که بیا هم د ځان لپاره رهبري او مشري حتمي ګڼئ نو راشه د سپین بیرغ لاندې د طالبانو په صف کې ننوځه، ترڅو تاسو د طالبانو له مشر ملا محمد عمر مجاهد څخه د یو اسلامي تحریک د رهبر صفات یاد کړئ، او اتباع دې له کشرانو طالبانو څخه د یو اسلامي تحریک د غړیو آداب زده کړې.