ضرب یضرب، راشه که یې ګورې!
29.08.2010 12:40دا څه وخت کېږي چې دعلم له لارویانو نه کوم لیکونکی لګیا دی په ټول افغان کې څه لیکنې کوي، ما يې یو دوه لیکني هسې سرسري و لوستې ، له لیکنو يې داسې ښکاري چې له حزب اسلامي سره خواخوږي لري، او له طالبانو نه ډېر کلک نفرت، که څه هم چې دی خو تر ډېره کوشش کوي چې ځان بې طرفه وښيي مګر هغه شف شف ترېنه شفتالو شي، او په دې هم سړی نه پوهېږي چې اوس دی کوي داسې او که ترېنه کېږي داسې، هغه یوه اصطلاح ده وایي کوې داسې که یې داسې؟ که یې کوي نو دومره مشکله نه ده، او که که ترېنه کېږي بیا خبره خطرناکه ده، ځکه کول دیو کس په اختیار کې وي، او ترېنه کېدل بیا نو دسړي له اختیاره وتلي وي، او دا له دې کبله چې کېدل هغه وخت کېږي چې یو کار دیو چا عادت وګرځي، ځکه بیا یې پرېښودی نشي، که دی هر څو ځان تکلیف کړي او کوشش وکړي چې داسې ونه کړي مګر ترېنه وشي، نو اوس دا نه معلومېږي چې دی له طالبانو سره دښمني کوي او که ترېنه کېږي، که یې کوي نو دا مانا چې اوس نوی نوی له خیره سره دې میدان را وتلی دی، او که ترېنه کېږي نو بیا دا مانا چې دسړي زړګی له پخوا نه ډک دی، دا خو دهر چا حق دی چې دخپل فکر او نظر اظهار وکوي، او یا اظهار ما فی ضمیر وکوي، مګر خبره دلته ده چې کم تر کمه لږ فکر وشي چې دغه یو څو کرښې چې صفحه پرې توروي دا تر کومه ځایه صحي دي، ترکومه ځایه حقیقت لري، تر کومه ځايه له واقعت سره سر خوري، تر کومه ځایه په دې ارزي چې خپاره شي، تر ګومه ځایه پورې دلیکنې له اصولو او اساساتو سره مناسبت لري، بلکې تر کومه ځای پوري اسلام دغه رنګه کرښو کاږلو ته اجازه ورکوي، ما وغوښتل چې په دغه لیکنه کې دښاغلي یو څو ملغلرې را واخلم تر څو دلوستونکو پام ور ته را واوړي او دی هم پوه شي چې دا خو مې داسې ملغلرې کرلې دي، ځکه دکرلو په وخت کې به دی نه وي پرې پوهېدلی، او بل مې هدف دا و ترڅو لوستونکي پوه شي دغه ښاغلی د داسې یو سابقه، جهادي، فکري او سیاسي تنظیم دقدرت ته رسولو لپاره ځان کړوي چې ددوی په اصطلاح دټول امت اسلامي په غم کې سر ګردا نه دی!
ښاغلي ددې پر ځای چې خپله لیکنه دمنطق او استدلال په اساس ولیکې،تر څو خلک يې ورسره ومني هسې دهوا ګزولو ته مخه کړېده ، کېدای شي دی فکر کوي چې هسې هم ګرمي ده نو راشه لږ باد ولګوه ، چې دګرمۍ چاره پرې وشي، خو له دینه لکه چې نه و ي خبر چې باد لګول دلیکنې حيثیت له منځه وړي، ښاغلی دخپلې یوې لیکنې چې: ( دناټو له ماتې وروسته دجرم ، جهل او علم لارویان ) تر عنوان لاندې یې لیکلې ده وروسته له دې چې له خپل مزاج سره سم افغانان درې ډلې کوي، لکه له عنوانه چې ښکارېږي، طبعا دی دعلم په لارویانو په سر کې راځي، نو دده په اصطلاح دجهل ډله داسې معرفي کوي او ټولو ته ښيي چې د ده دعلم دلارویتوب نښه داده، چې داسې ملغلرې کرلای شي: (د جهل ډله به د پنجاب هغه وي چې هغه په خپل وار له همدې انګرېزي او امريکايي تاړاک څخه په سيده او ناسيده توګه سرچينه اخلي ۰ دوی به د اسلام ناري وهي . اسلام به يرغمل کړي او له ولس څخه به د عيسوي راهبانو په څېر بې قيد او شرطه تسليمي او فرمانبرداري غواړي . ځانونو ته به د موسی او عيسی ع لقبونه ورکوي، خو کړه وړه به يې د نمرود او فرعون په څېر وي . دوی به ولس مسلمان نه ګڼي، مګر هغه وخت چې هر لمونځ يې په خپله وويني... دغه اسلامپال به د خلکو د ځپلو لپاره په هر جېب کې فتوا او ټاپه دواړه ګرځوي . مرتد او کافر ګڼل به دوی ته دومره اسانه وي لکه ټوکې . دغه ډله به نه يوازې له پښتنو، په ځانګړې توګه له ځينو، يو ځل بيا وايم، له ځينو طالبانو څخه جوړه شوې وي، بلکې همداسې به د نورو توکمونو او په نامه اسلامي ګوندونو غړي هم پکې څڼې غورځوي او پر برېتو به لاس راکاږي دطالبانو له ډلې څخه مې ځکه ځينې وښوول چې په دوی که هم شخصيتونه شتون لري لکه ملا برادر آخوند، ملا عبدالسلام ضعيف او . . . . . چې وطنپال دي، د پنجاب آره څېره پېژني، د ملت په غم غمجن دي، خو اوسمهال يا د پاڼ او پړانګ تر منځ بند دي او يا هم دومره واک نه لري چې د پنجاب توطئې بربنډې، د ځينو طالبانو د خپلسريو مخه ونيسي او سمه لار ورته وښيي . )
دلته ښاغلی هڅه کړېده چې طالبان دوه ډلې وښيي، یو دده په ژبه چې له انګریزانو او امریکایانو سره تړاو لري، او بله یې هغه چې یا دپاڼ او پړانګ ترمنځ بند دي، او یا هم واک نه لري، لنډه دا چې طالبان هېڅ نه دي، ځکه هغه چې کار کوي دهغوی کړه وړه دنمرود او فرعون په څېر دي، او کوم یې چې نه کوي هغوی خو بېچاره ګان بیا نو بې وسه او ناتوانه دي، ځکه یا نظر بند دي او یا هم بندیان دي، داسې برېښي چې ده ته هغه طالبان ښه خلک ښکارېږي چې یا خو بندي وي او یا نظر بند، ځکه چې دی او دده دعلم لارویان يې له غم نه بې غمه دي، او کوم چې دنیواکګرو او امریکانو په وړاندې جهاد کوي هغوی بیا نو دنمرود اودفرعون کارونه کوي، اوس دلته دا معلومات نه کېږي چې دغه ښاغلی له امریکایانو او نیواکګرو سره یې جهاد ته دنمرود اوفرعون کار وايي او که بل څه هدف لري؟؟؟
کېدای شي دده هدف داوي چې دغه کوم جهاد چې اوس روان دی دا ده او دده ډلې ( دعلم لارویانو ) تر مشرۍ لاندې پر مخ ځي، طالبان هسې غلاوې او شوکې کوي، او بیا یې دپخوا په څېر په سروبي او دهېواد په نورو ځایونو کې پاټکونه اچولي دي.
او دا چي نوموړي په کومه لهجه او په کومه ژبه دغه مبارکې څرګندونې کړې دي، په هغه خو به ځکه کار نلرو چې داسې نه چې دعلم دلارویانو په وړاندې بې ادبي وشي،او بل دا چې ددوی دعلم او پوهې سپکاوۍ و نه شي.
ښاغلی یوازې په دې باندې اکتفا نه کوي راځي او دخپلې یوې بلې لیکنې په یوه برخه کې چې د (د ناټو او ګاونډيو توطئې او زموږ راتلونکې کورنۍ جګړه ) تر عنوان لاندې ده داسې یو څه ترېنه ویل کېږي چې فکر کېږی لکه ښاغلي چې دغه لیکنه په کوم غیر نورمال حالت کې لیکلې وي، ښاغلی چې کله لوستونکو ته ددښمن توطیی بیانوي نو یوه توطیه دا هم پکې بولي چې : ( په سيده او ناسيده توګه د طالبانو بيا رامنځته کول، له دوی سره لوژېستيکي او نظامي مرستې چې ښه بېلګه يې د انګرېزانو نقدي روپۍ او د امريکايانو وسلې دي . په همدې توګه د ريښتنيو او وطنپالو طالبانو په منځ کې د ورانکاريو هغوی ننه اېستل چې د طالبانو په نامه يې دومره جرمونه وکړل چې نه يوازې افغانان بلکې ټول بشريت پرې شرمېږي .)
دلته په دغه فقره کې اوس ښاغلي دا نه واضحه کړې چې په سیده او ناسيده توګه یې څه معنی؟ کوم طالبان په سیده توګه رامنځ ته شوي دي، او کوم په ناسیده توګه؟ دښاغلي دسیاسي بصیرت یوه نښه داده پرې برکت دې شي چې امریکه او انګریزان طالبانو ته پیسې ورکوي او وسلې ورکوي تر څو خپله امریکه او انګریزان پرې مات کړي؟ واه! واه! دادی سیاستمدار که چا نه وي لیدلی اوس یې دې نو وګوري.
دلته له نوموړي نه یوه بله اشتباه شوې ده او هغه دا چې دا یې نه دي ویلي چې اوس دغه له انګلیستان او امریکې نه پیسې او وسلې څوک او په کومه لار ورته راوړي، کیدای شي دی به وايي چې طالبان په امریکه، لندن او ناروې کې خاص استازي لري چې هملته اوسېږي، او هغه دلندن والا یې بیا کله یو خوا کله بل خوا ګرځي را ګرځي، خو یو څه ترېنه پاتې شوي، هغه دا چې دغه دناروې والا څه شی ورته رالېږي؟ دامریکې والا خو وسلې ورته برابروي، او دلندن والا خو نقدې پیسې ورته برابروي، ښه دغه دناروې والا بیا څه ورته برابروي؟
دا خو لا څه چې ښاغلی په همدغه لیکنه کې پرمخ ځي او دکورنۍ جګړې لاملونه یو یو داسې په ګوته کوي: (
● له پنجاب سره د طالبانو د مشرتابه يرغمل کېدل
● په ناپوهۍ کې د طالبانو ښندوالي (افراط)
● پرته له محکمې د افغان ولس واجب القتل ګڼل
● د ديني او سياسي پوهې نشت او يا ډېره کمزوري
● د اسلام پر بنسټ په يوه ويشتمه پېړۍ کې د بشري پرمختګ او تمدن سره د طالبانو نابلدتيا او د ځان جوړولوستونزه )
● د پښتنو مشرانو وژل )
بیا تر ټولو جالبه دا ده چې ښاغلي کوشش کړي لوستونکو ته وښيي چې ریاضي او حساب يې هم زده دي، او په ضرب یضرب کې خورا وارد دی، ځکه لیکي: ( متل دی چې "سل دې ومره، خو د سر سړی دې مه مره .
طالبانو يوازې په کندهار او هلمند کې له 450 ډېر پښتانه مشران ووژل . د برسېرن متل په رڼا او فورمول سره طالبانو له پينځه څلوېښت زرو ډېر کسان وژلي دي چې د ټولنې د بنسټ اېستلو په مانا دي )
دلته یو څه ترېنه پاتې شوي دي، چې دده ورته پام شوی نه دی او که څه، هغه دا چې ددغه حساب او ضرب یضرب له فارمولې نه دنورو ولایاتو په هکله هم استفاده وکوي، او داسې فرض کړي چې افغانستان څلویښت ولایتونه ولري، ځکه هسې خو هم باد لګوي او په هر ولایت کې طالبانو ۵۰۰ مشران وژلي وي، چې په څلویښتو ولایتونو کې شل زره کېږي، او بیا نو چې له خیره سره متل ورته را وړاندې کړې نو شل زره چې په سلو ضرب یضرب کړې دوه میلیونه به شي، نو ګورۍ اې ولسه! اې نړیوالو! طالبانو دخپل ولس دوه میلیونه خلک په شهادت رسولي دي،کوم چې له هغه شهیدانو نه یې هم شمیره پورته خیز وهي کوم چې روسانو شهیدان کړل، نو بیا ولس ولې پر دغه خلکو اعتماد کوي؟ ورسره ودرېږي؟ دنیواکګرو په مقابل کي له دوی سره مرسته کوي؟ اې ولسه ددغه ښاغلي خبره ومنۍ، دومره تکلیف یې ګاللی دی، داسې دمتلونو او ضرب یضرب فارمولې یې درته رامخې ته کړېدي، نو چې تاسو یې بی بیا هم نه منۍ او دده دعلم دلارویانو له ډلې سره نه ودرېږۍ نو الله مو پوه کړی، دی بېچاره به نور څه وکوي!!!
ښاغلي همدارنګه نور هم دخپرلو کمالاتو اظهار کړی دی، مګر دتعجب ځای دادی چې دغه بیچاره ګی څه شي داسې دکمال دغه لوړو درجو ته رسولی دی، چې داسې اظهارات یې کړي دي چې ټوله نړۍاو خصوصا خپل ولس یې په داسې حساسو شرایطو کې له داسې پټو رازونو نه خبر کړ،خو داچې ده دغه رازونه له کومه کړي په دې هکله یې څه نه دي ویلي!
په پای کې به یوازې دومره ووایو چې دادهغو منورینو، دعلم دلارویانو او یووالي غوښتوونکو یوه نمونه ده چې غواړي دافغانستان ناورین پای ته ورسوي او په افغانستان کې یو پراخ بنسټه ، په اسلامي اصولواو اخلاقو ولاړ یو هر اړخیزه حکومت راولي، درنو لوستونکو دا دهغو استادانو یوه بیلګه ده چې نورو ته لار ښيي، نور دجهل له لارې نه دعلم لارې ته دعوتوي، او غواړي په دغه رنګینه او حکیمه طریقه خلک خپل تنظیم ته جلب کړي.

