د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ودود صیب دغه لاندې ټکې ستا لپاره دي

شاهد حسین 29.08.2010 12:37

ودود صیب سلامونه مې ومنه !

قدرمنه ! تاچې زما پوښتنو او اندیښنو ځواب ته ځواب یا نه وایی او یا بل هر دلیل چې ولري تا سره به وي، نو دا اندیښنې او پوښتنې دچا دې چې ته یې ځوابوې که ستا خپلې دي نو تا سره یې ځواب هم شته ، او نټ کې خپرولو ته یې څه اړتیا ده ؟ او که د بل چا دي نو روښانه ځواب غواړي؟

که تاسو محترم د طالبانو استازی نه یاست نو په څېړنه کې د یو چا ښیګڼې او بدګڼې دواړه کښل کېږي ، خو د طالبانو د ښېګڼو په برخه کې مو افراط کړې او د بد ګڼو په برخه کې مو بیا له پیغامبرانو سره پرتله کړي، چې سهوا او تیر وتنه خو له هر چا کېږي.ستاسو د همدې دلیل پر اساس که کمونستان، ټوپکسالاران (شر او فساد) او د اوسنۍ ادارې واکمن ووايي چې له موږه هم تیروتنه وشوه ځکه موږ هم انسانان یو نو بیا؟؟؟؟

ما اسامه ته ستاسو بادار ویلی او په بل ځای کې مې وویلي چې که تاسو ریښتني مسلمانان وي ..... د دویمې ټاپې به درنه بخښنه وغواړم ، خو که اسامه د طالبانو بادار نه دی ، نو د کوم قانوني مجوز له مخې په افغانستان کې ژوند کوي داسې ژوند چې طالبان دې ته اماده دي چې خپل هیواد امریکي ته په لاس کې ورکړي ، خو اسامه نه ورکوي، بیا تاسو د خپلې ځوابی لیکنې په یوځای کې ویلي چې هر څوک د خپل کور مسولیت لري، نو بیا اسامه عربان ، پنجابیان......... او نور دلته څه کوي؟ خو لاړ د شی خپل کور ته که جهاد کوی نو په خپل کور کې یې ولې نه کوي؟

ما تاسې ته ویلي چې قراني ایات د خپلو سیاسی اهدافو لپاره مه کاروي، ځکه نن دین د سیاست په خدمت کې دي ، سیاست د دین په خدمت کې نه دی،(هغه کومه ښوونه چې په دې اړه مو ما ته کړې مننه درنه کوم) او دا تاسو د افغانستان نه نیولې د نړۍ هر مسلمان هېواد کې محسوسولای شی.

د نورې نړی زړونه له اسلامه مه بدوی، زما موخه دا ده چې نوره نړې د اسلام قیاس زموږ له اعمالو او ویناوو کوي. خو په دې نه دي خبر چې زموږ اعمال هم د اسلام د احکاموسره برابر نه دي او ویناوې مو هم ، او هغه ایت او حديث چې موږ یې د خپلو خبرو د پخلي لپاره کاروو، یواځې دخپلو ګټو لپاره وي او بس. او پاتې شوه دا چې پیغمبران له کافرانو خوشحاله دي که نه ، دلته مو بیا طالبان له پیغمبرانو سره پرتله کړي ، چې د طالبانو او پیغمبرانو تر منځ ډیر توپیر شتون لري؟

په بل ځای کې تاسو ویلي چې ټول مسلمان امت د مجاهدینو ننګه کوي، په ټوله نړۍ کې بیا په ځانګړي توګه زموږ په هیواد کې ، د مجاهد ، ټوپکسالار، د بیت المال لوټوونکي ، د پرمختګ د دښمن ، پاټکې او ترهګر تر منځ توپیر ورک دی لومړې ښایي مجاهد تعریف شي بیا یې صفات او ځانګړنې تشریح شي ، بیا د زمان مکان د شرایطو په پام کې نیولوسره د جهاد طریقه او طرز روښانه شي نو بیا به دا دعوه په ځای وي چې څوک یې ننګه کوي او څوک یې نه کوي؟ د بېلګې په توګه طالبان هم ځانونه مجاهدین بولي او مارشال صیب او په دې اداره کې دا نور هم او حزب اسلامي هم، اوس کوم یو له دی د مجاهد او جهاد په فلسفې پوه دی ، کوم یو یې د مجاهد صفات لري، او کوم یې د جهاد ، حکمت او نورو اړخونو پوهیږي او څومره پرې عمل کوي، که دلته یو تعریف نه وي نو دوي خو ټول ځانونه مجاهدین بولي موږ د کوم یو ومنو؟؟؟

تاسو ماته د مستشرقینو په برخه کې وویلي چې زموږ تر عالمانو په اسلام زیات پوهېږي؟ دا د اسلامي عالمانو کسر شان نه دي چې په نورو ادیانو خو پرېږده چې په خپل دین نه پوهېږي او بیا د نبی ع د وراثت دعوه هم کوي؟ او څه فکر کوی زموږ د بدمرغۍ اصلي لامل همدا نه دی چې عالمان مو نه په دین پوهېږي او نه امت ورباندې پوهولې شي، ځکه دا خو جوته خبره ده چې اسلام د دنیا او اخرت د نیکمرغۍ نظام دی نو د مسلمانانو بیا د افغانانو د دغه حالت مسولین څوک دي؟

که طالبانو د نجونو زده کړه کفر نه بلله نو ولې یې اجازه نه ورکوله، که انټرنټ یې کفر نه باله نو ولې یې اجازه نه ورکوله؟
که ساینس سره یې د ښمنی نه لرله نو د طب ، انجنیری او نورو ټولو ساینسي موسساتو او بنسټونو وزیران ، ریسان اونور مشران ولې هغه مولویان ول چې په یادو برخو کې له سره زده کړه نه وه کړې چرې د بنجاب له کومې مدرې فارغان وویا نه وو د طب پوهنځی ریاست به یې ورکړې وو ولې؟

او بیا ، جهاد یواځی همدې ته وایي چې روسی ټوپک راواخله امریکایی ورباندې وله او امریکایی ډالری راواخله د روسانو پروړاندې یې وکاروه. له نظامي برخې پرته ، جهاد علمي ، منطقي ، سیاسي، فرهنګي ، اقتصادي مطبوعاتي ، رواني او نور اړخونه هم لري که نه ، که نه په کوم دلیل او که هو ، نو دنظامي جهاد سره یې لزوم څومره اړین دي، او په دې برخه کې طالبانو څه کړي؟

افغانان هیڅکله اشغال او غلامي نه مني هغه که د کفري هیواد وي او که د اسلامي هیواد ، دا چې ولې امریکایان یوه لسیزه په حکومت کې پاتې شول ، افغانانو سره د تیر جهاد تجربه شته ، تر څو لومړي هغه ځواک چې د افغانستان د یووالي او ګټو ، او په افغاستان کې د سولې د ټینګښت باور ورباندې شوې نه وي رامنځ ته نه شی افغانان به نه پاڅېږي ، او چې کله دا ځواک رامنځ ته شو نو بیا ددوې ماتې ته کلونه نه ورځې په کار دي؟؟

او پاتې شوه هغه د مالي سرچینو خبره ، ما شخصا ستا په اړه نه دي پوښتلي، د طالبانو د روان جهاد په اړه مې پوښتلي.
د خپلواک ، اسلامي او پرمختللي افغانستان په هیله