د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان د علومو اکاډمي اوپه دغه اداره کې اداري فساد!!

محقق خیر محمد 28.08.2010 12:54

ادارې فساد بیلابیل ډولونه لري چی یوډول یې په اداره کې غیرعادلانه پریکړې اوبل ډول یې لوړو چوکو کې دیو شمیرکسانو مقرري چې ددغو چوکووړتیانه لري او د دولت پالیسي په پام کې نه نیسي د دولت پالیسي دا ده هغه متخصصین او کادرونه چې د جنګوله امله یې خپلې دندې پریښي دي که راستانه شي باید بیرته په خپلو وظیفو کې مقررشي.

ولی د علومواکادمئ جوړه کړي مقرره وایي: هغه علمې غړي چې د دریو کلونو څخه زیات غیابت ولري نه مقرریږي .
په داسي شرایطوکی چی په وطن کې جنګ وي دغه مقرره ناسمه ده، دولت داسې کسانوته چې هغه لوړ کادرونه دي ضرورت لري ولي د جمهور ریس په علمې چاروکې مشاور وزیر زلمی ((هیوادمل )) په دې موضوع کی هم بي تفاوته دی.

دا چې عبدالباري (راشد)د علومواکاډمئ ریس او همداراز د پولیسو پخواني افسر سیدامین(مجاهد) ده ته د علومواکادمئ علمې معاونیت ورکول،د سر محقق علمې رتبې ته دده رسیدل او دي ښاغلي ته په شپږومیاشتو کې ماستری درجې دیپلوم ورکول،داډیرلوی اداري فساد دی.

همدارنګه ډاکتر ترین ته د طبعې او تخنیکې علومو معاونیت ورکول او (سوبمن) ته ده اجتماعي علومو معاونیت ورکول حال دا چې د علومو په اکاډمی کې پوه او وړکسان شته دی چې دغه دندې په ښه توګه سرته ورسوي په داسی جنگې شرایطو کې دغیرعادلانه مقررو جوړیدل چې دعلم مخه نیسې او د دولت د پالسی سره مخالفت لري ناسمه ده.


دا چی اروا ښاد ډاکتر صاحب (رحمانې)د پاليسی سره سم خپلی وظیفې ته حاضر شو ولي د دغی رهبرئ لخوا ورته ده علمې رتبې تنزیل ورکرل شو له همدې کبله نوموړي سکته وکړه، ولي ددغې موضوع چا تپوس و نکړو باید دغه رهبرې د قانون سره سم د دولت لخوا مجازات او ددغو وظیفو څخه لري کړی شي او نورې ادارې تیرینه پند واخلي .

همداراز نور ډیر علمي غړي د بهر او داخل څخه بیرته راگرځي دوئ ته مراجعه کوي، دوی ورته غیرعادلانه مقرره ورښایي او نه یی مقرري،د مقالې لیکونکی د بهر څخه راگرځیدلی دی چی دا هم دعلومو اکاډمئ د کمیا،بیولوژی او زراعت د مرکز محقق وو، اوس بیرته خپلې دندې ته حاضر شویدي ولي دعلومو اکاډمی لوړپوړي ورسره موافقه نه کوي ،زمونږ د دولت له واکدارانو څخه غوښتنه ده چی د علومو اکاډمی لپاره په کار پوه، پاکه، غښتلي او صادقه رهبرې وټاکې تر څو دغه ادارې فساد له منځه ولاړشي او د دولت رهبرې د متخصصینو او کادرونو دغه مشکلات په پام کی ونیسي تر څو سمې ادارې منځ ته راشې. زما د ټولو کادرونو،متخصیصنو او روشنفکرانو څخه هیله ده چې خپلې لیکني د ورځپانو او رسنیو له لارې نشر کړي ترڅود دغه شان کسانو څیرژ خلکو ته ښکاره کړای شي، تر څو په ادارو کی اداري فساد له منځه ولاړ شي او سالمې اداری منځ ته راشي .

لیکونکی : محقیق خیر محمد
د افغانستان د علومو اکاډمی پخوانی علمی غړی