د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د رمضان په کپ کې لومړۍ لوبه بایلوده
28.08.2010 14:50بیګا شپه د افغانستان د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې ته د پاکستان چورنګي الفتاح کرکټ کلب په درې ویکټو ماتې ورکړه.
د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه په شل اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوزیدلو ۱۱۶ منډې جوړې کړي.
له لږې دمې وروسته د کورنګي الفتاح لوبډلې په توپ وهنه پېل وکړ او د ۱۹ اور په څلورم توپ يې ټاکل شوی هدف د ځوان افغان کرکټ اکادمۍ لوبډلې ته پوره کړ.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د منډو شمېر پاڼه:
څلوریزې |
منډې |
توپونه |
لوبغاړی |
|
۳ |
۲۸ |
۱۴ |
سمیع الله شینواری |
|
|
۰ |
۱ |
خالق داد نوري |
|
|
۱۳ |
۱۶ |
شفیق الله شفیق |
|
۱ |
۲۲ |
۲۱ |
محمد نبي عیسی خېل |
|
|
۰ |
۱ |
بادشاه حسین |
|
|
۲۰ |
۱۵ |
اصغر ستانکزی |
|
|
۱۹ |
۱۲ |
جاوید احمدي |
|
۳ |
۱۳ |
۱۳ |
محمد شهزاد |
|
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د توپ اچونې شمېر پاڼه:
ویکټې |
منډې |
اورونه |
لوبغاړی |
۱ |
۱۹ |
۴ |
عبدالله مزاري |
|
۲۱ |
۳ |
خالق داد نوري |
۴ |
۲۰ |
۴ |
شاپور ځدران |
|
۱۲ |
۳ |
محمد نبي عیسی خېل |
۱ |
۲۶ |
۳.۴ |
حمید حسن |
۱ |
۱۹ |
۳ |
سمیع الله شینواری |
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې کپتان خالقداد نوري په بیګانۍ لوبه نیوکې لري او وايي(( د چورنګې الفتاح سره باید بیګانۍ لوبه په ۱۱ بجې د شپې پېل شوې وه خو داسې ونشول او لوبه یې په ۱ بجه د شپې پېل کړه، لوبه یې ځکه ناوخته پېل کړه چې تلویزیون د پاکستان د ملي لوبډلې لوبه په ژوندۍ بڼه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کوله)).
همدارنګه خالقداد نوري په لوبڅارانو نیوکې وکړي چې د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې په خلاف یې پریکړې کولې، تر اوسه لا معلومه نه ده چې د ښاغلي نوري په لوبڅارانو نیوکې څومره حقیقت لري خو وايي (( لوبڅار زموږ د توپ اچونکو صحیح توپونه چې وایډ نه ول او وایډ به یې ورکول او د چورنګي الفتاح وایډ توپونه یې وایډ نه ورکول. نوري دا هم وايي چې د ځوان افغان لوبډلې د توپ اچونکو ۳ ویکټې چې باید سوځیدلې یې ورکړې وي خو لوبڅار ورنکړي نو همد لامل شو چې لوبه د چورنګي الفتاح په ګټه تمامه شوه)).
د ځوان افغان کرکټ لوبډله نن شپه ۱۱ بجې په کراچۍ کې د میلر جم خانې کرکټ کلب لوبډلې سره لوبه لري، په میلر جم خانه کې د پاکستان د ملي لوبډلې لوبغاړي یونس خان،عبدالروف، فیروز خان او خالد لطیف هم لوبه کوي.
د رمضان کپ د اګست په ۲۰ نېټه پېل شوی د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ کلب پکې لومړۍ لوبه د چورنګي الفتاح په خلاف وبایلله او نن د اګست به ۲۸ نېټه د میلر جم خانې کرکټ کلب سره د شپې په ۱۱ بجې سیالي لري.
د ځوان افغان کرکټ کلب دریمه لوبه به سبا شپه ۱۱ بجې د اګست په ۲۹ نېټه د ملک اټیر کرکټ کلب سره وي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ سره په دې سیالیو کې د اوسنۍ ملي لوبډلې ۹ لوبغاړي او د ملي لوبډلې ۲ پخواني لوبغاړي هم لوبه کوي.
د ځوان افغان اکاډمۍ لخوا د رمضان کرکټ سیالیو ته غوره شويې لوبډله په لاندې ډول ده:
۱- خالق داد نوري( کپتان)۲- اصغر ستانکزی۳- شهزاد محمدي۴- محمد نبي۵- شاپور ځدران ۶- حمید حسن۷- جاوید احمدي۸- عبدالله مزاري۹- سمیع الله شینواری۱۰- بادشا حسین۱۱- خان محمد۱۲- جمعه ګل۱۳- شفیق الله۱۴- ایمل هوتک.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لخوا د دې سیالیو لپاره غوره شوي ادري ډله:
شفیق الله عصمت ستانکزی ( د لوبډلې مدیر)اسد الله خان ( د لوبډلې روزونکی)حق داد نوري ( مرستیال روزونکی)حمزه لامع ( د همدې سفر مشر )کاظم بشیر( د ځوان افغان د کرکټ د اکاډمۍ د ویب پاڼې مسؤل )
د ځوان کرکټ کرکټ اکاډمي په ۱۹۹۷ز کال کې جوړه شوي او په کورني کرکت کې یې په هیواد کې د کرکټ د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کړي، د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ کرکټ کلب په ګاونډیو هیوادونو کې د کلب کرکټ په کچه پخوا هم لوبیدلی، هندوستان، سریلینکا او پاکستان ته يې سفرونه کړي چې د افغانستان په استازيتوب د کلبونو په کچه ښه ځلیدلي کرکټ کلب دی. د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډله د افغانستان کرکټ بورډ سره راجستر شوي اکاډمي دي په افغانستان کې د کرکټ د ودې، پرمختګ او د کرکټ اړوندو چارو ټول مسؤلیتونه د افغانستان کرکټ بورډ په غاړه لري.
د کرکټ مینوال کولای شي په لاندې رسنیو کې د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د دې سیالیو ژوندی حال تر لاسه کړي:
د جیو سوپر تلویزیون لخوا په ژوندۍ بڼه خپریږي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د ویب پاڼې مسؤل هم هوډ کړی چې د کرکټ مینوالو ته نیغ په نیغه د ځوان افغان کرکټ اکاډوۍ لوبډلې د سیالیو تازه حال د خپل ویب پاڼې له لارې وړاندې کړي.