د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډاکتر ام ای شاه په سيالۍ کې د افغانستان لوبې په ژوندۍ بڼه ووينئ

کرکټ څانګه 27.08.2010 11:28

 د افغان ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبډله  AYCA چې د افغانستان په استازيتوب په کراچۍ کې د ډاکتر ام ای شاه په سيالۍ کې برخه اخلي نن لومړۍ لوبه د Korangi Al-Fatah لوبډلې سره ترسره کوي.

ننۍ لوبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱ او د پاکستان په وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پيلېږي.

دا لوبه او د افغانستان نورې لوبې د جيو سپورټس تلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه په لاندې پتو کتلای شئ. همدا راز په دې اړه به نور تازه حال په فيس بوک د ټول افغان کرکټ څانګې په پاڼه خپروو:

http://watchanytv.com/index.php?mid=17

www.freetv.pk/geo_super_live.html

http://www.tvchaska.com/sports-channels/geo-super/

ويل شوي چې د شمشاد تلويزيون به هم دا لوبې په ژوندۍ بڼه ښيي خو دا خبر پخپله د شمشاد تلويزيون نه دی تاييد کړی.

د ځوانانو د کرکټ ټولنې ويبپاڼه هم هوډ لري چې ژوندۍ شمېرپاڼه خپره کړي:

http://www.aycricket.com/

د افغانستان د د ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبډله د خالقداد نوري په مشرۍ کراچۍ ته تللې ده چې ۹ ورسره د ملي لوبډلې اوسني او ۲ پخواني لوبغاړي مل دي.

تر اوسه په دې لوبو کې لوبډلو دا ښودلې ده چې پياوړې لوبډلې دي. افغانستان ته به ډېره ښه لوبه کول په کار وي چې په دې سيالۍ کې پرمختګ وکړي.

په دې اړه مخکينی رپوټ او د لوبډلې جوړښت دلته ولولئ.

تاسو خپلې تبصرې دلته کولای شئ.