د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څنګه کولای شو یو ښه عامه تقریر وکړو!

ف- وردګ 26.08.2010 11:40

عامه تقریرورنه داسی یو عمل دی چې په هر ځای او هر ښه او بده پیښه کې په کار راځي او دا هر یو مونږ ته متوجه دی، دا کیدای شي په ښوونځی کې وي، کیدای شي په پوهنتو کې وي او یا هم زمونږ د کار په ځای کې، ولې مونږ ویلای شو چې دا زمونږ د روزانه کارونو یوه برخه او په ځینو مواردو کې نه شو تری خلاصیدای.

د عامه تقریرونو ظرفیت لرل او یا په ځان کې پیدا کول د مفاهمی یوه  ډیره مهمه برخه ده، که چیری په صحیح توګه اجرا شي نو خپل پیغام به مو خپلو لیدونکو او اوریدونکو ته په ښه صورت رسولی وي.

لاندی یو څه مهم نقاط دي چې خپل عامه تقریرونه پرې نور هم مفید او موثر کولای شو:

لمړی قدم:

پلان او ښه تیاري نیول

مخکې له دې چې تاسو خپل تقریر ولیکی، دا ډیره مهمه ده تر څو په هغه ټول حالت او جزییاتو ځان وپوهوی کوم ته به چې ته داخلیږی، چې په دې کې لاندې ټکي راځي.

د موقع پیژندل

دا په دې معنی چې تقریر کوونکی باید د خپل تقریر په ټولو موادو، لحجه او لحن، د تقریر په اوږدوالي ځان پوه کړي او دا مهمه ده چې دا یاد شوي ټکي د هماغی موقع په طبعیت او ماهیت جوړ او تیار شي. دا مهمه ده چې مخکې له د چې ته خپل تقریر ولیکی نو باید په دې پوره پوهه ولری چې آیا ته به دا تقریر علمي خلکو ته کوې، یا د تبریکی مراسم دي، کومه سیاسي او که نه هم کوم بله رسمي غونډه ده. په دې هم باید پوه شی چې ایا ته به تنها یو تقریر کوونکی وې او که نه ته به د نورو ډیرو تقریر کوونکو په شمیر کې وې او همدارنګه ته باید په دې وپوهیږې چې ته به په کوم وخت کې غونډې ته خپل تقریر کوې.
خپل نندارچیان او یا اوریدونکي باید وپیژنی

په دې پوهیدنه یو د ډیرو باارزښته او ضروري ټکیو څخه دی تر څو تاسو وکولای شی یو ښه او کامیاب تقریر ولیکی، ځکه چې ته به خپل پیغام همدغې مشخص ګروپ خلکو ته رسوی. کیدای شي یو ډیر ښه تقریر د یو قسم اوریدونکو د پاره مناسب نه وي او کیدای شي د بل ګروپ  خلکو ته مناسب او په زړه پورې وي. د خپلو اوریدونکو پیژندل به د تاسو سره مرسته وکړي تر څو وپوهیږی په صحیح توګه دوی ته خپل پیغام ورسوی. تاسو هر یو باید مخکې د تقریر د لیکلو نه فکر وکړی چې د تاسو ننداره چیان او اوریدونکي به له کوم لاندې ګروپ څخه وي.

الف:  ځوانان که د  زیات عمر لرونکي خلک
ب:  تعلیم یافته او که بې تعلیمه خلک
ج:  خارجي او که داخلي خلک
د:  سیاسیون او که عوام

مشق او تمرین کول

مشق، مشق او مشق د یوی شیشې په مخکې، تمرین کول د خپلو ملګرو په مخ کې او یا هم د خپل فامیل د غړو په مخ کې او یا هم خپل تقریر ثبت او بیا یی خپل ځان ته وغږوی تر څو هغه ضعیفی نقطی په کې پیدا او په بل تمرین کې یې اصلاح کړی. په خپل تقریر کې په لیکل شويو موادو باید ښه ځان وپوهوی ځکه دا د تقریر په کامیابی کې ګټور ثابیتیدای شي. د تاسو تقریر به نور هم کامیاب او په ځای راشي که چیری تاسو هغه په ریښتینی توګه تمرین او د تقریر ځای ته د تګ نه مخکې لاندی ټکي په نظر کې ونیسی.

الف:  جامی مو باید د موقع ځای ته مناسبی وي
ب:  بعضې سهولتونه باید د مخکې نه موجود وي کومو ته چې تاسو ضرورت احساسوی لکه پراجکتور او یا هم د اوریدو سیسټم
ج:  خپل درکړل شوی وخت باید په پام کې ونیسی
 
  
وختی راتګ

د موقع ځای ته وختي رسیدل د هر تقریر کوونکي د پاره ډیر مهم دي، ځکه دا تقریر کوونکي ته پوره وخت او چانس ورکوي تر څو خپل ځان د خپلو اوریدونکو او ځای سره پوره بلد کړي او په بعضو مهمو جزییاتو ځان وپوهوي، لکه لاندی چې ورته اشاره شوې.

الف:  د هغی هال او یا اطاق د بڼی او اندازی سره
ب:  ایا هلته کوم د تقریر میز موجود دی او که نه
ج:  ایا هلته کوم د غږ سیسټم (میکروفون) موجود دی او که نه
د: ایا کومه نوره تخنیکي مرسته د تاسو د پاره موجوده ده او که نه
 
په وختي راتګ سره ته کولای شی بعضې مشکوک او مبهم حالتونه د خپل مغز نه لرې کړې او په دی باندی ته هم هغه تخنیکی ستونزی چې د پیښیدو امکان یی شته لرې کولای شې.
 
دوهم قدم:

د  پیغام رسول

په هر تقریر ورکولو کې اولنی او مهم ګام دا دی چې ته څنګه خپل پیغام خپلو اوریدونکو ته رسوې. که ته هر څومره یو ښه تقریر ولیکی، ولې که یی په صحیح توګه خپلو اوریدونکو ته و نه رسوې نو د تا تقریر به د ناکامی سره مخامخ کیږي، ځکه دا ټول په دی پورې تړلې چې ته څنګه خپل پیغام خلکو او خپلو اوریدونکو ته رسوې.
 
ژبه او د لغاتو استعمال

د تا د تقریر ژبه او لغات باید تاسو اود  تاسو اوریدونکو ته هوسا او د پوهیدو وړ وي، په تقریر کې باید کوشش وشي تر څو د کتابونو ژبه او یا هم مختلفی سختی اصطلاح ګانی و نه کارول شي. تاسو باید کوشش وکړی تر څو هغه لغات او ژبه استعمال کړی چې دواړو اوریدونکو او تاسو ته طبعي او عام فهمه وي. او ډیر کوشش باید وکړی تر څو هیڅ مخففات استعمال نه کړی.  

د موضوع نه بیرون مه وځی

په تقریرونو کې هغه اصطلاح چې وایي لږ ډیر دي ډیره مناسبه ده. دا ضرور نه ده چې خپلو اوریدونکو ټول هغه څه ووایی چې تاسو پری پوهیږی، ولې تاسو باید هغه څه ووایی چې د تاسو اوریدونکي غواړي پرې وپوهیږي. دا یو ښه مهارت دی چې تاسو ټول مناسب او اړوند معلومات په خپل تقریر کې اضافه کړی ولې دی ته مو هم فکر وي چې په خپل تقریر کې نیمه معلومات وړاندی نه کړی. يو ښه تقریر هغه پوره پیغام رسولې شي ولې په هغه طریقه چې تیزه، واضح او پوهوونکې وي.

تنوع

د دې د پاره چې د خپلو اوریدونکو توجه نوره هم ښه جلب کړای شی نو په معلوماتو کې باید تنوع موجوده وي. په خپل تقریر کې کوشش وشي چې څرنګه کولای شی خپله موضوع د ورځیني حالت سره یو ځای کړې، دا صرف په بعضو لنډو کیسو او ژوندیو مثالونو سره نور هم ښه واضح کړای شې، ته به  د دی مثالونو په واسطه په اسانه وکولای شی تر څو خپلو اوریدونکو ته هغه پیچیده موضوعات چې په خپل تقریر کې ورته اشاره کوی ساده او عام فهمه کړې تر څو ټول پری ښه وپوهیږي.
په خپل تقریر کې کولای شې چې د خوش طبعی په واسطه که چیری پر خپل ځای وشي د خپلو اوریدونکو توجه نوره هم ځان ته زیاته کړی، ولې که تاسو یو ډیر خوش طبعه انسان نه وای نو کیدای شي کیسه په بله لاړه شي نو په داسی حالت کې ځان تری ساتل په کار دي. دا یو ډیر بد حالت کیدای شي که د خوش طبعی په ځای ټول اوریدونکي چوپ پاتی شي.

غږ او لهجه

په تقریر کې د پیغام په رسولو کې کیدای شي کوم څه چې ته غواړی ووایی هغه هومره مهم وي څومره چې ته فکر کوی، ولې د تا یو نواخت غږ او لهجه کیدای شي ستا اوریدونکي د خوب طرف ته بوځي. د تقریر کوونکو د پاره  دا یو مهم امر دی تر څو خپل اواز او لهجه کې د ضرورت په وخت تغییر راولي او د اواز او لهجی په واسطه خلکو ته دا وښیي چې دا څه چې وایی څومره مهم دي.

سرعت او چابکتیا

يه یوه ثابت او دوامداره سرعت او چابکتیا به یو مشکل کار وي خوصوصا د هغو تقریر کوونکو د پاره چې د تقریر کولو په وخت کې پریشاني احساس کوي. کله چې تقریر کوی نوهڅه وکړی تر څو په ارامه او په واضحه توګه خبرې وکړی.
 
د غږ جګوالی یا ټیټوالی

په یوه مناسب غږ باندی خبری کول یو بل مهم فکتور دی چې هر تقریر کوونکی یی باید په نظر کې ونیسي. د تاسو غږ باید پوره لوړ وي تر څو اخریني اوریدونکو ته هم په اسانی ورسیږي، او فکر مو وي چې دومره لوړ نه وي تر څو خپلو اوریدونکو ته چېغی ووهی.

د بدن حرکات او اشارې

ډیر وخت بدني حرکات او اشاری هم د یوې ښې مفاهمی سره کومک کوي. څنګه ته کولای شې چې خپل ځان د خپلو خبرو سره عیار کړی تر څو د تاسو سره مرسته وکړي او خپل پیغام نور هم ښه او په واضحه توګه خپلو اوریدونکو ته ورسوی. کله چې تقریر کوی نو باید په دی ښه پوه و اوسې چې په کومو ځایونو کې کوم مناسب حرکات وکړی تر څو تقریر مو نور هم پری واضح شي.
 
د بدن وضع او حالت

که چیری د تقریر د میز تر شاه ولاړ وې نو باید کوشش وکړی تر څو په میز باندی ور ځانګه نه وی او نه هم ډیر شاه ته ځان کش کړی، دا ډیره مهمه ده تر څو په یوه آرام حالت ځان ته اغوره او په یوه نیغ او نورمال حالت کې ودریږې. خپلی پښی د خپلو اوږو سره برابری او مناسبه اندازه برابری کړه ځکه دا به د تاسو سره په دی کې مرسته وکړی تر څو خپل توازن برابر وساتی. هڅه وکړی تر څو د خپل لاس حرکات وڅیړی او هغه تر خپل کنټرول لاندی ونیسی. په شروع کې کوشش مه کوی خپل لاسونه په جیبو کې واچوی ځکه دا تاسو د یوه غیر عادی انسان او د نامناسبو اخلاقو درلودونکی معرفي کوي، او همدارنګه یی د خپل ځان تر شاه هم مه نیسی ځکه ته به په دی حرکت سره یو غیر طبعي معلوم شی. دا به ښه وي تر څو خپل لاس ځوړند پریږدی او د تقریر په دوران کې یی د مناسبو حرکاتو آزادی ورکړی.
 
بعضې د سر او د لاسونو حرکات د مفاهمی یوه مهمه برخه ده، په دې سره مونږ کولای شو خپلو بعضو ټکیو او جملو ته د تاکید اړخ ورکړو او دا یو طبعي امر دی چې دا حرکات په تقریرونو کې یو مهم رول لوبولای شي. ولې بعضې غیر ضروري او بیځایه حرکتونه کولای شي د تاسو په ضرر تما شي او د تاسو د اوریدونکیو د ناارامی او بی توجهی سبب وګرځي.
 
د تاسو کالي او ظاهري بڼه

د تاسو فزیکی او ظاهري بڼه کولای شي د تاسو په اوریدونکیو یو خاص تاثیر ولري، کوشش باید وشي چې خبله ظاهري بڼه دا سې جوړه شي چې هم د تاسو د نندارچیانو او هم د تا د پاره مناسبه ښکاري. د موقع پیژندل او بیا هماغسی ځان جوړول ډیر ضروري دي، او کله هم که د کالیو خبره کیږی نو نورما او ساده توب همیش ښه کار کوي. ځکه د تاسو اوریدونکي ډیر په دی سر نه خوږوي چې تاسو څه اغوستي هغه دا ګوري چې تاسو څه وایی او څه پیغام لری.
 
د سترګو اړیکه او یا  رابطه

که د هر تجربه کار او عالم نه وپوښتی نو درته و به وایي چې د خپلو اوریدونکو او لیدونکو سره د تقریر او یا هم خبری کولو په وخت کې د سترګو رابطه یو له مهمو بخشو څخه دی او دا د یوه ښه عامه تقریر یوه بیلګه ګڼل شوې. دغه اسانه کار کولای شي چې د تاسو د اوریدونکو رابطه او توجه د ځان سره وساتي او همدارنګه تر آخره د تقریر سره خپله علاقه وښیی.  
 
د تقریر کومکي اړخونه

خپل ټول تقریر د کاغذ د مخ نه لوستل کیدای شي د خلکو توجه کمه او همدارنګه د تاسو د سترګو اړیکه د تاسو د اوریدونکو سره پری کړي. که چیری تاسو ته ضرورت وي نه تاسو کولای شی چې بعضې ضروري ټکي او یا هم د خپل تقریر عمده مسایل د څو کارتونو پر مخ ولیکی تر څو د ضرورت پر وخت د تاسو سره د اړونده مسایلو په ذهن ته په راتلو کې مرسته وکړي.

تصویري مرستې

یو عکس د زرګونو لغاتو نه خبری کوي، نو ځکه تصویري دیاګرامونه او یا هم د پراجکتور استعمال له هغو کامیابو تخنیکو څخه دي تر څو تاسو کولای شی خپل پیغام لا نور هم په ښه توګه خپلو اوریدونکو ته ورسوی. ولې بعضې ټکي باید په پام کې ونیسي.

الف:  تاسو باید ځان یقیني کړی تر څو د خپلو لیدونکو او اوریدونکو سره خبری وکړی نه د خپلو سلایدونو سره

ب:  کوشش وکړی تر څو خپل اوریدونکي په تصویرونو کې مصروف نه کړی، ځکه تصویرونه او سلایډونه صرف د تاسو د تقریر سره مرسته کوي.

ج:  مخکې له دی چې شروع وکړی په دی ځان متیقن کړی چې ټول په هال کې ناست کسان د تاسو سلایډونه لیدلای شي.
 
خپله ناارامي او تشویش باید کنټرول کړی

ویره او تشویش په عام تقریرونو کې بدترین حالت راوستلای شي، بعضې خلک د تقریر په ورکولو دومره ویره لري لکه د مرګ سره چې مخامخ کیږي. که چیری تاسو یو ددغی خلکو څخه یاستی نو کوشش وکړی تر څو خپله ناارامي او عصب کنټرول کړی نه دا چې هغه تاسو کنټرول کړي. دا به مهمه وي چې تاسو بعضې د ارامی او د هوساینی تخنیکونه زده او یاد کړی لکه بعضې ښه تصورونه او یا هم ژوره ساه اخیستنه.

بعضې نور تخنیکونه شته چې د تاسو سره په ښه تقریر ورکولو سره مرسته کوي، لکه مخکې مو هم یاد اوري وکړه چې ښه تمرین د تاسو ویره لرې کوي او د تاسو اعتماد پر خپل ځان زیاتوي.
 
که په تقریر ورکولو کې تاسو د کومی غلطی او یا اشتباه مرتکب کیږی نو د تشویش وړ نه ده، ځکه کیدای شي چې اوریدونکو دې غلطی ته پام نه وي شوی او یا هم که په نورماله توګه خپله اشتباه صحیح کړی او خپل تقریر تا دوام ورکړی.
  
په یاد وساتی، دا هیڅ خبر نه ده چې د تاسو اوریدونکي او لیدونکي څومره زیات دي ولې په دې پوه شی چې دوی ټول ځانګړي شخصیتونه او افراد دي.