د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ په پاکستان کې د محمد اصغر علي شاه په سیالې کې برخه اخلي
25.08.2010 15:00سبا ته د پنجشنېبې په ورځ چې د وږي د ۴ نېټې سره سمون خوري د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډله د پاکستان د کراچې ښار ته د ۹ ملي لوبډلې د کرکټ لوبغاړو سره د ډاکټر محمد اصغر علي شاه لیفون کرکټ نایټ سیالیو ته روانیږي.
دغه سیالۍ په پاکستان کې د رمضان کپ په نامه هم یادیږي، د افغانستان لومړۍ لوبه د اګست په ۲۷ نېټه له پاک جم خانې کرکټ کلب، دوېمه په ۲۸ نېټه ملیر جم خاني کرکټ کلب او دریمه لوبه د اګست په ۲۹ نېټه د اډوانس ټیلې کوم کرکټ کلب سره په کراچۍ ښار کې کوي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ په دې سیالیو کې د ګډون لپاره ټوله مرسته د افغانستان کرکټ بوډ ورکړې او د اتصالاتو د مخابراتي شرکټ لخوا يې دغه لوبډله سپانسر کړي ده ..
د رمضان کپ د اګست په ۲۰ نېټه پېل شوی د افغانستان لوبې پکې د اګست په ۲۷، ۲۸ او ۲۹ نېټه تر سره کیږي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ سره په دې سیالیو کې د اوسنۍ ملي لوبډلې ۹ لوبغاړي او د ملي لوبډلې ۲ پخواني لوبغاړي هم لوبه کوي.
د ځوان افغان اکاډمۍ لخوا د رمضان کرکټ سیالیو ته غوره شويې لوبډله په لاندې ډول ده:
۱- خالق داد نوري( کپتان)
۲- اصغر ستانکزی
۳- شهزاد محمدي
۴- محمد نبي
۵- شاپور ځدران
۶- حمید حسن
۷- جاوید احمدي
۸- عبدالله مزاري
۹- سمیع الله شینواری
۱۰- بادشا حسین
۱۱- خان محمد
۱۲- جمعه ګل
۱۳- شفیق الله
۱۴- ایمل هوتک
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لخوا د دې سیالیو لپاره غوره شوي اداري ډله:
شفیق الله عصمت ستانکزی ( د لوبډلې مدیر)
اسد الله خان ( د لوبډلې روزونکی)
حق داد نوري ( مرستیال روزونکی)
حمزه لامع ( د همدې سفر مشر )
کاظم بشیر( د ځوان افغان د کرکټ د اکاډمۍ د ویب پاڼې مسؤل )
د کرکټ مینه وال کولای شي په لاندې رسنیو کې د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د دې سیالیو ژوندی حال تر لاسه کړي:
د جیو سوپر تلویزیون لخوا په ژوندۍ بڼه خپریږي.
شمشاد تلویزیون هم پتیلې چې د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د لوبډلې حال په ژوندۍ بڼه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د ویب پاڼې مسؤل هم هوډ کړی چې د کرکټ مینوالو ته نیغ په نیغه د ځوان افغان کرکټ اکاډومۍ لوبډلې د سیالیو تازه حال د خپل ویب پاڼې له لارې وړاندې کړي.