د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ملي پوليس لومړی د لرګي په ټوپکو تمرين کوي

کمال الدين رنځور 23.08.2010 14:17

په نړيوالو رسنيو کې د افغانستان د ملي پوليس د روزنې ځينې داسې انځورونه خپاره شوي دي چې ښيي چې دوی لومړی د لرګي په ټوپکو تمرين اخلي او کله چې د ټوپکو سره بلد او تمرين وکړي بيا د رښتيا ټوپکې ورکول کېږي.

د ډيلي ميل ورځپاڼه - چې دا انځورونه یې خپاره کړي دي - وايي چې د افغان ملي پوليس بهرني روزونکي ويره لري چې کله لومړی ملي پوليسو ته نوي غړي وروپېژندل شي نو په رښتيني ټوپکو خپل ځانونه ژوبلوي. دوی داسې پيښې ثبت کړي دي چې نوي پوليسو په کې خپلې پښې ژوبل کړي دي او يا دیې د وسلو د پاکولو په وخت کې ځانونه ټپيان کړي دي.

داسې پېښې هم ثبت شوي دي چې ځينو نوو پوليسو خپلې وسلې په تور بازار کې هم خرڅې کړي دي. د پوليسو بهرني روزونکي په دې باور دي چې دا کار ورته اصلي وسلې له تلف کېدو څخه هم ساتي ځکه چې نوي پوليس په سر کې د وسلو په سالمه کارونه نه پوهېږي.

د دې کمزوريو لامل د ډېری پوليسو بې سوادي هم ده.

د پوليسو روزونکي وايي چې دا هر چېرته معمول ده چې لومړی نوو غړو ته د لرګي او يا ربړ په وسله روزنه ورکول کېږي او وروسته چې بلد شي نو بيا ورته رښتيني وسلې ورکول کېږي.

پوليسو د وسلوالو مخالفينو په بريدونو کې له بله هر امنيتي ارګان څخه ډېر زيان ليدلی دی. له ۲۰۰۱ کال راهيسي د مخالفينو په بريدونو کې ۳۵۸۷ پوليس وژل شوي دي.

انځورونه:


په ارزګان کې د پوليسو په يو روزنيز مرکز ملي پوليس چې د تمرين په لومړۍ مرحله کې دي.

په دې انځور کې یې هدف ته شيش نيولی، خو ټوپکې د لرګي دي.

ډېری افغان پوليس دهقانان، دوکانداران، زده کونکي او يا هم عام خلک دي.