د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دولسي جرګې لپاره وړ نوماند څوک کيداې شې؟

سباوون ساحل 22.08.2010 13:41

که څه هم اوس په ننگرهار کې کابو يوسلو شپيتو تنو ځان د ولسي جرګې لپاره نومولي دي او له دوي څخه به يواځې څوارلس تنه کامياب يږي دا چې څوک کامياب يږي او څوک نه دا فيصله يواځې ولسي وگړي کولاې شې ځکه که دوي هر چا ته رايه ورکړي همغه به پارلمان ته لاره پيداکړي . نو اوس دلته سوال دا دي چې څوک وړ نوماند دي؟ څه فکر کوي چې وړ نوماند څوک دي ؟ هغه څوک چې ټول ښار يي پر لويو عکسونو بدرنگه کړي او که هغه څوک چې ټوله ورځ يي د مختلفو رسنيو له لار علانونه او دا نه پوره کيدونکي موخې اوري راځې چې لږ فکر وکړو او له دي يوسلو شپيتو تنو نه هغه څوک انتخاب کړو چې حد اقل پارلمان ، وکيل او د هغه دنده خو وپيژنې

پنځه کاله وړاندي چې کله د ولسي جرګې د وکيلانو ترمنځ سيالي پيل شوي نو په هغه وخت کې زمونږ نوماندانو داسې موخې او اهداف په خپلو وړو کارتونو کې ليکلي وه چې هغه کارونه به يو وزير هم نه شو کولاي اوس خو لا دومره ښه شوې وايي چې زمونږ دنده نظارت دي . که غوآړي په دي ټولو نوماندانو کې وړ کس په نښه کړي نو په مختلفو رسنيو کې د نوماندانو خپرونې وگوري او واور ي . ما خپله يو شپه له يوه تلويزون څخه د نوماند خپرونه اوريدله نو دري نوماندان يي ميلمانه کړي وه . نو له يو څخه د خپروني چلوونکي پوښتنه وکړه چې موخې ده څه دي نو ده ورته وويل چې هغه خو زما په کارت کې شته دي نو د خپرونې چلوونکي يو ځل بيا ورته وويل چې هڅې يو دوه دانې خو يي ووايه چې ليدونکې خبر شې چې ستا موخې څه دي ده بيا ورته وويل چې موخې مې په عکسونو او کارتونو کې چاپ کړي که څه هم دي نوماند پنځه کاله په ولايتې شورا کې د وکيل دنده اجرا کړي وه . نو اوس تاسو ووايي هغه څوک چې خپله ورته خپلي موخې نه وي معلومې نو هغه به څه خدمت وکړي راځې په دي ټول کې هغه څوک انتخاب کړو چې په يوه برخه کې هم نيمگړتيا ونلري .

راځې چې ټول په گډه کار وکړو او د کليو ،بانډو او ښار ټولو هغو خلکو غوږونو ته دا غږ ورسو چې اوس هم دځينو په خبرو تيروتي او وايي چې دا ښه خدمت کولاي شې راځې په گډه خپل راتلونکې پخپله وټاکو هغه چا ته رايه ورنه کړو چې بې سواده وي چې نه د دين په کارونو ښه پوهيږي او نه هم د دونيا ښه په دي پوهيږم چې هر څوک په دي ښه پوهيږي که چيرته کوم نوماند بې دريغه پيسې مصرفوي يا به يي بيت المال لوټ کړي وي او يا خو به يي په کومه بله غيري شريعي لاره لا سته راوړي وي . ډير کم به داسي پيداي شې چې هغه به په سمه شريعي لاره گټلې وي . راځې چې داځل داسي نوماندان انتخاب کړو چې د خوب پر ځايي راته کار وکړي تاسو به فکر کوې چې دا څه وايي چې د خوب پر ځايي راته کار وکړي تير ځل مونږ داسي وکيلان ولسي جرګې ته ليږلي وه چې د رسنيو د لاري يي تصويرونه خپاره شول چې ټولو به په يوه مسله خبري کولې او خبريالا ن به هم موجود وه نو ده به د دي پر ځايي چې د ننگرهاريانو په نماينده ګې خبري وکړي ويده به وه زما مطلب دا نه دي چې د تيري ولسي جرگې وکيلان ټول خوبيان وه نه ځيني يي دا سي وه . دا خو له څه کوې څه موده وړآندي مې له يو چا وپوښتل چې هغه پلانکې بيا ځان نه دي نومولې هغه راته وويل ساده گله هغه خو د کورنۍ سره کوم خارجې هيواد ته لاړ نو په همغه وخت کې مه يو افسوس وکړ چې د نورو هيوادونو وګړو ته وګوره چې په خپله خآوره سر ورکوې آو زمونږ ته وګوره چې د هر څه نه د خپل ځان په گټه کار اخلي

الله (ج) دي وکړي چې دا ځل هر څوک وړ شخصيت وگوري او هغه ته رايه ورکړ نه دا چې هغه چا ته رايه ورکړ چې هيواد ،خاوري او ولس دښمن وي