د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راتلونکی شل اوریز جام او د ولایتی لوبډلو غوراوی

عبد الواحد صیاد 19.08.2010 11:00

کورني کرکټ د پرمختګ لپاره چې د افغانستان کرکټ بورډ د ولایاتو تر منځ د کورنۍ سیالیو کومي هلې ځلې پیل کړی دي واقعآ د افغانستان دکرکټ په روښانه راتلونکي کښې مهمه ونډه لري، په دې توګه به با استعداده لوبغاړی په نښه او په راتلونکي کښې به په ښه ډول د افغانستان د رښتینی استازیتوب جوګه او خپلو خلکو ته به د خدمت مصدر وګرځي.

 د ولایاتو تر منځ په تیرو پنځوس اوریزو سیالو کښې چې د کابل ښار ېې د کوربه توب ویاړ درلود د افغانستان د ۳۴ ولایاتو څخه یواځی ۲۳ ولایتي لوبډلو برخه درلوده چې الحمد الله ټولې سیالۍ په ډیر ښه ډول دنظم او امن په ښکلې فضاء کښې ترسره شوې کوم چې د کورني کرکټ د پرمختګ په لار کښې یو مثبت ګام بللی شو.

 خو متاسفانه په مجموعی ډول د اکثره ولایتی لوبډلو غوراوی په صحیح بڼه نه ؤ ترسره شوی او ډیریې لوبغاړي په خپل ولایتي لوبډلو کښې د لوبیدو له حق څخه محروم او پر ځای یې د نورو ولایاتو لوبغاړي ولوبیدل چې دې کار له یو اړخه د سیمیزو لوبغاړو په سپورتي روحیه او شوق بده اغیزه  درلوده او له بلخوا یې د ولایاتو رښتینی استازیتوب زیانمن او له شک سره مخ کړ کوم چې رښتینی استازیتوب نه بلل کیږي.

 په کور دننه د ولایتي سیالیو په ولایتی لوبډلو کښې یواځی سیمیز لوبغاړي لوبول د هغه ولایت د سیمیز کرکټ په پرمختګ کښې ډیره مهمه ونډه لري چې دا کار د سیمیزو لوبغاړو د لا زیات تشویق او پیاوړتیا سبب ګرځي د سیمیز کرکټ د پرمختګ لپاره باید د افغانستان کرکټ بورډ اړین او چټک ګامونه واخلي تر څو پدې برخه کښې مهمې لاسته راوړنی ولرو.

 په پای کښې د افغانستان د کرکټ بورډ او ټولو ولایتي مسؤلینو څخه په کلکه هیله کوم چي هغه غلطۍ دې بیا نه تکراروی کومي چې په تیرو پنځوس اوریزو سیالیو کښې ولیدل شوی، د لوبډلو غوراوی دې یواځی د خپل ولایت به سطحه تر سره او هغه لوبغاړي دې غوره کړي چې په رښتیني ډول د خپل ولایت د استازیتوب له وړتیاؤ څخه برخمن وي، او نه چې په سفارشي ډول او یا د یو کلب یا ډلې پوری تړاو  ولري. چی ښه مثال یې په تیرو سیالیو کښې د ننګرهار (د کرکټ کور) لوبډله وه چې د ننګرهار په نوم د څو سفارشي لوبغاړوڅخه تشکیل شوی وه. هیله ده چې دا ځل به د ننګرهارد کرکټ نوی ولایتی مسؤلین د کرکټ د کورحیثیت خوندی اود رارون ولایتي شل اوریز جام لپاره به یوه پیاوړې لوبډله غوره کړي ترڅو وکولای شي په رښتیني ډول د خپل ولایت څخه استازیتوب وکړی.