د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پروان له فرهنګیانو سره مرسته وکړﺉ

دغوربند د فرهنګیانو لخوا 18.08.2010 19:06

پروان هم د هیواد د نورو ولایتونو په شان پښتنو ته په خپل غیږ کې ځای ورکړی دی. د پروان ولایت د بګرام، کوه صافی، غوربند ولسوالیو او د پروان ولایت په ښار کې پښتانه د نورو ورونو قومونو سره میشت او خپل ورځنی ژوند پرمخ بیایي.

په تیرو کلونو کې د پروان فرهنګیانو  هم په مخ په زیاتیدونکي توګه د خپل ژبې د زده کړې، ودې او پراختیا لپاره ځینې ګامونه پورته کړي دي. غوربند هغه ولسوالۍ ته چې پکې ځوان فرهنګیان په خپله ژبې د اثارو د لوستلو تنده یې ورځ په ورځ زیاتیږي.  د همدې فرهنګیانو د پرله پسې هڅو په پایله کې د دغې ولسوالۍ یوه مهمه لیسه د پښتو ژبې د یوه ستر عالم، ارزانی خویشکي په درانه نوم، ونومول شوه.

د غوربند فرهنګي ځوانان لدې لارې له ټولو فرهنګي ټولنو او افرادو څخه چې ورسره پښتو کتابونه موجود وي او غواړي د پروان ولایت ځوانان هم ترې ګټه واخلي، غوښته کوي چې د کتابونو د سپارلو لپاره دې له موږ سره اړیکه ونیسي.

موږ به هڅه وکړو د اوس لپاره د د غوربند د سیاګرد په ولسوالۍ کې یو وړوکی کتابتون جوړ او د میشت فرهنګیانو تنده خړوبه کړو.

هغه فرهنګي ټولنې او فرهنګیان چې غواړو د کتابونو د ورکړې په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي نو په لاندې ایمیل او ټیلیفون له لیارې موږ سره اړیکه ټینګه کړي.

ټیلیفون: 0778471700 (جلال الدین)

ایمیل:parwanta@gmail.com

مننه