د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې د علي کرم الله وجه نوم په قرآن کې نشته؟

ژباړه: عثمان منصور انصاري 18.08.2010 20:04

ولې د علي کرم الله وجه نوم په قرآن کې نشته؟ 

لیکوال:

محمد باقر سجودي

(پخوانې پارسي-ایرانی شیعه تبعه)

اوس افغان سني پوه آندی)

ژباړه: عثمان منصور انصاري

 

بسم الله الرحمن الرحيم

سریزه

الحمدلله رب العالمين، سلام او  درود د الله پر رسول او د هغه پر آل و اصحابو...

شیعه ګان هره ورځ درې ځلې په ښکاره ډول اذان کې وایي:

 ((أشهد أن علياً ولي الله))

 ((أشهد أن علياً حجة الله))

او داسې دعوه کوي چې ددوی اذان د څښتن له لوري او د اسلام اذان دی. کله چې دا کتاب لولئ نو دا پورته ټکې په یاد ولرئ.

دې ټکي ته پام کول، په حقیقت موندنه کې نه هېرېدونکې مرسته کوي.

 

سپېڅلي قرآن کې لاسوهنه نشي کېدای

هرڅوک پوهېږي چې قرآنکریم کوم معمولي کتاب ندی، مګر ډېری وګړي پدې نه پوهېږي چې ددې کتاب یو ستر توپیر له نورو کتابونو سره دا دی چې هر کتاب کې د خپلې خوښې زیاتې، کمې کېدای شي، مګر د تاریخ په اوږدو کې قرآنکریم له دا ډول لاسوهنو روغ پاتې شوې دی.

د څاري لپاره د حافظ، سعدي، خیام او نورو شعري کتابونه وګورئ، دا معمولي لیکنې دي، دوی نه دوښمن لري او او نه ورسره څوک مخالفت، مګر د وخت په تېرېدا، اسانۍ او نورو لاملونو له لامله...، ددې کتابونو ډول، ډول قلمي نسخې چې له یو بله ډېر توپیر لري موندل شوي، شعرونه ور زیات شوي یا ترې یو څه ړنګ شوي، یا یې جملو  بدلون موندلې، پداسې حال کې چې ددې کتابونو ژوند د قرآن د نزول نیمایي هم نه کېږي.

قرآنکریم ښه پرېمانه قسم خوړلي دوښمنان لرل او لري یې، مګر بیا یې هم نه پکې کومه جمله یا کوم ټکې ورزیات کړې او نه یې ترې لرې کړې، آن تردې چې ترتیب کې یې هم لاسوهنه نده شوې. د سعدی، حافظ او خیام کتابونه د پراخې ځمکې په یوه کوشنۍ ټوټه لیکل شوي، خپاره شوي او یواځې پارسي ژبی یې لولي، پداسې حال کې چې قرآنکریم په ټوله نړۍ کې بې شمېره ځلې چاپ او خپور شوې دی. مګر دا پراخه خپرېدنه چې د افریکې له دښتو نیولې د ترکستان تر لوړو کلاګانو، د اندونیزیا له ټاپوګانو د بالکان تر ټاپووزمې پورې هېڅکله په قرآن کې یو معمولي بدلون هم منځته رانغی.

د وخت غښتلو واکمنو د قرآن د تحریف هڅه کړې، ولې بریالي نشول!؟

د تاریخ په اوږدو کې بریالیو او غښتلیو سټو چې قرآن ته یې لاسرسې درلود، د یوې (ب) په (و) بدل کړي، یا لدې حقیقته په یو مثال پرده پورته کوو: لدې خبرې سره زموږ سرو کار نشته چې شیعه رښتیا وایي یا سني او کومه بله ډله، اوس لدې سره سرو کار نلرو. یواځې د ۷۳ اختلافي ډلو نه د دوه سترو ډلو اختلاف چې هغه شیعه او سني دي، لدې خبرې ناچاره چې یو ددې دوه ډلو څخه قصدا او عمدا د اسلام بنسټ نړولو هڅه کړې او موخه یې ددې دین له منځه وړل دي. مخکې مې وویل چې اوس نه شیعه ګرم ګڼم او نه سني، مګر پدې خبره کې چې یو له دې دوو ګناهګاره ده، هېڅ شک نشه، ولې؟ ځکه چې یو ددې دوو ډلو لمونځ، اذان، حج، زکات، روژې او جهاد ته بدلون ورکړې، شپه او ورځ یې بدله کړې، هو ټوکې نه کوم ان تردې چې شپه و ورځ یې هم بدل کړي، یوه ډله وایي ماښام دی روژه ماته کړئ، ها بله بیا وایي چې لاس ونیسه، تر اوسه ماښام شوې ندې، روژه مه ماتوه.

موږ که هرڅومره هیله من اوسو، چې یو لدې دوه ډلو اسلامی دوستور نشی بدلولای، نشو کولای دا یوه بشری تېروتنه ونوموو.

یو لدې دوه ډلو نه د نبي علیه السلام سپېڅلې ویناوې سل په سلو کې بدلې کړې دي

سني وایي چې د محمد علیه السلام د امت غوره کس ابوبکر صدیق رضي الله عنه دی. شیعه وایي محمد علیه السلام فرمایلي چې د امت ناوړه شخص ابوبکر صدیق رضي الله عنه دی. مګر دا ډلې بیا په قرآنکریم کې هېڅ اختلاف نلري، ان په یوه کلېمه یا ټکي کې هم.

پوښتنه دلته ده چې هغه څوک چې د نبي علیه السلام حدیث سل په سلو کې بدلوي، ولې ونشوای کړای چې یوه سلنه قرآن ته بدلون ورکړي؟

اریانوونکې خبره دلته ده چې یو ددې دوه ډلو نه بې شمېره احادیث او مستند روایات د قرآن د بدلون او تحریف په اړه را نقلوي، او د تحریف ځایونه هم په نښه کوي، مګر کله چې یې واک هم په لاس کې و، و یې نشوای کړای چې د خپلو احادیثو سره سم قرآن چاپ کړي، نو مجبوره شوي چې همدې قرآن ته غاړه کېږدي او همدا تلاوت کړي.

 

اریانوونکې ده چې قرآن خپلو مخالفانو ته د تحریف فرصت ورکړې

هرکله چې الله تعالی غوښتل خپل توان فرعون ته وښایي لومړی یې د هغه دوښمن چې د غېږې ماشوم و، هغه ته په خوب کې ښايي. فرعون د نو زوکړو ماشومانو وژنه پیلوي، مګر هماغه نوزوکړې ماشوم یې په خپل کور کې را لوی کړ.

په قرآن کې راغلي )إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ( (الحجر: 9). موږ قرآن راښکته کړ، او موږ به یې ارو مرو ساتنه کوو.

الله تعالی د وخت فرعونانو د ننګونې (چېلېنج) لپاره هغوی ته د تحریف فرصت هم ورکوي.

د ساري په توګه قرآن کې راغلي: یتفکرون، یعلمون، یفقهون، یتذکرون. ایا نشي کېدای په اسانۍ سره ددې اصطلاحاتو پر ځای بل څه ولیکل شي؟

د قرآن کریم ټول سورتونه بسم الله الرحمن الرحیم لری، بې له توبې سورت څخه، دوښمنانو که دا دعوه کوله چې دا سورت هم بسم الله لري، نو ایا دلیل به یې د منلو وړ نه وای؟ ولې هغې ډلې چې د نبي علیه السلام احادیث بدلوي، له دې زرین فرصت نه ګټه پورته نکړه؟ ځیني ځایونه په یوه سورت کې یوه جمله په کراتو مراتو راوړل شوې لکه: )فَبِأَيِّ آلاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ( ایا نشول کېدای چې دا جمله یو ځل کمه یا زیاته کړای شوې وه؟ هغوی چې شپه یې ورځ وګرځوله چېرې ول او دي!!

نو ناچاره باید دا خبره ومنو چې قرآن د بدلون او تحریف وړ ندی، او داسې یو غیبي ځواک شته چې لدې قرآنه ساتنه کوي.

د سکالو (موضوع) روښانۍ لپاره یو مثال

یو سوداګر له خپلو ۷۳ تنه نوکر و چاکر سره په یو لرې یون (سفر) د وتلو هوډ وکړ، مګر مخکې له هغې یې خپلو زامنو ته داسې وویل:

ګرانو زامنو! کېدای شي لدې یونه بیاراګرځېدنه نه وي، که چېرې مو زما د مړینې خبر واورېد، نو زما مال او پانګه له نوکرانو وغواړئ، او دا خبره باید زما او ستاسو ترمنځ وي چې زه هر نوکر ته دوه کڅوړې ورکوم، یوې کې به د سرو او بله کې د سپینو سکې دي.

زما زامنو! دا را ز باید زما او ستاسو ترمنځ وي، او پوه شئ چې زه هڅه کوم د ۷۳ نوکرانو په کڅوړو کې یوه اندازه، یو رنګ او وزن سره و سپین واچوم، یانې که چېرې مو د یو نوکر په کڅوړه کې ۳۰۰  د سرو سکې وي، باید ټولې کڅوړې د ۳۰۰ سکو لرونکي اوسي، که چېرې کوم نوکر کم و زیاته اندازه سکې ولرلې، نو پوه شئ چې خاین دی، سملاسي یې وشړئ.

پلار له نوکرانو سره خپل یون پیل کړ،کله چې یې خپل مرګ نږدې ولید، هغسې یې وکړل چې زامنو ته یې ویلي ول، یانې خپل ۷۳ نوکران یې راوغوښتل او ۷۳ کڅوړې سره او ۷۳ کڅوړې سپین زر یې چې یو رنګ او بڼه یې درلوده د هغوي مخې ته کېښودې او هر نوکر ته یې دوه کڅوړې (یوه د سرو او بله د سپینو) ورکړې او ویې ویل: له الله ووېرېږئ، او دا کڅوړې زما زامنو ته بې له کمي و زیاتي ور ورسوئ.

د سوداګر له مړینې وروسته، نوکران بېرته د هغه کورته وګرځېدل او هر یو له ځانه سره دوه کڅوړې د سوداګر  دزامنو مخکې کېښودې.

مګر د سوداګر زامن د اریانوونکې پېښې سره مخ شول، هغه پدې ډول چې د سرو کڅوړو کې د وېښته په کچه توپير نه وو راغلې، یوه اندازه، یوه رنګ او بڼه، لنډه دا چې ټولې کڅوړې یو ډول وی، مګر ستونزه د سپینو زرو په کڅوړو کې وه. یو نوکر د سپینو ۵۰ سکې راوړې، بل ۵۹، بل ۵۰۰، او بل هېڅ کومه د سپینو کڅوړه نه درلوده، او بل بیا د سپینو د کڅوړې پر ځای د برونزو ډکه کڅوړه له ځانه سره لرله.

زامن پدې پوه شول چې نوکرانو د درغلۍ او خیانت هڅه کړې، مګر پدې اریان ول چې  ولې د سرو په کڅوړو کې چې له سپینو ډېرې با ارزښته او مهمې وی، لاسوهنه نده کړې، او یواځې د سپینو زرو په کڅوړو کې یې لاسوهنه کړې.

نو ناچاره پدې باوري شول چې د سرو زرو کڅوړې د کوم پټ ځواک لخوا ساتل کېدې.

د سوداګر یو هوښیار زوی د هغو نښو نښانو چې د سرو په کڅوړو کې یې لیدلې وی وکولای شول د سپینو زرو له ډول، ډول کڅوړو څخه هغه کڅوړه چې لاسوهنه پکې نه وه شوې، ومومي او له ۷۳ نوکرانو څخه صادق او رښتونی نوکر په ګوته او وپېژني.

پدې داستان کې د اسلام استازي (نبي علیه السلام) بلا تشبه سوداګر ډوله شوې دی، امت د تاریخ په اوږدو کې هماغه ۷۳ زامن، ۷۳ نوکران، ۷۳ ډلې (فرقې)، د سرو زرو کڅوړې قرآن او د سپینو کڅوړې بیا نبوی احادیث دي.

 

لکه څرنګه چې مو وویل شیعه و سني په هر هغه څه کې چې د احادیثو اړوند دي، اختلاف لري، مګر په قرآن کې بیا هېڅ اختلاف نلری. اوس موږ د سوداګرد هغه هوښیار زوی په څېر باید د قرآن په مرسته چې هېڅ اختلاف پکې نشته، صحیح احادیث له باطلو احادیثو څخه توپیر کړو او اصلي خادم وپېژنو.

موږ یوه نښه لرو، یوه سپېڅلې نښه، اوس موږ کولای شو هغه ویناوی او احادیث چې نبي علیه السلام پورې تړل شوي دي، د قرآن په تله وتلو او رښتیا له دروغو نه پرې بېل کړو.

راځئ چې قرآن ولولو، او وګورو چې د علي رضي الله عنه په اړه څه وایي، د هغه چا په اړه چې شیعه ګان یې د خپلې ډلې بنسټګر بولي، او وایي چې هغه د نبي علیه السلام رسمي ځایناستی (خلیفه) او د څښتن له لوری غوره شوې دی، په اړه څو قرآني ایتونه شته؟ 

د شیعه پوهانو لخوا د علي رضي الله عنه په ګټه او امامت زرګونه احادیث راوړل شوي دي، په لسګونه بیا د سني پوهانو لخوا د شیعه پوهانو پر ضد راوړل شوي دي، نو په لومړي پړاو کې حدیث زموږ د درد درملنه نشي کولای، زموږ درملنه په قرآن کې ده، راځئ وګورو چې قرآن د علي رضي الله عنه په اړه خبرې کوي، د امامت په اړه خبرې کوي، د حسن، حسین او مهدي په اړه څه خبره کوي؟ دا هم موږ او دا هم قرآن.

په قرآن کې د علي رضي الله عنه د امامت  خبره نشته

په قرآنکریم کې د علي رضي الله عنه یادونه نشته، نو موږ دې پایلې ته رسېږو چې نبي علیه السلام اصلا کوم ځایناستی نه درلود.

الله تعالی د حدیثو د ساتنې تضمین نه وو کړې، نو پدې توګه ګورو چې شیعه ګانو په زرګونو جعلي احادیث د علي او نورو امامانو په اړه نبي علیه السلام پورې تړلي دي، ان تردې چې امامان یې د حدیثو سرچینه ګڼلې، او د نبي علیه السلام له سپېڅلې ژبې یې چې هرڅه خوښه شوې د درواغو احادیث ور پورې تړلي دي، علي رضي الله عنه یې له ابراهیم علیه السلام غوره او پورته ګڼلې، علي رضي الله عنه خو پرېږده، امام تقي او نقي یې هم له عیسی او موسی علیهم السلام نه غوره ګڼلې. دا ټولې خبرې یې د جعلي احادیثو پر مټ په زبات رسولي دي، مګر د قرآن حریم چې مالوم بریدونه لري، ونشوای کړای خپل باطل او ځانجوړي درواغ دننه کړي.

که چېرې په رښتیا علي رضي الله عنه د رسول ځایناستی وای، امامت د دین بنسټ وای، که چېرې علي رضي الله عنه معصوم او له ابراهیم علیه السلام لوړ وای، که چېرې شیعه ائمه په اسلام کې د قانون جوړونې سرچینه وای، نو باید پدې اړه لسګونو قرآني ایتونو شتون درلودای.

په ښکاره یو ایت هم داسې نلرو. دا څه مانا؟ زموږ په اند یانې دا چې الله سبحانه وتعالی د خپل استازي (نبي علیه السلام) لپاره هېڅ ځایناستی و نه ټاکه، او هرڅه چې پدې اړه په شیعه ګانو کې خپاره شوي، هماغه د )مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ( خبرې دي چې د الله سبحانه وتعالی له اړخه هېڅ سند نلري.

راځئ وګورو چې شیعه دینپوهان پدې اړه څه وایي، لدې دینپوهانو څخه یو چې خمیني یادېږي زموږ د پوښتنې ځواب داسې راکوي

خمیني زموږ د پوښتنې ځواب په ۱۹ ډولو راکړې. موږ به وګورو چې دده ۱۹ ډوله ځوابونه یو له بله ناوړه او بېخونده دي. موږ د هغه ځوابونه لیکو او بیا یې د ځواب ضعف او کمزوري ګورو. له الله سبحانه و تعالی پدې کار کې بریا او برکت غواړو.

 ولې د علي کرم الله وجه نوم په قرآن کې نشته؟

ولې د امامت موضوع په قرآن کې مطرح نده؟

د خمیني لومړی ځواب:  د کشف الاسرار کتاب په ۱۰۵م مخ، پینځو وروستیو لیکو کې داسې لیکي:

که قرآن لیکلي هم نه وي، بیا یې هم باید ومنئ:

 ((موږ ددې پوښتنې له بنسټیز ځواب مخکې هیله من یو، په ټولیز د امامت په اړه له عقل و فکر مرسته غواړو چې امامت ووینو، عقل چې د څښتن تعالی لخوا رالېږل شوې، د دین له نبسټونو نه یو بنسټ ګڼل کېږي. او لازمه ګڼل کېږی چې د نړۍ د څښتن ټول کارونه د عقل پر بنسټ ولاړ وي، دا خبره د بشر غوږو ته رسوي، کېدای شي زموږ و تاسو خبرې همدلته پای ته ورسېږي او اوږدولو ته یې اړمن وه نه اوسو)).

او د ۱۰۷ مخ، له ۵مې کرښې وروسته خمیني لیکي:

((هغه استازی چې ارامځي (له ښځې سره خلوت) او ماشوم ته د تي ورکولو پورې اسماني فرامین راوړي، او هېڅ داسې کوشنی او ستر څيز نشته چې په هغې کې یې الهي فرمان نه وي راوړې، او د رسول د ځایناستي په اړه چې د بلنې او دعوت بنسټ پرې ولاړ دی څرنګه کېدای شي ټول عمر څه ونه وایي او الهي دین خپلسرو چپاورګرانو (ابوبکر صدیق، عمر، عثمان، معاویه او نور جلیل القدره صحابه رضي عنهم ښايي) ته پرېږدي. موږ د هغه څښتن لمانځنه کوو چې د عقل د وینا خلاف کار ونکړي، نه د هغه څښتن چې د دیندارۍ او عدالت لوړپوړې ودانۍ ودانه کړي او خپله یې بیا د ورانۍ هڅې وکړي ، او یزید، معاویه او عثمان (عثمان رضی الله عنه) او دا رنګه نور چپاولګرو ته د خلکو امارت ورکړي او رسول وروسته د ملت ستونزه وټاکي.

د یو شرکت رییس چې ۵۰ کسه کارګران لري، یا د یوې کورنۍ چې ۱۰ کسه غړي لري، که چېرې وغواړي ۲ میاشتې مساپري وکړي، نه هغه شرکت بې سرپرسته پرېږدي او نه هغه کورنۍ، اوس چې د اسلام رسول په زرګونه اسماني قوانین راوړي او ستر نظام یې پر خپو درولې او غواړي له هغې د تل لپاره ولاړ شي، اوس عقل څه وایي؟ اوس عقل و خرد وایي چې باید ځایناستی وټاکي او دا کار اخر د توحید د پایښت لپاره ستر کار ګڼل کېږي، نه دا چې خپل قوانین بې سر پرسته پرېږدي او د یو شمېر معلوم الحالو (له ګوتشمېرو پرته نور ټول صحابه ښایي)چې د نبي علیه السلام د مړینې پر وخت یې د ریاست لپاره د یو بل سرونه وهل او شور یې پورته کړې و، تاسې او نور د عقل خاوندان څه وایي؟ هېڅ نه وایئ یا وایئ چې امامت یو مسلم اصل دی چې د خدای په اسلام کې  یې ټاکلې دی، که څه هم چې په قرآن کې یې یادونه شوې وي یا فرضا نوم یې نه وی یاد شوې)).

ځواب:

اولاً: فرضا:- که چېرې ستاسې خبره سمه وي، نو بیا همدا نیوکه چې پر موږ نیسئ، ستا پر مهدي هم نیول کېږي، ځکه ستا په خیال محمد علیه السلام ۱۲ امامان خپل ځایناستي وټاکل، لومړنی امام یې علي رضی الله عنه او وروستې یې مهدي دی، مګر تاسې مهدي ۱۲۰۰ کاله مخکې غیب کړ او د اسلام شرکت او کارخانه مو بې ځایناستي پرېښوده، او اوس د نړۍ پر مخ هېڅوک نشي کولای دا دعوه وکړي چې د الله تعالی له لوري د خلکو لارښود یم.

ولې د مهدي دا کار عاقلانه ګڼئ او نبي علیه السلام کار له عقله لرې شمېرئ؟

که چېرې د تل لپاره بشریت یو لارښود ولري، نو له نبي علیه السلامه مخکې د بشریت لارښود څوک و؟

اریانوونکې ده پدې متضادو ګروهو (عقایدو)، ایا د قیامت په ورځ باور نلري؟ یا عقل نلري چې دا ښکاره تضاد د هغه څه په منځ کې چې وایي او د هغه څه په منځ چې ګروهمن (معتقد) دي پرې درک یې کړي. ګویا د ځواب ویلو په ورځ باور نلري، چې دا ډول چل او دوکه د ځواب پوښتونکي په کار کې کوي.

اریانوونکې ده چې ددې خبرو ویونکې خمیني خپله بې ځایناستي ومړ، او څښتن تعالی یې ټول لارویان ړانده کړل چې دا ښکاره تناقضات ګوري.

 

دویم: موږ له تا عقلي دلیل ندې غوښتې، شرعي دلیل مو غوښتې، که چېرې عقل هر کاره وای، نو بیا مو په هېڅ څيز کې قرآن ته اړتیا نه درلوده. ارو مرو په عقل کې څه نیمګړتیا شته چې الله سبحانه و تعالی خپل استازي راولېږل، همدا عقل هندي ته وایي چې د غواګانو خوشایه وخوري، تا ته امر کوی چې د مړو د قبرونو خاورې وخورئ، او تایواني ښځې ته وایي چې خپل ادرار وڅښي، تاسو ټول داسې انګېرئ چې کارونه مو ثواب لري.

درېیم: څوک چې په لاره بلد نه وي، او لارښود یې ناپېژانده وي، پدې حال کې لارښود ته اړتیا لري، مګر که چېرې یو ځل ورته لارښود لاره وښايي او د لارې نقشه هم په لاس ورکړي، نو بیا اړینه نده چې لارښود دې هم ورسره د تل لپاره وي، الهي استازي یو ځل خپل امت ته لاره وښوده، او الله سبحانه و تعالی هم ددې خبرې ضمانت وکړ چې څوک به لاره نه خرابوي (قرآن د بدلوون وړ ندی). پدې توګه د نقشې په مرسته هرڅوک خپله لاره موندلې شي، نو ځکه د عقل خلاف کار ندې ترسره شوې.

 څلورم: فرضا که موږ ومنو چې الله سبحانه وتعالی علي رضي الله عنه د ځایناستي په توګه ټاکلې، بیا زموږ لپاره بې ګټې ده، نن هم باید یو ځایناستی وټاکي، نو نن چې یې څوک ندې ټاکلې، لدې ستاسې خبرې وېجاړوونکې او بېځایه ښکاري او ته بې ځانه د ((ایوان)) په نقض کې یې.

 د خمیني دویم ځواب:

دې پوښتنې ته د کشف الاسرار له ۱۱۳م مخ، ۹ لیکه کې خمیني داسې ځواب وایي: ((قرآن جزئیاتو ته ځواب نه وایي!

څرنګه چې پوهېږو، قرآن د بې دینۍ په مقابل کې دیندارۍ ته دعوت کوي، او له آره دا ستر اسماني کتاب د جاهلیت د فاسدو ګروهو د له منځه وړلو لپاره راغلې دی، او داسې کتاب باید جزئیاتو ته پام ونکړي، بلکه هماغه کلیات ووایي او جزئیات او خصوصیات یې پېغمبر ته ورسپارلي دي)).

 زموږ ځواب:

موږ د خمیني دا خبره د همغه په خبره ځوابوو، په مخکیني څپرکی کې مو ولیدل، کله چې یې د علي رضي الله عنه ځایناستوب په زبات ورسولو، له یاده یې ووتل، علي رضي الله عنه جزئیاتو کې دی، او

په ۱۰۷م مخ، ۵مې کرښې وروسته خمیني لیکي:

 ((هغه استازی چې ارامځي، له ښځې سره خلوت او ماشوم ته د تي ورکولو پورې اسماني فرامین راوړي، او هېڅ داسې کوشنی او ستر څيز نشته چې په هغې کې یې الهي فرمان نه وي راوړې، او د رسول د ځایناستی چې د بلنې او دعوت بنسټ پرې ولاړ دی څرنګه کېدای شي ټول عمر څه ونه وایي او الهي دین خپلسرو چپاورګرانو ته پرېږدي. موږ د هغه څښتن لمانځنه کوو چې د عقل خلاف کار ونکړي، نه هغه څښتن چې د دیندارۍ او عدالت لوړپوړې ودانۍ ودانه کړي او خپله یې بیا د ورانۍ هڅې وکړي)).

ډېر ښه، کله چې غواړې د علي رضي الله عنه امامت په زبات ورسوې، د عالم د پایښت دار و مدار هغه (علي او امامت) یې ګڼې، او هېڅ سکالو (موضوع) له هغې ډېره کُلي  نه ګڼې. ایا دا تاسو نه یاستئ چې وایئ علي له ټولو پخوانیو پیغمبرانو غوره او پورته دی، دلته چې قرآن کې هېڅ ایت نشئ پیدا کولای، نو بیا وایئ چې قرآن جزئیاتو ته پام نه کوي، تاسې ته دې په خدای سوګند وی چې علی او امامت له جزئیاتو ګڼئ؟ اخر حیا هم یو ښه څیز دی، هغه خدای چې ستاسې په اند یو ماشوم ته شیدې ورکونه او ارامځي (بسترې) ته تګ جزئیات نه ګڼي او اسماني فرمان لري، ولې د علي په اړه فرمان نلري او یو ځلي هغه جزئیات کوي.

څه رښتیا وایي:

قافيه چو تنگ آيد شاعر به جفنگ آيد

هلته وایئ چې د نبوت و توحید راکړه ورکړه په امامت ولاړه ده، او دلته وایئ چې جزئیات دی، کوم یو ومنو؟ د چرګ لکۍ، که د عباس رضي الله عنه قسم!!! نه علي جزئیات نه دی، خبره دا ده چې په قرآن کې ورانې او لاسوهنه شونتیا (امکان) نلري، پس و یې نکړای شول چې په هغې کې د علي رضي الله عنه په ګټه کوم ایت ورزیات کړي، او په احادیثو کې چې د تحریف او لاسوهنې شونتیا وه، علي رضي الله عنه یې له هر کُلي، کُلي تر کړو.

((ان تردې چې له الهي استازو مو د هغه دریځ پورته وګڼلو)) الله تعالی دې ستاسې لارویانو ته د نېکې لار وښایي، اخر څرنګه مو د جهنمي اور توان درلود چې په خدای مو داسې دروغ ور وتپل؟

د خمیني درېیم ځواب: د کشف الاسرار په ۱۱۴م مخ، ۶-۱ کرښو کې داسې وایي:

 ((دا نه لیکل په قرآن کې پر تاسې ایراد دی..

همدا بې کمي و زیاتي اشکال پر تاسې واردې دي، ځکه دینپاله هم کولای شي ووایي که چېرې امامت کوم دروغجن امر وي، نو ولې الله تعالی د هغې دروغجنوالې ښکاره نکړ، چې پدې ډول د مسلمانانو ترمنځ خلاف له منځه ولاړ شي، او دا ټوله وینه تویونه ددې کار پر سر ونشي. ښه دا وه چې الله یو سورت را ښکته کړې وای چې په اسلام کې له پیغمبره وروسته د امامت وړ علي او د هغه کورنۍ ده. پدې ډول به خلاف پورته شوې وای)).

زموږ ځواب:

هردم از اين باغ بري ميرسد

تازه تر از تازه تري ميرسد

اخر دا هم خبره شوه؟ پدې استدلال بهایيان او قادیانیان هم کولای شي دعوه وکړي چې بهاءالله او غلام احمد قادیانی پیغمبران ول، او د مخالفانو په ځواب کې ووایي چې که پیغمبران نه وي، نو لې په قرآن کې یاد شوي ندي، چې دوی پیغمبران ندي! تعجب او اریانتیا له خمیني نده. اریانتیا د هغه چا پر حال ده چې مقلدین دي.

 دویم: که چېرې قرآن کې داسې لیکلي ول چې علي د پیغمبر ځایناستی ندی، له کومه مالومه وه چې تاسو به عباس نه وو پورته کړې، او که چېرې یاده شوې وه چې عباس هم ندې، نو تاسو چې بې سنده خبرې کوئ او د اختلاف لټه کوئ، یزید به مو د پیغمبر ځایناستی راپېژندو، پدې حساب: قرآن باید د ټول محمدي امت نومونه ولیکي او یاده کړي چې لدې ډلې هېڅوک امام ندی.

اخر د مباحثې او مجادلې لپاره هم باید یو قانون مراعت کړو.

درېیم: په قران کې د علي امامت ندې یاد شوې. قرآن کې بیا بیا راغلي چې هغه څه چې قرآن ندي نازل کړي، خپل ژوند کې یې مه پلي کوئ، او ددې ډول ډول نومونو چې شتون لري راتلل، دا هغه نومونه دي چې تاسې او ستاسې پلرونو مو جوړ کړي دي او د الله له اړخه هېڅ دلیل نلري.

(ما تعبدون من دونه الا اسماء سميتموها انتم و آباؤکم ماانزل الله بها من سلطان إن الحکم إلا الله امر الا تعبدوا إلا إياه ذلک الدين القيم ولکن اکثرالناس لايعلمون).

 ((د يوسف سورت، 40م ایت))

تاسې نه لمانځئ مګر هغه خیالي نومونه چې خپله او پلرونو مو نومولي دي، له الله نه پدې نومونو هېڅ دلیل نه دی نازل شوې، پداسې حال کې چې حکم یواځې الله لره دی. او امر یې کړې چې بې له ده بل مه لمانځئ، دا دین سم دی، مګر ډېری خلک پدې نه پوهېږي.

(قال قد وقع عليکم من ربکم رجس وغضب اتجادلونني في اسماء سميتموها انتم وأباوکم ما نزل الله بها من سلطان فانتظروا إني معکم من المنتظرين)

 «د اعراف سورت، 7م ایت»

و یې ویل: په رښتیا چې د رب غضب او بدي پر تاسو را کوزه شوې، ایا له ما سره مجادله کویئ، په هغو نومونو چې تاسو او ستاسو پلرونو جوړ کړي دي او د الله له لوري پر هغې هېڅ دلیل نلرئ.

 

پس صبر وکړئ، زه له تاسو سره صبر کوم.

(و منظر حکم الله هستم) او ددې په ډول ډېر ایتونه شته.

 د خمیني څلورم ځواب: دا پوښتنه خمیني د کشف الاسرار په ۱۱۳م مخ کې داسې ځوابوي:

که چېرې قرآن نوم لیکلو نو مخالفینو نه منلو.

 

فرضا: که چېرې قرآن د امام نوم غوره کولو، بیا د مسلمانانو ترمنځ اختلاف پېښېدو، هغو (ابوبکر، عمر، عثمان او نورو جلیل القدره صحابه وو) د ریاست په تمه ځانونه د کلونو کلونو لپاره پیغمبر علیه السلام پورې نښلولي ول، او ډل و ډلبندۍ یې جوړولې، ناشونې وه چې د قرآن په وینا دې له خپلو موخو پر شا شي، شاید پدې کار سره به د مسلمانانو ترمنځ اختلاف دې برید ته رسېدو چې د اسلام بنسټ به یې هم نړولې وای، ځکه شونې وه هغو چې د اسلام په نامه ریاست ترسلاه کولو پسې ول، څرنګه چې یې کتلي وای چې د اسلام په نوم خپلې موخې ته نشي رسېدای، نو په ډله ایزه توګه به یې د اسلام پر ضد حزب جوړ کړې وای، پدې توګه به علي د ابي طالب زوی او نورو دیندارانو چوپتیا غوره نه ګڼله، او د اسلام نوې نیالګې به د مسلمانانو ترمنځ ددې ډول ستر اختلاف له لامله له منځه تلو او هغه نیمه اسلام به یې هم د فنا باد ته سپارلې وای، نو په قرآن کې د علي نوم یادونه د امامت د سلا مشورې خلاف کار وو، چې د دین سلا مشورې خلاف هم راتلو. »

زموږ ځواب:

لومړی: نیمایي اسلام هېڅ ګټه نلري. که یو نوې مسلمان ووایي چې زه تر ماسپښینه نیمایي روژه نیسم، الله سبحانه وتعالی کله راضي کېږي؟ تردې چې د ابوبکر، عمر او عثمان رضي الله عنهم په نیمايي اسلام راضي شي. نیمايي مسلماني له نه مسلمانۍ سره هېڅ توپیر نلري. بلکه له هغې بتره ده. لنډه دا چې د نیمايي اسلام ساتنه کې هېڅ مصلحت نشته!

اما: خمیني وایي چې الله تعالی له هغې وېرې چې اسلام له منځه ولاړ نشي، په قرآن کې له حق ویلو او یادولو نه ډډده وکړه، مګر و یې نه ویل چې دا وېره او ډار ولې نبي علیه السلام د اسلام لپاره نه لرلو چې له خولې یې شیعه ګان په زرګونه ځلې ان د مرګ په وخت کې هم دا خبره رانقلوي چې هغه صلی الله علیه وسلم فرمایل: علي علي علي...

 درېیم: خمیني ونه ویل چې هغه څوک چې د ریاست لپاره نبي علیه السلام پورې  نښتي ول، له ځانه لرې نکړل، او بیا تفصیل نه ورکوي چې نبي علیه السلام د ابوجهل په څېر  ستر خنډونه له منځه یوړل، نو د عمر په څېر یو ځوان او د ابوبکر په څېر بې توانه سړي له منځه وړل ولې؟

نور بیا ځلې