د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ بورډ: د کبيرخان استعفا مو منلې ده

کرکټ څانګه 18.08.2010 20:39

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان د ملي لوبډلې مشر روزونکي کبيرخان ورته استعفا ورکړې او دوی منلې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو چارو څانګې ټول افغان ته وويل چې نن روزونکي کبيرخان له سکاټلينډ څخه د کرکټ بورډ مشر او د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال ته د اس ام اس او برېښليک له لارې ليکلي دي چې که استعفا یې ومنل شي نو خوښ به وي. د کرکټ بورډ چارواکي زياتوي چې له غونډو وروسته د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال او اجرايه مشر حامد شينواري پرېکړه وکړه چې د کبيرخان استعغا ومني.

د دې ناڅاپه او حيرانونکي پرېکړې په اړه مو د روزونکي کبيرخان سره د اړيکو ټينګولو کوښښ وکړ خو په انګلستان کې د نوموړي تيلي فون بند و او ونه توانېدلو چې دريځ یې معلوم کړو. خو د بي بي سي پښتو ويبپاڼې په دې اړه په خپل رپوټ کې د کبيرخان له خولې ليکلي دي چې استعفا یې نه ده ورکړې او که د کرکټ بورډ پرېکړه وي چې دی دې په دې دنده نه وي نو دی یې مني. خو کبيرخان عمر زاخېلوال ته د اس ام اس استول منلي دي.

کرکټ بورډ دا هم زياتوي چې کبيرخان په برېښليک کې ليکلي دي چې په خوښۍ سره له دندې استعفا کوي.

د کرکټ بورډ د رسنيو مسوول الهام ياسيني ټول افغان د تيليفون په ليکه وويل چې د کرکټ بورډ چارواکي د حاجي کبيرخان د خدمتونکو منونکي دي او له ۲۰۰۸ کال راهيسي د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره د نوموړي خدمتونه ستايي.

دا لا معلومه نه ده چې د کبيرخان د استعغا په اړه به د راشد لطيف دريځ څه وي خو د کرکټ بورډ وايي چې د اوس لپاره به راشد لطيف روزونکی وي او په راتلونکي کې د نورو روزونکو د ګمارلو په اړه به وروسته پرېکړه کوي.

د کبيرخان د استعفا شاليد روښانه نه دی. برسېره پر دې حضرت عمر زاخېلوال د نوموړي اس ام اس يا تيليفوني پيغام څخه مخکې امکان لري د نوموړي او کرکټ بورډ تر منځ څه تېر شوي وي خو د کرکټ بورډ له داسې کومې پېښې څخه بې خبري وښوده.

داسې اوازې شته دی چې امکان لري د سکاټلينډ خلاف د څلور ورځنۍ لوبې په دويمه پاڼې کې د Follow On پر ځای د توپ وهنې او د سکاټلينډ خلاف په دويمه یو ورځنۍ لوبه کې د باراني شپې او ورځ څخه وروسته د توپ وهنې پرېکړه چې په پایله کې افغانستان وبايلله د کرکټ بورډ په پرېکړه اغېزه کړي وي او د کبيرخان د استعفا په منلو کې یې مرسته کړي وي.

کبيرخان او راشد لطيف دواړه نن پاکستان او افغان لوبډله کابل ته روان دي. لوبډله او روزونکي سکاټلينډ ته د لوبو په موخه تللي وو چې په ترڅ کې یې د سکاټلينډ سره يوه څلور ورځنۍ او دوه يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې چې څلور ورځنۍ او یوه يو ورځنۍ لوبې افغانستان او يوه یو ورځنۍ لوبه سکاټلينډ وګټله.

په دوبۍ کې له نږدې د افغان کرکټ تعقيونکی او شنونکی عصمت الله اندړ وايي چې د کبيرخان د استعفا انځور به په راتلونکو څو ورځو کې لا روښانه شي او پوه به شو چې کبيرخان رښتيا استعغا ورکول غوښتل او که نه يواځې د فشار لپاره یې د استعغا يادونه کړې وه. اندړ وايي چې د روزونکي استعغا عادي خبره ده او هر چېرته پېښېږي. سره د دې چې د کبيرخان تلل به یوه ضايعه وي خو افغان کرکټ بورډ کولای شي نورو روزونکو سره خبره وکړي. د اندړ په باور افغان لوبغاړي ډېر استعداد لري او هر روزونکي سره آشنا کېدای شي.

سبا سهار ۷ بجې لوبډله کابل ته رسېږي او د کبيرخان د استعفا شاليد امکان لري نور هم روښانه شي.