د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي لوبډله سبا سهار ۷ کابل ته رارسیږي

کرکټ څانګه 18.08.2010 15:31

د افغانستان د کرکټ بورډ خبرتیا

د افغانستان ملي لوبډله سبا په ۲۸ د زمري  د کابل په وخت د سهار په ۶:۳۰ بجو د صافي هوائي شرکت په الوتکه کې له سکاټلینډ څخه پلازمینې کابل ته رارسیږي.

ملي لوبډله د سکاټلینډ هیواد ته د لویو وچو یا د انټرکانټینټل د سیالیو ۵ څلور ورځینۍ سیالۍ ته  له سکاټلینده سره په ۴ د اګست له هیواده په سفر تللې وه.

افغان ملي لوبډلې ارزښتناکه څلور ورځنۍ لوبه د سکاټلینډ له هیواد په ۲۲۹ منډو وګټله او د انټرکانټینټل په جام کې يې افغانستان ته د ۷ هیوادونو په کتار کې تر دې مهاله لومړۍ کړه.

افغان ملي لوبډلې په سکاټلینډ کې دوه یو ورځنۍ لوبې هم  د همدې هیواد سره درلودي چې یوه سکاټلینډ اوبله د افغانستان هیواد وګټله.

ټولو رسنیو ته خبر ورکول کیږي چې ملي لوبډله سبا د اګست په ۱۹ او د زمري د میاشتې په ۲۸ نېټه سهار د کابل په وخت ۶:۳۰ بجې رارسیږي.

په افغانستان کې د ټولو رسنیو څخه هیله کیږي چې سبا ته د ملي لوبډلې د سترې لاسته راوړنې د لمانځلو لپاره د کابل هوائي ډګر ته ځانونه راورسوي.

یادونه: کرکټ بورډ د رسنیو د خبریالانو لپاره د کابل د هوائې ډګر د چارواکو څخه اجازه اخستې نو د رسنیو څخه هیله کوو چې په خپل وخت هوائې ډګر ته ځانونه راورسوي.

د نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړیکې ټینګې کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو څانګه

acb.media@afghancricket.af

afg.cricket.media@gmail.com