د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ددوست شينواري علمي او ادبي شخصيت

انجنير ستانه مير زهير 18.08.2010 09:31

ددوست شينواري علمي او ادبي شخصيت

داد هغه کتاب نوم دی چې په دې وروستيو ورځو کې  د افغانستان د علومو اکاډمۍ  د بشري علومو معاونيت،  د پښتو څيړنو د نړيوال مرکزڅخه  چاپ او خپور شوی دی .

 کتاب ليکواله څيړنياره ملکه مشتري ده او لار ښود استاذ يې  څيړندوی عبدالشکور قيومي دي دي .

دغه علمي او څيړنيز اثر چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی ملکه مشتري د خپلې  د څيړنيارۍ د علمي رتبې له پاره ليکلی دی،  د لارښود استاذ نظر ، تقريظ او سريزې وروسته  په څلورو څپرکو کې ليکل شوی دی .

 په لومړي څپرکي کې يې  د موضوع د پس منظر په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې شوي دي .

په دويم څپرکي کې د ارواښاد دوست شينواري لنډه پيژندنه ، زوکړه ، زده کړه ، رسمي دندې او سفرونه ، مړينه ، ددوست شينواري اثاروته لنډه کتنه ، ددوست شينواري له خوا په ځنو  اثارو ليکل شوې سريزې ، تحشيې او تحليلونه ، د ارواښاد دوست شينواري هنري نثر ، د سرمحقق دوست شينواري تاريخي او ادبي ژباړې ، د ارواښاد دوست شينواري ناچاپ اثار . په دوي .

په دريم څپرکي کې  ددوست شينواري د وخت سياسي او فرهنګي حالات  څيړل شوي دي

په څلورم څپرکي کې : ارواښاد دوست شينواری د پوهانو له نظره ( دداخلي پوهانو له نظره ، د بهرنيو پوهانو له نظره )

د کتاب په وروستۍ برخه کې  پايله ، وړانديزونه  او اخځليکونه راغلي دي .

ددې علمي او تحقيقي پروژې په وړانديزونو کې داسې راغلي دي :

١_  ارواښاد دوست شينواري د پښتو ژبې او ادب له پاره بې شميره ليکنې او څيړنې کړي دي . دده د لا ستاينې  له پاره دې  دده د تلين يا زوکړې په وياړ يو علمي څيړنيز سيمينار داير شي . ترڅو دده د اثارو او افکارو په اړه ښه تحقيق تر سره شي .

٢_  د ارواښاد دوست شينواري ځنې تاريخي اثار چې د چاپ څخه پاتې دي ، هغه دې د اړونده ادارو او خيريه ټولنو له خوا چاپ شي .

٣_ د ارواښاد دوست شينواري په نامه دې يو ښوونځی ونومول شي .

ددې علمي او څيړنيز اثر  په ليکلو کې د ٨١ ماخذونو څخه استفاده شوې ده .

ددوست شينواري  چاپ شوي اثار
١_ د افغانستان ژبې او توکمونه: دوست د خپلو لومړ نيو هلو ځلو پايلې يې د (( افغانستان ژبې او توکمونه )) په نامه کتاب کې را ټولې کړې چې په ١٣٤٥ ـ ل کال کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی .
٢_ د پښتو دولسي ادب لارې : د دوست دهغه کتاب نو م دی چې په ١٣٥٦هـ ل کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ او خپور شوی .
٣__پښتانه کو چيان ـــ لومړی ټوک : د پښتو څيړنو دبين املللي مرکز له خوا په ١٣٦٢ ل کال کې چاپ او خپور شوی .
٤__دادب د تيوري اساسونه : دهغه کتاب نو م دی چې د چاپ او څيړ نو دولتي کميټې له خوا په ١٣٦٥هـ ش کال کې چاپ شوی دی .
٥__ زړه پانګه: د دوست پنځم څيړ نيزاثر دی چې د قاموس بڼه لری او په ١٣٦٣ ل کال کې د پښتو څيړ نو د بين املللي مرکز له خوا چاپ شوی دی .
٦__ د خوشحال هغه اشعار چې تر اوسه نه دي چاپ شوي ( څيړنه ، قلمي) دغه اشعار چې د قلمي نسخو څخه را ټول شوي دي يوه برخه يې د خو شحال د کلياتو په لومړي ټوک کې خپره شوې ده چې په ١٣٥٩ل کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوی دی . د يوه مستقل اثر په توګه ﻻنه نه دي خپورشوي خو په قلمي بڼه ددوست په کتابتون کې شته ، کيدای شي په راتلونکې کې چاپ ته وسپارل شي .
٧__ افغانستان په او يستاکې : د نشراتو درياست له خوا په ١٣٦٩ ل کال په کابل کې چاپ او خپور شوی دی .
٨__ژبپانګه : د زړې پانګې د کار ادامه ده چې ددوست صاحب له مړينې وروسته دهغه مشر زوي فضلالله دوست په مالي لګښت په ١٣٧٧ ل کال په پيښور کې چاپ شوی دی .
٩__ پښتانه څوک دي ؟ دا د هغې رسالې نوم دی چې په قلمي بڼه د دوست په کتابتون کې موجوده وه او زياته برخه يې پخوا په پښتو څيړ نو کې چاپ شوی وه . دغه رساله د هغه دوهم زوی همايون دوست په خپل شخصي لګښت په ١٣٧٧ ل کال په پيښور کې چاپ کړې ده .
١٠__ د طبې بوټو قاموس: په اختيارات بديعي کې دذکر شوو طبي بوټو تحليل او څيړنه ده چې د قاموس په بڼه ترتيب شوې . د دې کتاب د چاپ مالي لګښت د هغه دريم زوي روښان دوست په غاړه واخيست چې په ١٣٧٩ ل کال په پيښورکې له چاپه راووت .
د پورتنيو تاليفاتو په څنګ کې هغه اثار چې د ارواښاد دوست شينواري په اهتمام ، تحليل ، تحشيه  مقدمه او لغتنا مو سره چاپ شوي په لاندې ډول دي: .

 ١_ د ميرزا خان انصاری ديوان – پښتو ټولنه ١٣٥٤ ل کال چاپ .
٢_ روښاني  رساله ــ پښتو ټولنه ١٣٥٥ هـ ل کال چاپ
٣_ د سکندر خټک ليلا او مجنون ـــ پښتو ټولنه ١٣٥٨ هـ ل کال چاپ
٤_ د صديق ديوان ــ پښتو ټولنه ١٣٥٨ هـ ل کال چاپ
٥_ دعلم رساله ــ د افغانستان دعلومو اکاډمۍ د ١٣٦٤ هـ ل کال چاپ .
٦_ اختيارات بديعي .